د قطري چارواکو سره د ملا هبت الله ملاقات، د ښځو جېنکو د حقونو په اړه یو ځل بیا بحثونه راپارولي

وي او اې - په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخندزاده سره د قطر د وزیراعظم د راپور شوي ملاقات نه پس، ناقدین دې ته خوشبیني نه څرګندوي چې ګنې د ښځو جېنکو د تعلیم او کار په برخه کې دې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه لېرې کړی شي.

په اول ځل د روئټرز خبري ادارې رپوټ ورکړ چې ملا هبت الله د مې میاشتې په دوولسمه نېټّ په کندهار کې د قطر له وزیراعظم محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره خفیه خبرې کړې دي. دا د یو خارجي چارواکي سره د طالبانو د مشر اولنی ملاقات ګڼل کېدلی شي.

داسې ویل کیږي چې د دوی ترمنځ خبرې، په ښځو او جېنکو باندې د طالبانو د لګول شوو بندیزونو او محدودیتونو او همدا راز د نړۍ سره د طالبانو د تعامل په اړه شوي چې د طالبانو د رژیم علېحدګي ورباندې ختمې کړی شي. د کال ۲۰۲۱ د اګست راهېسي چې طالبانو په افغانستان قبضه لګولې ده، هېچا هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نه د طالبانو او نه هم د قطر چارواکو د دې تصدیق کړی چې د آل ثاني او هبت الله ترمنځ کندهار کې ملاقات شوی او نه یې هم د ملاقات په جزئیاتو څه خبره کړې ده، مګر طالبانو دا خبر تصدیق کړی چې د قطر وزیراعظم کندهار ته سفر کړی و. طالبانو د قطر د وزیراعظم سره د خپل د حکومت وزیراعظم ملا محمد حسن آخند تصویر هم خپور کړ.

د قطر سرکاري خبري ادارې د مې په شپاړسمه نېټه د هغه ملک د خارجه وزارت له قوله ولیکل چې افغانستان ته د قطر د وزیراعظم سفر، " د (طالبانو) د موقت حکومت او نړېوالې برادرۍ ترمنځ تعلقاتو کې د سهولت راوستلو سربېره، له مختلفو اړخونو سره په رابطه نیولو کې (د قطر) د سیاسي کردار" یوه برخه وه.

څېړونکو دې ته پام کړی چې د ملا هبت الله سره د آل ثاني ملاقات صرف څو ورځې پس د هغه شوی چې د مې په اوله نېټه ملګرو ملتونو د دوحه په پایتخت قطر کې د ملګرو ملتونو د سېکرېټري جنرل انټونیو ګوټېرش په مشرۍ یوه نړېواله غونډه جوړه کړه او د بندو دروازو تر شا یې، د افغانستان په حالاتو خبرې وکړې.

د هغې غونډې نه پس، انټونیو ګوتېرش یو بیان جاري کړ او د جېنکو د تعلیم او مرستندویه تنظیمونو سره د ښځو په کار کولو باندې یې د طالبانو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه ناقابل قبول وګرځول.

د افغانستان د پخواني حکومت یو چارواکی او د سیمې د سیاسي حالاتو څېړونکی طارق فرهادي وایي: "مغربي امداد کوونکي غواړي چې د افغانستان سره مرسته وکړي، مګر افغانستان کې د طالبانو له خوا ښځو سره ناوړه چلند ته په کتلو سره، دا ناممکنه ده چې د نورو فنډونو دپاره لابي وشي."

ښاغلي فرهادي وي او اې ته په لیکل شوې تبصرې کې وویل: "طالبان علیحده کړی شوي. د قطر وزیراعظم دا پیغام ورووړ چې د جینکو د سکولونو په بیا پرانېستلو او کار ته د ښځو په بېرته پرېښودلو سره، دا علیحدګي ختمېدلی شي."

د هیومن رایټس واچ تنظیم د چارواکې هېدر بار په شان ځیني کسان چې طالبانو ته خوشبینه نه ښکاري، په دې باور دي چې د قطر د وزیراعظم او ملا هبت الله د ملاقات نه هېڅ داسې نښه راښکاره نشوه چې ګني هبت الله آخندزاده دې د ښځو او جېنکو په اړه خپل حکمونه بېرته واخلي.

مېرمن هېدر بار په ټوېټر باندې لیکلي دي: "فکر نه کوم چې دا کومه نوې اراده وښيي – صرف د آخندزاده لیدل نوې خبره ده. طالبان، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهېسي لېواله پاته شوي چې پخپلو مطالباتو زور واچوي – د تعامل، مرستې، په رسمیت پېژندنې، او مبارکیو مطالبات. د دې مذاکراتو سره جوخت، په ښځو جېنکو باندې د هغوی لخوا سختۍ راوړل کېدل په دوامداره توګه سېوا او ژور شوي دي."

طالبانو په کراتو وعده کړې چې په ښځو او جېنکو به سختۍ کمې کړي، او ویلي یې دي چې د هغو دپاره د افغاني روایاتو او اسلامي قوانینو مطابق طریقه کار آماده کوي، مګر تر اوسه یې په عمل کې څه داسې نه دي کړي چې معلوم شي هغوی پخپلو دغو وعدو ولاړ دي.