پولیس وایي د خېبرپښتونخوا د صوابۍ ضلعې په ټوپۍ سیمه کې یو تن خپل مور، پلار اؤ مېرمنه د کورني تاوتریخوالي په بنیاد وژلي دي اؤ پولیسو دغه تن نیولی دی.
د زیارت -پنجشنبې په ورځ د صوابۍ د ضلعي پولیسو د ویاند له لوري مطبوعاتو ته په جاري شوي بیان کې ویل شوي دا پېښه تېره ورځ د ټوپۍ په سټوپه موړ کې رامنځته شوې ده.
پولیس وایي دغلته د شاه روم په نوم تن د کورني تاؤ تریخوالي په مهال پخپل مور اؤ پلار ناتاره ډزې کړي اؤ هغوی یې وژلي دي.
د پولیسو د بیان له مخې تر پېښې وروسته یاد تن خپله ښځه ځان سره په موټر سایکل له کوره ویستلې وه اؤ هغه یې هم وروسته په نوښار سیمه کې وژلې ده.
پولیس وایي له دې وژنو وروسته ملزم شاه روم غوښتل چې اسلام اباد ته وتښتي خو وایي پولیسو د موبایل نه د هغه لوکیشن معلومولو اؤ د سخت محنت نه وروسته یې د صوابۍ د انبار په انټرچینچ ونیولو.
پولیس وایي د یاد تن په ضد یې د خپل مور پلار اؤ میرمنې د وژنې مقدمه درج کړې ده اؤ د پېښې نورې پلټنې یې پیل کړې دي.
تر دې وړاندې سږکال د فرورۍ په میاشت کې هم د خېبر پښتونخوا په کوز دیر جندول مایار سیمه کې د ټولنېزو رسنیو ایپ ټیک ټاک نه په منعې کولو یو اتلس کلن زلمي پخپل مور او پلار ډزې کړي چې له امله یې دهغه پلار وژل شوی اؤ مور سخته ژوبل شوې وه.
د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په دې وروستیو کې داسې ګڼ شمیر پېښې رامخې ته شوي چې زوي رالګیدلی اؤ خپل مور،پلار یا دکورنۍ نور غړي یې وژلي دي.
د ټولنیزو چارو څېړونکي زیاتره وخت ددې پېښو علتونه د مور پلار لخوا د اولاد تربیت اؤ ناستې ولاړې ته نه پاملرنه یادوي.