شمالي وزيرستان: په امنيتي پوسته برید کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ناارامه شمالي وزیرستان کې د وسله والو سره په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي. په ځوابي عملیاتو کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه کړې ده.

د افغانستان سره په پوله په مومندو ضلع کې هم يو پولیس په ډزو وژل شوی دی، تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.

د شمالي وزیرستان نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي د جمعې او خالي په مينځنۍ کې د میرانشاه په خړ ورسک سیمه کې په یو امنیتي چیک پوسته ترهګرو برید کړی درې پاکستاني پوځي عسکر پکې وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ لا په رسمي توګه ددې برید په اړوند څه نه دي ویلي خو په علاقه کې انتظامیه، پولیس او امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته د بريد او مرګ ژوبلو اوښتو تاييد کړی دی.

برید کې د وژل شوو پوځي عسکرو پېژندګلو د صوبېدار اصغر، لانس نایک نسیم او سپاهي زمان او د ژوبلو پېژندګلو د نایم جمیل، نایک محبت، لانس نایک وحید، سپاهي سلمان، سپاهي کامران، سپاهي اورنګزیب، سپاهی سیف الله او سپاهي عمر شاه په نومونو شوې ده.

سرچینې وایي پېښه کې ژوبل شوي عسکر د علاج لپاره میرانشاه سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي او د ځینو حالت مرګونی دی.

د ضلعې پولیس مشر ریاض تسلیم دفتر چارواکي وایي د امنیتي عسکرو په پوسته برید په سیمه کې د سېون ډویژن پوځي مشر ودانۍ یا ایف سي قلعه سره جوخت شوی او د پېښې وروسته پوځ د لټون عملیات پیل کړي دي.

په سیمه کې یو امنيتي چارواکي وویل په ځوابي عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو مالومات ترلاسه شوي دي.

تر اوسه د دې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې، خو له دې وړاندې په وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د زياتو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي.

د تیرو دوو اونیو راهسې د میرانشاه پرېس کلب مخې د پي ټي ایم د درې فعالینو د خوشي کېدو د پاره احتجاجي پرلت دوام لري.

تر دې وړاندې د جون په څلورمه پوځ ویلي وو په شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره نښته کې دوه پوځیان او دوه ترهګر وژل شوي وو.

او د جون په شپږمه میر علي سیمه کې د فقیر ایپي لمسي او قامي مشر د یو بل قامي مشر په هدفي برید کې وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان پغاړه اخستي دي.

د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي،وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده.

رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي.

د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي.

د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.