پاکستان وایي د 100 اربو ډالرو قرضداری دی خو بیا یوازې د 3 زرو اربو ډالرو د ریکوډک پانګې لري

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي په پاکستان 100 اربه ډالر بهرنۍ قرضې ورپورې دي خو بیا یوازې د 3 زرو اربو ډالرو د ریکوډک پانګې لري اؤ د پنځوسو اربو ډالرو د مالیت یې د ګیس پایپ لاین دی.

پخپل یو بیان کې دخزانې وزیر ولس ته ډاډ ورکړی دی چې د ویریدو هیڅ ضرورت نه شته اؤ هیواد به یو وارې بیا په پښو ودریږي.

دا په داسې حال ده کې ده چې څېړونکي وایي پاکستان ته د ګڼو ملکونو قرضې اؤ دهغې سود ستنول ورپه غاړه دي اؤ که د آی ایم ایف سره یې لوظنامه ونه شي نو د اقتصادي ناورین سره مخ دې هیواد کې به اقتصادي بحران لا پسې پیچلی شي.

د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي مونږ ته د ویریدو ضرورت نه شته ځکه چې پاکستان قیمتي پانګې په لاس کې لري اؤ هیواد به یو ځل بیا د دې مشکلو حالاتو څخه اوځي.

اسحاق ډار ویلي دا وخت په پاکستان ټولې بهرنۍ قرضې 100 اربه ډالر دي خو بیا د پاکستان یوازې د ګیس پایپ لاین مالیت د 50 اربو ډالرو دی اؤ د ریکوډک پانګې خو 3 زرو اربو ډالرو ته رسیږي.

د خزانې وزیر دعوه کړې ده چې د اقتصاد د ځپلتیا د رجحان مخه نیول شوې ده، نوي مالي کال کې د223 اربو روپو د نوؤ ټیکسونو لپاره اقدامات شوي دي اؤ راتلونکي کال کې د ګرانۍ هدف 21 فیصدي دی.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې ریکوډک کانونه د سرو زرو او مسو د زیرمو له امله مشهور دي او ویل کیږي چې په دغه سیمه کې د سرو زرو د نړۍ پنځمه لویه ذخیره شتون لري.

پروسږکال د دسمبر په میاشت کې د بلوچستان د حکومت اؤ دکاناډا د بیرک ګولډ کمپنۍ ترمنځ دریکوډک دسرو زرو دکان کیندنې د اتوؤ اربو ډالرو په تړون لاسلیکونه شوي وؤ خو د بلوچستان سیاسي اؤ ملت پاله ګوندونه په دې تړون سختې نیوکې کوي اؤ دا د بلوچستان په حقونو ډاکه ګرځوي.

د بلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مشر سردار اختر مېنګل په دې وروستیو کې پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي وؤ چې د ریکوډک اختيار وفاقي حکومت ته ورکول کله هم نه تسليموي.

د نېشنل ګوند ايالتي وياند علی احمد لانګو هم ډیوه سره په خبرو کې ویلي وؤ،د ريکوډک سره زر او کاپر د بلوچستان د بچیانو حق دی ځکه يو چاته هم ددې د وړلو اجازه نه ورکوي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان دولتي بینک پخپل رپورټ کې ویلي وؤ د بهرنیو اسعارو ذخیرې یې نورې هم کمې شوي اؤ 4 اربو اؤ 9 کروړو ډالرو ته راکوزې شوې دي.

په دغه رپورټ کې دپاکستان د کمرشل بینکونو په ذخیرو کې هم د 11.58 کروړه ډالرو د کمي خبر ورکړل شوی ؤ اؤ ویل شوي وؤ چې اوس د کمرشل بینکونو سره 5.42 اربه ډالر په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات وایي د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته د پور د پاتې پیسو ورکولو امکان په ختمېدو دی.

په 30م جون د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته دپور د6.5 بلینه ډالرو ورکولو موده په داسې حال کې سرته رسي چې لا هم په دغو پیسو کې پاکستان ته 1.3 اربه ډالر د آی اېم اېف لخوا نه دي ورکړل شوي.

مطبوعات وایي په راتلونکي مالي کال کې پاکستان ته د25 اربو ډالر ستنول ورپه غاړه دي اؤ که چرې آی اېم اېف ورله پور ورنه کړي نو پاکستان به په اقتصادي توګه دیوالیه شي.

خو د خزانې وزیر اسحاق ډار تېره اوونۍ اسلام اباد کې د صنعت کارانو یوې ډلې سره خبرو کې ویلي وؤ چې نه خو به پاکستان دیوالیه کیږي اؤ نه به پکې د سریلنکا په څېر حالات رامنځته کیږي.

اسحاق ډار ویلي وؤ "مونږ ټول به په ګډه هیواد د معاشي ستونزو نه وباسو اؤ د دایمي پرمختیا لیکې ته به یې سموؤ".

هغه ویل دا مهال چې هیواد د کوم مشکل وخت نه تېریږي حکومت به د ټولو شراکت دارو سره په ګډه په دې ستونزو قابو مومي.