ایچ آر ډبلیو وایي د طالبانو پر مشرانو د ملګرو ملتونو بندیزونه د فشار لپاره مهم دي

واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بندیزونو له فهرسته د دوی د مشرانو نومونه لرې کړي، خو د بشري حقونو د څار سازمان یوې چارواکې ویلي چې دا بندیزونه پر طالبانو د فشار اچولو لپاره مهم دي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزراء یا وزیراعظم مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د عمومي مشر له ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا سره په خپله وروستۍ لیدنه کې له هغې څخه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له فهرسته د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د رئیس الوزرا دفتر د جون پر لسمه په خپل ټویټر باندې د دې ناستې په اړه معلومات ورکړي او لیکلي یې دي چې مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې ته ویلي، باید د نړیوالو غونډو ګډونوالو ته دا خبره ورسوي چې دوی د تېر حکومت خلکو ته عمومي بخښنه اعلان کړې او "د مخکینۍ ادارې لکونه کارمندان" ورسره کار کوي:

"بین المللي ټولنه باید له تور لېسټ څخه د اسلامي امارت د مقاماتو د نومونو په لرې کولو سره پر خپلو تعهداتو عمل وکړي، موږ له بین المللي ټولنې سره د فعالې ډیپلوماسۍ او نېکو روابطو غوښتونکي یوو".

خو د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې مېرمن هیدربار د مولوي عبدالکبیر دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا بندیزونه پر طالبانو باندې د فشار د اچولو لپاره مهم دي. هیدربار پر ټویټر لیکلي:

"د بندیزونو له فهرسته د نومونو د ایستلو په اړه د طالبانو د مشرانو په پرله پسې ټینګار دا ښيي چې دا بندیزونه د فشار د وسیلې په توګه ډیر زیات مهم دي."

د طالبانو حکومت د یو شمیر غړو په ګډون ددې ډلې په لسګونو مشران د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي. د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د 2011م کال د قرارداد له مخې د طالبانو د 135 مشرانو نومونه په دغه فهرست کې شامل دي.

دا لومړی ځل نه دی بلکې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د خپل حکومت په مهال تر دې مخکې هم د طالبانو مشرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړه د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستل کېدو غوښتنې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی خو په تېره مې میاشت کې یې د پاکستان او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې د ګډون لپاره اجازه ورکړې وه چې اسلام اباد ته لاړ شي.

د ملګروملتونو ځینو چارواکو ویلي، دا بندیزونه ډېر مهم دي چې طالبان بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه پر ځای کړي.

د بندیزونو په نوملړ کې د طالبانو د مهمو مشرانو نومونه نه یواځې له افغانستانه بهر د هغوی د سفرونو مخه نیسي بلکې د هغوی بېنک اکاونټونه یې هم کنګل کړي دي او له نورو هیوادونو سره هیڅ تجارتي تړون هم نه شي لاسلیک کولی.

د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره سره د طالبانو پر ځینو مشرانو باندې امریکا پیسې هم اعلان کړې دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په تور فهرست کې شامل دی او د دغه هیواد د پلټنو مرکزي ادارې ای بي ای د هغو معلوماتو لپاره لس میلینه ډالر انعام ټاکلی چې د سراج الدین حقاني د نیولو سبب شي.

د ټولشموله حکومت جوړېدل، بشري حقونو په ځانګړي د ښځو، نجونو او همدارنګه د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کېدل د طالبانو له حکومته د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې شاملې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو تازه رپوټ کې بیا دعوه شوې وه چې طالبانو لا له القاعده او ټي ټي پي سره اړیکې پاللې دي او دا ډلې اوس د دوی په واکمنۍ کې په ازادۍ سره فعالیت کوي، خو طالبانو یې دا دعوې رد کړې دي.