واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې په څه کم دوو کلنو کې د نجونو او ښځو د ژوند په اړه په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې په دغه هیواد کې نجونې او ښځې له یو پراخ او منظم توپیري چلند سره مخ دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر او د ښځو او نجونو خلاف د توپیري چلند په اړه د کاري ډلې دا ګډ رپوټ د جون پر 15مه د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه خپور شوی او پکې ویل شوي، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو فشارونه دومره زیات شوي چې د نړۍ په بل هیڅ هېواد کې پر ښځو او نجونو دومره زیات بندیزونه نه دي لګول شوي.
په رپوټ کې ویل شوي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د منظم توپیري چلند یو تر ټولو ښکاره مثال د طالبانو پرله پسې فرمانونه، حکمونه اعلامیې او لارښوونې جاري کول دي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، جامو، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته د لاسرسی په ګډون د هغوی حقونه محدودوي:
"ځینې ښځې او نجونې، په ځانګړي ډول د هزاره – شیعه په ګډون، هغوی چې د توکمیز او مذهبي لږکیو ډلو غړي دي، یا په فقر، او کلیوالي سیمو د کورنیو له نارینه غړو پرته ژوند کوي، خدمتونو او وسایلو ته د لاسرسي د نشتوالي له امله په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوي".
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنټ وایي د دغه رپوټ لپاره د 51 ښځو په ګډون له 79 کسانو سره په افغانستان کې دننه او بهر مرکې شوې او د روان کال په مارچ کې په اتلسو ولایتونو کې له 2,112 ښځو سره سروې شوې ده.ښاغلی بېنټ وایي دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د 20/51 قرارداد په بنیاد ترتیب شوی او اوس به د راتلونکې دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وړاندې کېږي.
طالبانو حکومت لا د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا دغه رپوټ ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته د ښځو د حقونو په اړه په یو رپوټ کې ویلي، چې دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی.
د ملګرو ملتونو د رپوټ په ترتیبولو کې په افغانستان کې د بشري حقونو له مبارزینو، خبریالانو، قانون پوهانو، د پوهنتون استادانو، کاروباریانو، استادانو، زده کوونکو، د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کوونکو او سوداګرو ښځو سره خبرې شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې د 2021م کال له ستمبره بیا د 2023م کال تر مې میاشتې پورې د طالبانو حکومت د ښځو د محدودولو په اړه تر 50 ډېر فرمانونه جاري کړي دي، چې په هغوی کې تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو تعلیم ځنډول او په غیرسرکاري ادارو کې له کاره منع کول شامل دي.
په دې رپوټ کې تر ډېره پر ښځو د محدودیتونو، په سیاسي او عام ژوند کې د هغوی پر استازیتوب او ګډون، اقتصادي او ټولنیز ژوند، تعلیم، کار، د تګ راتګ پر ازادۍ، علاج ته لاسرسي، د ناوړه چلند پر زیاتوالي، جنسیتي او کورني تشدد او وژنو، عدالت ته پر لاسرسي او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو باندې بحثونه شوي او د رپوټ په پای کې سپارښتنې شوې دي.
رپوټ وایي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنیادي حقونو په پراخه کچه د منظمو سرغړونو مثال د طالبانو توپیري او د ښځدوښمنۍ پالیسي او د هغې د عملي کولو تګلاره ده چې وایي دا په دې هېواد کې جنسیتي ځورونې او جنسیتي اپارتایډ چاپېریال جوړوي.
د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې د طالبانو د حکومت د دغو بندیزونو خلاف د افغان ښځو د مبارزې ستاینه هم شوې او له طالبانو غوښتل شوي، چې د بشري حقونو د ټولو هغو نړیوالو ذمه واریو درناوی دې وکړي، چې افغانستان منلي او ټول هغه فرمانونه او پرېکړې دې بیرته واخلي، چې په ځانګړې ډول ښځې او نجونې پکې په نخښه شوې دي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې له افغانستان سره بوخت پاته شي او د طالبانو له خوا د خلکو د بشري حقونو د شدیدو سرغړونو لپاره د حساب ورکونې د ملاتړ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.