په نهم مې دپاکستان لاهور ښار کې دکور کمانډر په کور دشوي برید په پلټنو بوخت ګډ ټيم ته په نه وړاندې کیدو پاکستاني رسنیو دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو امکان ښودلی دی.
دپلټنو ګډ ټیم دهیواد پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ،دهغه مېرمنه بشرا بي بي دګوند مرکزي مشران،مراد سعید،حماد اظهر اؤ حسان نیازي دچهارشنبې په ماښام دپلټنو لپاره ځانته رابللي وؤ خو هغوي دغه ډلې ته نه دي وړاندې شوي.
دا په داسې حال کې ده چې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله تېره هفته ویلي وؤ،دعمران خان پرضد به دوؤ یا دریوؤ اوونیو کې دپوځي عدالت دننه مقدمه پیل شي.
عمران خان وایي دهغه پرضد دا مهال تر150ؤ زیاتې مقدمې درج دي اؤ ځان دلاهور په جناح هاوس دشوي برید نه لاتعلقه ښایي.
په نهم مئ دعمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند پاکستان تحریک انصاف پلویانو ګرد هیواد کې له قاره ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ په دغه مهال دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته اورونه اچول شوي وؤ.
دلاهور دکور کمانډر په کور هم په نهم مئ کڼ شمیر مظاهره چیانو یرغل کړی ؤ اؤ ددغه کور سوځولو ترڅنګ یې دکور ټول سامانونه مات کړي اؤ یا هم لوټ کړي وؤ.
دکور کمانډر په کور دبرید مقدمه په 10م مئ دلاهور په سرور روډ تاڼه کې درج کړل شوی وه چې پکې د قتل،اقدام قتل،ماتې ګوډې،وهلو سوځولو اؤ ترهګرۍ دفعې اچول شوې دي.
ددغه پېښو دپلټنې لپاره جوړې ګډې تحقیقاتي ډلې تېره ورځ دپېښې دپلټنو په لړ کې عمران خان،دهغه مېرمنه بشرا بي بي،حماد اظهر ،حسان نیازي اؤ مراد سعید ځانته رابللي وؤ.
اوړمه ورځ دلاهور دترهګرۍ ضد عدالت دعمران خان دګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ هم جاري کړی ؤ.
دنهم مې دپېښو نه وروسته د پوځ دسرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ دکورکمانډرانو په شوې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په پوځي تنصیباتو بریدونو کې دککړو کسانو پرضد به دپوځي ایکټ اؤ افیشل سیکرټ ایکټ په اساس مقدمې چلولی شي اؤ وروسته دقامي امنیت کمیټې هم ددې فیصلې ملاتړ کړی ؤ.
پخواني وزیراعظم عمران خان پخپلو یو شمیر وروستیو مرکو کې تور لګولی چې پوځي محکمې دده لپاره جوړې کړل شوي دي او ددې ترڅنګ یې دریځ خپل کړی چې دنهم مې دپېښو سره هغه هیڅ تړاؤ نه لري ځکه چې په دغه ورځ هغه دامنیتي ځواکونو په ولکه کې ؤ.
عمران خان دا تور هم لګوي چې په نهم مې دهغه دګوند پلویانو پرامنه احتجاجونه کړي وؤ اؤ اړی ګړی دده دګوند بدنامولو لپاره داستخباراتي شبکو کسانو پخپله کړی جوړ کړی ؤ.
خو حکومت بیا ددغه ورځې د اړي ګړي ذمه وار عمران خان اؤ دهغه ګوند ګرځوي اؤ وایي عمران خان دیو کال راهسې دخپلې بیانیې دلارې دخپل ګوند کارکنان د ریاستي ادارو پرضد تشدد اؤ یاغي توب ته هڅول.
تېره اوونۍ دیو شخصي ټي وي چینل په پروګرام کې دخبرو په مهال دهیواد داخله وزیر رانا ثناء الله ویلي وؤ دعمران خان پرضد راتلونکو دوؤ یا دریوؤ اوونیو کې دپوځي محکمې دننه مقدمه پیل کیدای شي.
دملکي خلکو په ضد پوځي مقدمو کې په مقدمو چلول کیدو دبشري حقونو نړیوالو تنظیمونو اندېښنې ښودلي اؤ دپاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید دعامو وګړو جمهوري،اییني اؤ قانوني حقونه خوندي وساتي.
خو دقانون وزیر ښاغلي عظم نزیر تارړ روانه اوونۍ لندن کې رسنیو ته ویلي وؤ چې په پوځي عدالتونو کې مقدمو سره مخ ملکي وګړو ته به د وکیل اؤ اپيل کولو بشپړه حق ترلاسه وي اؤ دهغوي حقوق به نه پایمالیږی.
په عین حال کې نن دچهارشنبې په ورځ دپاکستان سپریم کورټ کې دپوځي محکمو په ضد د دایر شوؤ خواستونو اوریدنه دمشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ نهه کسیزه ستر برانچ کوي