پوتین: وېګنر بغاوت کړی سخته سزا به ورته ورکړل شي

د روس صدر ولاديمير پيوټن د وېګنر ملېشې ګروپ ته خبرداری ورکړی، وسله وال بغاوت یې خيانت دی او هر څوک چې د روس پرضد وسله پورته کوي سخته سزا به ورته ورکړل شي.

وېګنر ملېشې ګروپ نن د خالي، شنبې په سهار ويلي، د روس په جنوب کې د پروت روستوف ان ډان ښار پوځي مرکز یې په ولقه کې اخستی دی.

د وېګنر ملېشې ګروپ مشر يوګيني پرېګوژين ويلي، نن سهار په اووه نيمې بجې دوی په روستوف ښار کې په پوځي مرکز کې موجود وو او ايروډ روم هم د دوی په ولقه کې دی.

د روس صدر ولاديمير پيوټن قام ته په وينا کې ويلي، د روس پرضد وسله پورته کوونکو ته به سخته سزا ورکولی شي د وېګنر ګروپ پرضد به سخته کارروايي وشي او ښار به ارامه کړل شي.

صدر پيوټن د وېګنر عمل ته په خېټه د چړې منډل بللي دي، او زياته کړې یې ده وسله وال بغاوت غداري ده.

نوموړي ویلي، په روستوف ان ډان ښار کې مشکل حالات دي خو زر به قابو کړی شي.

وېګنر اجرتي پوځي ګروپ يا ملېشه ده او د روس د پوځ سره په ګډه د اوکراين پرضد جنګيږي. خو د جګړې په مهال یې د روس د پوځ سره اړيکې ترينګلې شوي دي.

د وېګنر مشر په وروستیو کې د روس په پوځي مشرتابه سختې نيوکې کړې وې.

د وېګنر ملېشې مشر يوګيني پرېګوژين نن د خالي/ شنبې په سهار يو ويډيو پېغام کې ويلي، د روس پوځ ته د تاوان اړولو دپاره هر څه کولو ته تيار دي او که په لار کې یې څه هم راغلل تباه کوي یې.

وېګنر ګروپ د روستوف ښار د پوځي مرکز په ولقه کې اخستو وروسته د ښار چارواکو خلکو ته لار ښوونه کړې په کورونو کې دې پاتې شي او د ښار مرکز ته د تلو څخه دې ډډه وکړي.

د روسي پلازمينې ماسکو مېر يا ښار وال اعلان کړی په ښار کې د ترهګرۍ د جرړو ويستو دپاره اقدامات کولی شي او په مختلفو ځايونو کې چيک پوستې جوړول کيږي.

يوګيني پرېګوژين د جمعې په ورځ ويلي وو، د روس د پوځ جنرل سټاف ویلري ګريسيموف په امر د وېګنر ګروپ کېمپ د راکټو او هيلي کاپټرو د لارې په نخښه کړی شوی دی.

هغه تور لګولی جنرل ويلري او د دفاع وزیر سرګۍ شويګو ترمنځ په خبرو کې د وېګنر تباه کولو پرېکړه شوې ده. خو د روس د دفاع وزیر د وېګنر دعوې رد کړي دي.

[ خبر د اې پي، رايټرز او اې اېف پي په معلوماتو راجوړ کړی شوی دی].