مردان کې 18 کسان سختې ګرمۍ مړه کړي دي

دصحت محکمې چارواکي وایي دخېبر پښتونخوا صوبې په دویم لویې ښار مردان کې دسختې ګرمۍ دلاسه په دوؤ ورځو کې 18 کسان مړه شوي دي.

دمردان میډیکل کمپلیکس هسپتال ډپټي ډایریکټر ډاکټر فرحان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل په مړو شوؤ کسانو کې زیاتره دپاخه اؤ زوړ عمر ښځې اؤ سړي وؤ چې د زیاتې ګرمۍ توان یې نه دی راوړی اؤ په هسپتال کې یې ژوند دلاسه ورکړی دی.

هغه وویل په 23م اؤ 24م جون هسپتال ته داسې ګڼ شمیر ناروغان ور وړل شوي وؤ چې هغوي ګرمۍ وهلي وؤ اؤ په دغو ناروغانو کې بیا په یوه ورځ 10 اؤ په بله ورځ اته کسان مړه شوي دي.

ډاکټر فرحان وایي کوم کسان چې هسپتال ته دعلاج لپاره ور وړل شوي وؤ هغوي کې د زیاترو عمرونه زیات وؤ یا هغه کسان وؤ چې وړاندې نه هم په بیلابیلو ناروغیو اخته وؤ اؤ کله چې دوي بیا ګرمۍ وهلي دي نو توان یې نه دی لرلی اؤ مړه شوي دي.

نوموړي وویل په 23م اؤ 24م جون دسختې ګرمۍ دلاسه دومره زیان ناروغان دمردان میډيکل کمپلیکس هسپتال ته ور وړل شوي وؤ چې دهغوي دپاره یوه بیله خونه یا وارډ ځانګړی کړل شوی ؤ .

دهغه په وینا ، په 25م جون چې بیا باران وشو اؤ موسم لږ سازګار شو نو دهغې نه وروسته ورته د هیټ اسټروک یا جل وهلو کیسونه هسپتال ته نه دي ورغلي او وایي دا مهال په هسپتال کې یو داسې ناروغه هم نه لري چې دګرمۍ دلاسه یې ژوند په خطر کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په 22,23 اؤ 24م جون دخېبر پښتونخوا زیاتره سیمو کې دحرارت درجه 44 سینټي ګریډ ته ختلې وه خو دموسمیاتو محکمې بیا ویلي وؤ چې دغه ګرمي د50 سینټي ګریډ درجه حرارت برابر محسوسېده.

په سوشل میډیا پېښور،چارسده اؤ بنو نه هم دګرمۍ دلاسه دیو شمیر کسانو د مړینې ناتاییده خبرونه مخې ته راغلي وؤ.

د جل علامې څه وي؟

د ډاکټرانو د وینا مطابق په زیاته ګرمۍ کې چې دبدن اوبه کمې شي نو بنده دهیټ اسټروک یا جل ښکار کیږي اؤ دهغه وجود خپله دحرارت درجه نه شي کنټرول کولی.

په هیټ اسټروک کې د وجود د حرارت درجه تر40 ډګري سینټي ګریډ په بره ځي چې په عام حالت کې دا تر 37 درجو وي.

ډاکټران دا هم وایي که د جل وهلو په صورت کې یو تن په سمدستي توګه ډاکټر ته رجوع وکړي نو ژوند یې په اسانه بچ کیدی شي خو که وخت پرې تېر شي نو د زړه دحرکت بندیدو ترڅنګ ورته یو شمیر نور دسنګین نوعیت تکلیفونه پیدا شي اؤ ژوند یې په خطر کې پریوځي.

ډاکټران دهیټ اسټروک یا جل علامیې داسې ښایي چې په دې کې دیو بنده زړه راتنګ وي،سر پرې تاویږي،زړه ورته ویشیږي یا خرابیږي،دسختې ګرمۍ باوجود پرې خوله نه راځي،رنګ یې زیړ تښتي،په بدن کې ستړیا محسوسي اؤ سترګې پرې تورې،تورې کیږي.

ډاکټران وایي کله چې دا علامات سنګین حالت ته رسي نو بیا دبنده څرمنه اوچه شي،الټیانې کوي،د زړه درزا یې تیزیږي،ساه یې بې واره شي اؤ بې هوشي پرې راځي