دنړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ دمامورینو په کچه د درېوو اربو ډالرو د"سټېنډ باي ارېنجمنټ" تړون وشو چې له مخې به یې نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته درې اربه ډالر ورکوي.
د قابو اتوؤ میاشتو نه د ځنډ ښکار دا تړون د آی ایم ایف د اجرایه بورډ لخوا دمنظورۍ ورکولو سره مشروط کړل شوی دی اؤ آی ایم ایف پخپله اعلامیه کې ویلي دي چې د ددغه ادارې د اجرایه بورډ لخوا ددې تړون د منظورۍ ورکولو امکان د جولایي د میاشتې په نیمایي کې دی.
د آی ایم ایف اعلامیه کې ویل شوي چې د سټېنډ باي تړون له مخې پاکستان ته ورکړل کیدونکې پیسې به ددغه هیواد د بهرني فشار سره د مخ معیشت په باثباته کولو کې مرسته وکړي.
په دې وروستیو کې دپاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې بېخي کمې پاتې شوي دي اؤ پاکستان د بهرنیو ادایګیانو په کولو کې د یو لړ مشکلاتو سره مخ دی.
د آی ایم ایف اعلامیه کې ویل شوي چې دا تړون به په پاکستان د بهرنیو اداییګیانو فشار کم کړي اؤ د تړون له امله به سماجي څانګه کې د پنګو فراهمي یا شتون غوره شي اؤ هم به پاکستان کې د ټیکسونو امدن پراختیا ومومي.
اعلامیه کې ویل شوي د ټیکسونو د امدن سېوا کیدو سره به د ولس د ترقۍ لپاره پنګې زیاتې شي اؤ ددې تړون د لارې به د توانایۍ اصلاحات باوري شي .
د آی ایم ایف مشن ترمخې دا تړون به میکرو اکنامک (د عمومي اقتصادي عواملو لکه د سود نرخ او ملي تولید) د استحکام پر ځای ساتلو، ګڼ اړخیزه اؤ دوه طرفه شراکت دارانو څخه دمالیاتي کومکونو په لړ کې د یو کاري چوکاټ رامنځته کولو لپاره دچارواکو د عاجلو هڅو ملاتړ کوي.
د آی ایم ایف په ویبپاڼه خپره اعلامیه کې ویل شوي دا نوی سټېنډ باي تړون به دپاکستاني ولس د اړتیاوو په ترسره کیدو کې د ملکي امدن د غوره کیدو اؤ په محتاطو لګښتونو د عملدرامد د لارې د ټولنیزو اؤ پرمختیایي اخراجاتو لپاره ځاي هم پیدا کوي.
آی ایم ایف ویلي پاکستان ته په ورپېښو موجوده چېلنجونو دقابو موندلو لپاره په باثباته تګلاره عملدر امد مهم ارزښت لري.
د رایټرز خبري ادارې د رپورټ له مخې په نهو میاشتو کې پاکستان ته ورکړل کیدونکې دا درې اربه ډالر دپاکستان دهیلو نه سیوا دي ځکه چې پاکستان په کال 2019م کې آی ایم ایف سره 6.5 اربو ډالرو د پور کوم تړون کړی ؤ ،اوس یې یوازې هغې کې دپاتې دوه نیم اربو ډالرو انتظار کولو چې دهغې تړون موده هم نن دجمعې په ورځ سرته رسېدلې ده.
د آی ایم ایف په ویبپاڼه د ورکړل شوؤ معلوماتو له مخې د "سټېنډ باي ارېنجمنټ" مطلب دا وي چې دلنډې مودې دمالي کومک دلارې دیو هیواد بهرنۍ مالیاتي اړتیاوې پوره کړل شي اؤ په داسې حالاتو کې دکمې امدنۍ دهیوادونو مرسته په هغه صورت کې کولی شي چې هغه خپلې هغه مشکلات له مینځه یوسي چې له امله یې دغه هیواد مالیاتي کومک ته اړ شوی وي.
د آی ایم ایف په ویبپاڼه خپاره معلومات وایي دداسې مالیاتي کومک موده دیو کال نه نیولې تر دوؤ کلونو کیدای شي خو تر دریوؤ کلونو بیا نه شي اوښتی اؤ دا پیسې بیا د درې نیمو کالو نه دپینځوؤ کالو موده کې ستنول وي.