سیګار او ملګري ملتونه وایي طالبان د مرستو په چارو کې زیاتې لاسوهنې کوي او له ستونځو سره یې مخ کړې دي

واشنګټن ــــ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې څارونکې ادارې سیګار د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو رسوونکو ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت په زیاتېدونکي ډول د لاسوهنو خبر ورکړی دی.

سیګار د پنجشنبې- زیارت په ورځ په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، ملګرو ملتونو د تېر 2022 کال د نومبر له 16مې د روان 2023م کال تر فرورۍ پورې د بشري مرستو رسوونکو ادارو په چارو کې د 494 لاسوهنو په اړه رپوټ ورکړی دی.

سیګار ویلي، ملګرو ملتونو د 2021م نومبر او 2022م کال د فرورۍ تر منځ موده کې 153 دغسې پېښې ریکارډ کړې وې.

د طالبانو حکومت تر اوسه د سیګار دغه رپوټ ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو تر دې مخکې چې د مرستو په چارو کې د دوی د لاسوهنې رپوټونه خپاره شوي وو نو هغه دعوې یې رد کړې وې.

د افغانستان د بیارغونې څارونکې امریکايي ادارې ویلي، ملګرو ملتونو تېر کال د مرستو رسوونکو ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت 84 بېروکرېټیک خنډونه، لاسوهنو او د مرستو رسونې له ادارو سره د تړون د لاسلیکولو په برخه کې د فشار اچولو په اړه پېښې ریکارډ کړې دي.

سیګار ویلي دا تړونونه "د غیرسرکاري ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د برخې اخیستلو لکه د طالبانو د چارواکو سره د معلوماتو د شریکولو، د همغږۍ د پلان جوړولو او د پلان د عملي کولو په برخو کې د همغږۍ راوستلو" اړوند مسایلو په اړه شوي دي.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره ایف اې او وايي، د طالبانو بېلابېلو فرمانونو په تېر څه باندې یو نیم کال کې د مرسته کوونکو ادارو چارې له سختو ستونځو سره مخ کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ټرینچرډ وايي، د 2021م کال له دسمبر راهیسې د طالبانو څه باندې 173 فرمانونو په افغانستان کې د مرستو چارې سختې اغېزمنې کړې دي.

ښاغلي ټرینچرډ د پنجشنبې- زیارت په ورځ له وي او اې سره په مرکه کې ویلي، "د کار په لحاظ افغانستان یو ستونځمن ځای دی، خو ښځې یو مهم رول لوبوي، دوی نه یواځې د ټولنې په کچه نورو ښځو ته بشري مرستې برابروي، بلکې په کورونو کې څاروي ساتي او خپلو کورنیو ته خواړه هم برابروي."

د روان کال د اپرېل په میاشت کې طالبانو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه او دا بندیز ددې سبب شو، چې ملګرو ملتونو د مې د میاشتې تر پینځمې پورې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د مې په دویمه وویل، چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان مېرمنو پر کار له بندیز سره سره به په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د روان 2023 کال د جنورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو رپوټ کې وویل، چې د مرستو رسولو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنو له امله یې 272 پروګرامونه ځنډولي دي.

د طالبانو حکومت د تېر 2022 کال د دسمبر په وروستۍ اوونۍ کې په غیرسرکاري ادارو کې د افغان میرمنو او نجونو په کار بندیز ولګاوه.

طالبانو په روانه جون میاشت کې د تعلیم په برخه کې فعالیت کوونکو نړیوالو ادارو ته امر وکړ، چې تر څو اوونیو پورې دې خپل فعالیتونه وځنډوي. د وروستیو ممکنه لارښوونو له مخې دا منصوبې به د مرستې رسولو ملي ادارو ته وسپارل شي.

سیګار ویلي په تېر 2022م کال کې یې په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو خلاف 30 بریدونه ریکارډ شوي او هم 362 نور د تاوتریخوالي او ګواښونو پېښې یې د مرستو رسولو د کارکوونکو، شتمنیو او بشري مرستو د ادارو خلاف ریکارډ کړي دي.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.