د شپږو هېوادونو خارجه وزیرانې: طالبان دې د ښځو د بشري حقونو او بنیادي ازادیو خلاف پالیسۍ ختمې کړي

واشنګټن ــــ د نړۍ د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانو ښځو خلاف خپلې هغه پالیسۍ او اقدامات بیرته واخلي چې د دوی د بشري حقونو او بنیادي ازادیو مخه نیسي.

د فرانس، جرمني، انډونېشیا، لیکټنسټاین، منګولیا او جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیرانو د جون پر 29مه او 30مه د منګولیا په مرکز اولانباټر کې دوه ورځنۍ غونډه کړې چې پکې یې له نورو نړیوالو مسایلو سره سره په افغانستان کې د ښځو پر حالت هم خبرې کړې دي.

د منګولیا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغو ښځینه وزیرانو د افغانستان په اوسني نظام کې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر، معنا لرونکي او خوندي ګډون غوښتنه کړې ده:

"طالبان دې ژر هغه تګلارې او اقدامات بیرته واخلي چې بشري حقونو او بنیادي ازادیو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي او ترې د خوند اخیستلو مخه نیسي. تعلیم، کار او د ګرځېدو ازادۍ ته لاسرسی او په ولسي ژوند کې بشپړ، برابر او معنالرونکی ګډون د ښځو حق دی او باید ورکړل شي ".

د طالبانو حکومت لا د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو د ښځینه وزیرانو غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو په حکومتي کابینه کې یې نه یواځې ښځې نه شته بلکې نیوکې ورباندې کېږي چې له خپلې ډلې پرته د افغانستان د نورو سیاسي ګوندونو او اقلیتونو استازي هم پکې ګډون نه لري.

دغو ښځینو خارجه وزیرانو د نړۍ له ټولو هېوادونو او نړيوالو تنظیمونو غوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتونو منشور ته په کتو پر طالبانو خپل اغېز استعمال کړي او مجبوره یې کړي چې په بیړه د ښځو خلاف تګلارې ختم کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، طالبان باید د دې خبرې ډاډ ورکړي چې ښځې نه یواځې د افغانستان د سولې په خبرو او د امن په ټینګښت کې برابره برخه ولري بلکې د ټولو څانګو په ګډون د امنیت او پرېکړو کولو پر څوکیو هم د ملکي او یونیفارم لرونکو ښځو شمېر زیات شي:

"د ښځو د مدني ټولنې له تنظیمونو، د ښځو د بشري حقونو له دفاع کوونکو او ښځینه امن راوستونکو سره ملګرتیا پیاوړې کړئ، چې د پرېکړو په بهیر کې د دوی له شاملېدو سره مرسته وشي او هغو ښځو ته په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شي چې له شخړو سره تړلو حالاتو اغېزمنې کړې دي".

د نړۍ د شپږو هېوادونو ښځینه خارجه وزیرانو په داسې وخت له طالبانو د ښځو د حقونو پر ځای کولو غوښتنه کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي، حکومت به یې اسلامي نظام په بشپړه توګه عملي کوي.

طالبانو په خپل تېر حکومت کې هم داسې "اسلامي نظام" عملي کړی وو، چې د ښځو پر تعلیم او کار یې بشپړ بندیز لګولی وو او په اوسني حکومت کې یې هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه او پوهنتونونه بند کړي او په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې یې د ښځو کار یا ډېر محدود کړی یا یې منع کړی دی.

په تېره فرورۍ میاشت کې هم د میونیخ په امنیتي کانفرنس کې د لسو هېواونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه په کلکه غندلي وو او غوښتنه یې کړې وه چې په ولسي ژوند کې له ګډون سره سره دې د بشري مرستو په چارو کې افغانو ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.

طالبانو د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالو اندېښنو ته په جواب کې بیا بیا ویلي، چې ټولو ښځو ته یې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خپل حقونه ورکړي دي او د ښځو په ګډون یې د هیچا له حقونو سرغړونه نه ده کړې.