د بلوچستان وزیر اعلی د اېن اېف سي اېوارډ غوښتنه کړې ده او وایي مرکز دې صوبه سخت غبرګون ته نه مجبوروي

د پاکستان د کړکیچ ځپلې صوبې بلوچستان وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه باید اېن اېف سي اېوارډ وویشي.

پخپل یو تازه بیان کې وزیراعلی بزنجو په وفاق نیوکې کړي دي چې کله یې هم بلوچستان سره خپلې وعدې سرته نه دي رسولې.

تېره میاشت وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان د مالي ستونزو د هواري لپاره یوه با اختیاره کمیټي ټاکلې وه اؤ د دې ترڅنګ یې بلوچستان ته د پي پي ایل د واجباتو لړ کې په سمدستي توګه د 34 اربو روپو ورکولو امر هم کړی ؤ.

خو وزیراعلی بزنجو پخپل بیان کې ویلي دي چې نه خو تر 30م جون بلوچستان ته د پي پي ایل واجبات ورکړل شوي اؤ نه ورته اېن اېف سي کې خپله ټوله برخه ورکړل شوې ده.

این ایف سي ایوارډ څه ته وایي؟

پاکستان کې د کال 1973 د ایین د 160مې مادې له مخې د هیواد صدر هر پینځه کاله وروسته په ملک کې د ټیکسونو اؤ نورو محصولاتو نه د راټولو شوؤ پیسو د ویش لپاره یو کمیشن جوړوي چې هغې ته قامي مالیاتي کمیشن یا نیشنل فنانس کمیشن ویل کیږي.

دغه کمیشن د دې خبرې ټاکنه کوي چې په ملکي کچه راټولو شوؤ پیسو یا امدن کې به مرکزي حکومت څومره د ځان سره ږدي اؤ څومره برخه به په کې صوبو له ورکوي.

خیرات نه خپل حق غواړو

د بلوچستان وزیراعلی ویلي، دوي د مرکزي حکومت نه خیرات نه بلکې خپل حق غواړي اؤ باید نور په سخت غبرګون ښودلو مجبور نه کړل شي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې وزیراعلی بزنجو پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې بلوچستان صوبه د سختو مالي ستونزو سره مخ ده اؤ د دې مسلو بنیادي وجه د همکارۍ نشتوالی اؤ دصوبې وړاندیزونه اؤ ترقیاتي پروژې نظرانداز کول دي.

اېن اېف سي کې د بلوچستان برخه

بزنجو نیوکه کړې وه چې مرکز په این ایف سي ایوارډ کې بلوچستان ته خپله برخه نه ده ورکړې اؤ دغه برخه یې نوره هم کمه کړې ده.

هغه ویلي وؤ د تېرکال په سیلابونو کې دبلوچستان قامي سړکونه اوبو وړي دي خو نیشنل هایي وی اتارټي ددې سړکونو د جوړولو لپاره هیڅ نه کوي.

وزیراعلی ویلي وؤ اسلام اباد د پرله پسې خواستونو باوجود بلوچستان ته خپل اییني حقونه نه ورکوي.

ښاغلي عبدالقدوس بزنجو نیوکه کړې وه چې مرکزي حکومت پرله پسې بلوچستان سره د ستونزو د هواري ژمنې کوي خو په عمل کې بیا دې صوبې ته د خپلو حقونو ورکولو لپاره هیڅ ګام نه اخلي.

وزیراعلی بزنجو د مرکزي بجټ نه د پریکون اعلان هم کړی ؤ اؤ د خپل ګوند په پارلیماني غړو یې ټینګار کړی ؤ چې د بجټ لپاره د اسمبلۍ غونډو کې باید ګډون ونه کړي.

د وزیراعلی لخوا د بجټ اجلاس نه دپریکون له اعلان وروسته د بلوچستان سره تعلق لرونکي پارلیماني هییت سره لیدنه کې وزیراعظم ویلي وؤ چې د بلوچستان ترقي د مرکزي حکومت وړومبۍ ترجیح ده.

وزیراعظم ډلې ته باور ورکړی ؤ چې د بلوچستان ټولې اندېښنې به ختموي اؤ دصوبې د مالي ستونزو دهواري لپاره یې دیوې بااختیاره کمیټۍ جوړولو منظوري هم ورکړې وه چې هغې کې دمرکزي اؤ صوبایي پارلیمان غړي دبلوچستان استازیتوب کوي.

خو وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو پخپل تازه بیان کې بیا په مرکزي حکومت سختې نیوکې کړي چې بلوچستان سره یې د وعدو نه وفا کولو خپل روایت برقراره ساتلی دی.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.