واشنګټن - د کېنېډا د سیکهانو د برادرۍ په سلهاوو غړو د خالي/شنبې په ورځ په ټورنټو کې د هند کونسلګرۍ مخې ته مظاهره وکړه. د هغو د دې احتجاج وجه دا وه چې ویل یې تېره میاشت چې د کېنېډا په وانکوور ښار کې د دوی یو مشر ووژل شو، د هغه د وژنې قضیه ولې روښانه شوې نه ده.
احتجاج کوونکو تور لګولو چې ګني د دغه سیکهـ مشر د وژنې ذمه وار، د هند حکومت دی. هردیپ سینگهـ نېجار د سېکهانو د یوې ګوردوارې مشر و او سیکهانو ته د یو جدا ریاست د جوړېدو دپاره یې چې بېلتون غوښتونکي سیکهان یې خالستان بولي، کمپېن کولو.
د سیکهز فار جسټس په نوم په امریکا کې د یو مېشت تنظیم ترجمان کولجیت سینگهـ اې اېف پي خبري ادارې ته وویل: «کله چې د هند یوه اداره یا نظام یو جرم ترسره کوي، نو په کار ده چې ورنه پوښتنه وشي.»
د هندوستان حکومت هردیپ سینگهـ نېجار یو مطلوبه ترهګر ګرځولی و. هغه د جون په اتلسمه نېټه، په سوري سیمه کې چې د وانکوور یو له مضافاتو شمېرل کیږي، او کېنېډا کې د سېکهانو د آباتۍ یوه لویه سیمه ده، په ډزو ووژل شو.
نېجار دې ته کار کولو چې د سېکهانو دپاره دې د خالستان په نوم یو نوی ملک جوړ کړی شي چې د هند او شاید هم د پاکستان د ځینو سیمو نه راجدا شوی اوسي. د هند حکومت په نېجار دا تول لګولی و چې ګني په هندوستان کې یې ترهګرې حملې کولې، مګر نېجار دا تورونه رد کړي و.
د خالي/شنبې په ورځ ټورنټو ښار کې د مظاهرې په ترڅ کې، احتجاج کوونکو چې اکثره یې نارینه و او زېړې جنډې یې لېږدولې، د خالستان نعره بازۍ یې کولې.
زیاتره یې د ټورنټو د شاوخوا سیمو سېکهان و، خو چې کله د هند د کونسلګرۍ مخې ته ورسېدل، نو شاوخوا پېنځوس تنه سېکهان هلته د هند د حکومت په طرفدارۍ مظاهره جوړه کړې وه.
د ویجی جېن په نوم د هند یو طرفداره مظاهره کوونکي اې اېف پي ته وویل: «دوی دلته یو پوسټر له ځانه سره لري چې وایي هندي سفارتکاران دې ووژلی شي. مونږ فکرمند یو، ځکه دغو ډلو پخوا هم ترهګر کارونه ترسره کړي دي او سیاستمداران یې په اړه څه اقدام نه کوي.»
د دغو دوو ډلو مظاهره کوونکو د بېلولو دپاره د کېنېډا شل تنه پولیس اهلکار د دوی ترمنځ درېدلي و او کله چې یو سیکهـ احتجاج کوونکي غوښتل په زور سره هغې بلې غاړې ته ځان ورسوي، نو پولیسو هغه ګرفتاره کړ.
په وانکوور کې د پردیپ سینگهـ نېجار د وژل کېدو وروستو، د هند او کېنېډا ترمنځ تعلقات د تناو ښکار شوي دي.
نوې ډيلي وخت ناوخت په اوټاوا باندې دا تور لګوي چې ګني په کېنېډا کې د سېکهانو د مظاهرو په کنټرولولو کې نرمي کوي.
د هند د خارجه وزارت ویاند ارېندم باګچي د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل: «مونږ د کېنېډا له حکومته غوښتي دي چې زمونږ د سفارتکارانو د تحفظ دپاره دې ټول ضروري اقدامات ترسره کړي.»
د هند د پنجاب صوبې نه پس، په دنیا کې تر ټولو زیات سېکهان په کېنېډا کې مېشت دي.