د برتانیې عدالت کنټینر کې د 39 ویتنامي کډوالو په مړینه د بشري قاچاق مجرم ته 12 کاله بند سزا اورولې

واشنګټن ــــ په کنټینر کې د ساه د بندېدو له وجې د 39 مهاجرینو مرګ په جرم کې یو بل انساني سمګلر یا قاچاقبر ته د 12 کالو د بند سزا واورل شوه.

د رومانیه یو وګړی چې د انساني قاچاق د یو نړیوالې ډلې غړی وو، د نهې یا سه شنبې په ورځ ورته په لندن کې د دوولس کالو د بند سزا واورول شوه.

دغه 39 کسان په 2019 کې د ویتنام نه په غیر قانوني توګه په ټرېلر کې برتانیې ته وړل کېدل چې په لاره کې یې سا ورکړی وه.

څرګنده دې وي وخت په وخت داسې پېښې مخې ته راځي چې کله په کنټینر او کله په کښتۍ کې انسان د یورپ د تګ په تکل کې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

تېره میاشت هم د یونان په سمندر کې یو کښتۍ ډوبه شوې وه چې پکې 700 کسان ناست وو. د پاکستان د وزیر داخله رانا ثناالله په وینا په دغه کسانو کې 350 پاکستانیان هم پکې موجود وو.

اې پي خبري ایجنسۍ لیکلي چې د برتانیې د مرکزي عدالت جج نیل ګرانهم وویل چې ماریوس میهایي ډرګیچي د قاچاق کوونکي رنګ مرکزي مشر ښی لاس وو چې د هغه کسانو نه یې ګټه پورته کړې وه کوم چې برتانیې ته د رسېدو لپاره لیواله وو.

ډرګیچي چې 50 کلن دی په هغه پینځو کسانو کې شامل دی چې د برتانیې عدالت ورته د د قید سزا په 2021 کې اورولې وه.

د څلور کسانو سزا د 13 کاله نه واخله 27 کاله پورې ده، خو د ګروپ مشر جیورګي نیکا ته یې د 46 کاله سزا اورولې ده.

هم په دغه واقعه کې اتلس نورو کسانو ته په بلجیم کې سزا اورول شوې ده، چې پکې د ویتنام رینګ لیډر ته پنځلس کاله قید سزا هم شامله ده.

ښآغلي ګرانهم وویل، دغه مړو شوو خلکو په ښه طریقه برتانیې ته د رسولو لپاره 130000 پاونډ چې په ډالر کې 16770 جوړیږي ورکړي وو:

"دوي په داسې حال کې مړه شوي چې د هوا د پاره یې په کنټیر کې د سوري کولو کوښښ کوو او ناکامه پاتي شوي وو، د کنټینر دننه ټمپریچر د 100 ډګري سنټي ګرېډ نه اوښتی وو".

ښاغلي ګرانهم وویل چې دغه خلکو ته پته لګېدلې وه چې مړه کیږي او د سا اخیستلو کوښښونه یې کول او دغه هر څه ریکارډ شوي دي په هغه وخت کې چې د خپلو سره یې د رابطې کولې.

حکومتي وکیل وویل، چې د تیښتې کومه لاره نه وه او چا د هغوي چیغې هم نه شوی اورېدلی.

څارنوال بل ایملن د نهې یا سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه مړو شوو خلکو اخیري شېبې به ډېرې سختې په تکلیف کې تیرې شوي وي.

یو ځوانې مور خپلوانو ته پیغام لیکلی وو چې لیږل شوی نه وو. پکې وایي کېدی شي چې هغه هم په دغه کنټینر کې مړه شي ځکه چې نوره سا نه شي اخیستلی.

د اې پي د رپورټ ترمخه په دغه یاد کنټینرکې 39 کسان مړه شوي وو. په دغه کسانو کې 28 سړي 8 ښځې او 3 ماشومان شامل وو.

د دغه کسانو عمرونه د پنځلس نه واخله تر 44 کاله پوری وو او قریبا د نیمایي تعلق د شمالي ویتنام سره وو. په مړو شوو کسانو کې یو د خښتو جوړوونکی، په ریسټورنټ کې کارکوونکی، یو بیوټیشن او دک الج نه فارغ شوي هم شامل وو.

په دغه کنټير کې د مړ شوي پنځلس کلن نوګیان هوي مور او پلار وایي چې کله دوی د دغه واقعې نه خبر شول نو بیخي ورنه سا وتلې وه، د څو اونیو پورې بې حسه پاتې وو او بیا یې یقین هغه وخت راغلو چې د زوی مړی یې ترلاسه کړو.

یاده دې وي چې د فرورۍ په میاشت کې هم په اټلي کې کښتۍ ډوبه شوي وه چې پکې د پېښور تنکې ځوان اذان هم شامل وو. د اذان پلار ډیوه سره په خبرو کې ویلي وو چې څوک غیر قانوني لاره باندې خپل بچي باهر لیږي نو ښکاره ورته مرګ په پیسو اخلي.