د نېټو سرمشریزه: اوکراین په اتحاد کې شامل نه شو خو مشر یې وایي «نېټو اوکراین کونسل» به کیف ور نیژدې کړي

واشنګټن ــــ د امریکا صدر جوبایډن د نېټو سرمشریزې ته د واشنګټن او د ده ایتلافیانو له خوا اوکراین سره د مرستو، د جمهوري قدرونو د تحفظ او د نړیوالو چیلېنجونو په اړه د ګامونو اخیستلو غږ کړی دی.

د لیتوانیا په سر ښار وېلنيس کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې غونډې په پای کې د امریکې صدر جوبایډن د اوکراین په اړه هیله مندي ښکاره کړه او له دې هېواد سره د مرستو جاري ساتلو ډاډ یې ورکړ:

"مونږ به نه ځو، مونږ به نه وروستو کيږو، د اوکراین سره زمونږ ژمنې به نه کمزورې کيږي. د ازادۍ د پاره مونږ نن هم ودریږو، سبا به هم ولاړ یو او تر اخري وخت پورې به ولاړ یو".

صدر بایډن ماسکو ته یو سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په اوکراین د برلاسي کېدلو په اړه روسي صدر ولادیمیر پوټین اوس هم غلط باور لري:

"هغه دا باور نه شي کولای چې دا ځمکه، وطن او راتلونکی د هغوی [اوکراینیانو] دي. دې ټول وخت کې چې څه شوي دي، د هغې باوجود پوټین اوس هم زمونږ په طاقت شک لري. هغه لا تر اوسه بده لوبه کوي".

د نېټو عمومي مشر د سرمشریزې په دویمه ورځ د نېټو اوکراین کونسل جوړېدو اعلان وکړ او د دې شورا د پرانیستنې په مراسمو کې یې وویل چې دا ګام به دواړه لوري سره نیژدې کړي.

ینس سټولټڼبرګ له اوکراین سره د نورو پوځي او مالي مرستو خبر هم ورکړ او ویې ویل، د روس د یرغل خلاف د اوکراین له ملاتړ سره به ډيرې سیمې ازادې شي او په نتیجه کې به یې اوکراین په مذاکراتو کې برلاسی وي.

"له دې وروسته به نېټو او اوکراین په ګډه شورا کې سره یو ځای وي، په بېلابېلو برخو کې به خبرو ته دوام ورکوي او ګډې پرېکړې به کوي. دا نېټو ته د نیژدې کېدو په برخه کې د اوکراین لپاره مهم ګام دی."

صدر جوبایډن د لیتوانیا په سرښار کې د نېټو سرمشريزه غونډه تاريخي بللې، ځکه چې پکې یو وار بیا په نېټو ایتلاف کې د اوکراین د شاملولو مرستې تکرار شوې، خو د اوکراین د غوښتنو باوجود د غړیتوب ورکولو هیڅ کره نېټه او ژمنې نه دي شوې.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي هم د نېټو غونډې په دویمه ورځ لیتوانیا ته ورغلی او د اتحاد له ګڼ شمېر مشرانو سره تر لیدو وروسته یې د غونډې په پای کې وینا کړې ده.

صدر زلنسکي وویل، "زما په خیال زمونږ په اړه د سرمشريزې غونډې په پای کې زمونږ د مشرانو او د امنیتي‌ ضمانتونو په اړه یووالی لیدل شوی.‌ دا د دې سرمشريزې غونډې کامیابي ده".

زلنسکي د مغرب مرستې تر لاسه کولو د پاره تېر کال په ټوله دنیا کې ګرځېدلی دی. واشنګټن کیف ته کلسټر ګوله بارود ورکوي او زلنسکي د دې مرستې دفاع کړې ده.

دا وسله د ناترسه وژنې توان لري‌ او د نړۍ د یو سل شلو نه زیاتو هیوادونو په دې پابندي لګولې ده. صدر زلنسکي غونډې ته وویل:

"روس مسلسل زمونږ په علاقو کې کلسټر وسله کاروي. زمونږ په خاوره جنګ کوي،‌ زمونږ خلک وژني او د ډېرو کلونو راهسې کلسټر وسله يې کارولې ده".

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د نېټو سرمشریزې ته وویل، د ده د هېواد ملاتړ ته دوام ورکول به یې د خلکو ژوند وژغوري. زلنسکي له صدر جوبایډن سره د لیدو په وخت له اوکراین سره د امریکې د 43 ارب ډالرو مرستې مننه وکړه.