د پاکستان د دفاع وزیر ښاغلي خواجه اصف ویلي چې افغان کډوالو ته د پاکستان په خاوره کې د میشته کیدو اجازه ورکول د پاکستان یوه ستره تېروتنه وه اؤ په موجوده وضعیت کې دلته افغان کډوالو ته ورکړل کیدونکو اسانتیاؤ یو لړ اندېښنې پیدا کړې دي.
خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د قایمه کمیټۍ چیرمین اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ بیا وایي، پاکستان کې چې کوم ورانی شوی دا د افغان کډوالو له وجې نه دی شوی بلکې دا د پاکستان د ریاست د هغو پالیسیو نتیجه ده د کومو پالیسیو لاندې چې به دوی د جګړو ټیکې اخستې .
د خالي په ورځ د پاکستان د شخصي ټي وي ایکسپریس نیوز په یو پروګرام کې د خبرو په مهال د دفاع وزیر ویلي "پاکستان تر دې وړاندې هم افغان کډوالو ته د سرپناه ورکولو اؤ د هغوي د کوربه توب نتیجې زغملي دي".
هغه یو ځل بیا افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو د شتون دعوه وکړه اؤ ويې ویل"مونږ افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو اؤ د هغوي د فعالیتونو نه ښه خبر یو ".
تر دې یوه ورځ وړاندې هم د دفاع وزیر خواجه اصف پخپل یو ټویټ کې ویلي وؤ د تېرو څلور یا پینځوؤ لسیزو راهسې د 50 نه نیولي تر60 لکو افغانانو ته پاکستان د ټولو حقونو ترڅنګ پناه ورکړې ده خو د دې برعکس افغانستان هغو ترهګرو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړې ده چې د پاکستانیانو وینې تویوي.
د پاکستان د دفاع وزیر تور لګولی ؤ چې افغانستان نه د ګاونډیتوب، نه د ورور هیواد حق ادا کوي اؤ نه هم د دوحې تړون ته غاړه ږدي.
خو د خواجه اصف دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د وسله والو د شتون تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان که د خپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو باید افغان حکومت یې ورکړي هغوی به پرې اقدام وکړي.
د دفاع وزیر پخپلو تازه څرګندونو کې د عمران خان تیر حکومت د ریاست پرضد په جرمونو کولو تورن کړی دی اؤ ویلي یې دي د پي ټي ایي تېر حکومت کې د افغانستان نه تر دریوؤ لکو زیات کسان راوستی اؤ دلته میشته کړی شول اؤ تر دې دمخه هم پینځه لکه افغان کډوال په پاکستان کې میشت وؤ.
هغه وویل "په تېرو څلور کلونو کې مونږ څه وکړل ؟ اوس به مونږ ته پاکستان کې دافغان کډوالو دستونزې هواری لټول وي "
دهغه په خبره "په ماضي کې یو ځانمرګي برید کې ککړ ترهګر د یو مریض د خدمتګار په شکل کې دلته ناست ؤ اؤ اوس پاکستان کې افغان کډوال هم په دغسې پېښو کې ککړ شوي دي چې دا هیڅکله مونږ ته دمنلو وړ نه ده"
خواجه اصف زیاته کړه هغه کابل ته د خپل سفر په مهال یې خپلې دا اندېښنې دطالب چارواکو سره هم راپورته کړې وې خو وایي له بده مرغه بیا هم پاکستان کې دناامنۍ دپېښو مخه ونه نیول شوه.
"مونږ په لاس کې بیلابیل اپشنز لرو اؤ کابل ته به ددې ستونزو د هواري په لړ کې مونږ سره خبرې کول وي".
خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د قایمه کیمټې مشر ښاغلی محسن داوړ بیا ددفاع د وزیر دې تازه څرګندونو ته خپل غبرګون کې وایي ،د افغانستان د ورانولو کومه ټیکه چې پاکستان اخستې وه اوس د افغانستان د ورانولو ملبه پخپله په پاکستان راغورځېدلې ده.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ وویل د خواجه اصف دا تور بې منطقه دی چې ګنې پاکستان کې د امنیت وضعه افغان کډوالو ته د استوګنې د اجازې ورکول کید له امله خرابه شوې ده.
"حقیقت دا دی چې دلته دا ټولې کیسې د هغه پالیسۍ دلاسه خرابې شوې دي د کومې پالیسۍ لاندې چې دوی د څه د پاسه څلویښتو کالو نه دامریکې په وینا،دهغوي په ډالرو،دسعودي په ریالونو دلته نه جنګ شورو کړو،دلته نه یې خلک بهرتي کول اؤ افغانستان ته بې لیږل اؤ هلته یې میدان جنګ جوړ کړو"
ښاغلی داوړ وایي، د ناین الیون نه وروسته هم دلته دوي(پاکستان) شل کاله ترهګر وساتل،په هغوی یې مصرفونه کول،خوندي ځالې یې ورکړې وې اؤ افغانستان یې پرې ورانولو .
په پاکستان وخت په وخت تر دې وړاندې هم دامریکې، افغانستان اؤ هند لخوا ترهګرو ډلو ته دپناه ورکولو اؤ د هغوي د سرپرستۍ تورونه لګول شوي خو پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې یې تر ټولو زیاتې اؤ درنې قربانۍ ورکړې دي.
محسن داوړ وویل ،کله چې افغانستان په دویم ځل طالبانو ونیولو په هغه وخت کې دلته پاکستان کې ډولونه غږیدل اؤ خلکو خوشحالۍ کولې ،هغه وایي "مونږ په هغه وخت هم دوي ته ویلي وؤ چې دا کیسه به درباندې راګرځي"
"دا هم هغه خواجه اصف ؤ چې کله دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ په دوحه کې مذاکرات کیدل نو ده به ورته ویل چې طاقتونه ستاسو دي خو خدایې زمونږه دی،پرون چې طالب افغانستان ورانولو نو دوي به ورته چړچکې وهلې نن دا هم هغه طالب دی کوم چې پاکستان ورانوي"
د محسن داوړ په خبره په طالبانو کې نه مخکې کوم توپیر ؤ ، نه په کې اوس شته اؤ نه به پکې راتلونکي کې وي
هغه وایي په طالبانو کې دا توپیر دپاکستان ریاست جوړ کړی ؤ چې له دې لارې یې خپلو خلکو ته دوکه ورکوله اؤ ټوله دنیا یې هم په دې خبره تېر ویستله چې دا یو خلک جدا دي اؤ دا بل خلک جدا دي،معنا په افغانستان کې چې کوم خلک(طالبان) لیګیا دي دا جدا دي اؤ پاکستان کې بیا جدا دي .
خو محسن داوړ وایي دوي وړومبی هم یو خلک وؤ اوس هم یو دي اؤ بیا به هم یو وي اؤ نن چې په پاکستان کې دا څه روان دي ، دا مکافات عمل دی ، پرون چې دوي هلته څه کول نن هغه څه په پاکستان کې کیږي.