وایټ هاوس: داسې څه نه ګورو چې ګني افغان کډوال دې په پاکستان کې د ترهګرۍ ذمه وار وي

وایټ هاوس کې د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان، جان کربي

واشنګټن ډي سي (وي او اې) - د امریکا په صدارتي اېوان، وایټ هاوس کې د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي وایي، داسې څه شواهد نشته چې په پاکستان او یا د سرحد په اوږدو کې دې افغان کډوال د ترهګرۍ د اعمالو ذمه وار پاتې شوي وي.

ښاغلي کربي دا خبره په داسې حال کې د وي او اې د خبریال پوښتنې ته په جواب کې وکړه چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو یو لړ غبرګونونه راپارولي دي. پاکستان دعوه کوي چې پاکستان کې د افغان کډوالو موجودیت، هغه ملک کې د عدم استحکام سبب ګرځي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف څو ورځې وړاندې وویل، افغان کډوالو ته د پاکستان په خاوره کې د مېشته کېدو اجازه ورکول، د پاکستان یوه ستره تېروتنه وه.

د نهې/سه شنبې په ورځ چې د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي په وایټ هاوس کې مطبوعاتو سره خبرې کولې، د وي او اې خبریال سید عزیزالرحمن ترې د افغانستان او افغان کډوالو په باب د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.

ښاغلي کربي وویل: «مونږ داسې نښې نښانې نه ګورو چې ګني افغان کډوال دې په پاکستان او یا د سرحد په غاړه د ترهګریزو اعمال قصوروار وي. مونږ د پاکستان شکرګزاره یو چې ګڼ شمېر افغانانو ته یې په داسې وخت کې د سخاوت لاس ورکړی چې هغوی د یو امن او خوندي ځای په لټه کې دي.»

د خالي په ورځ‌ د پاکستان د شخصي ټي وي ایکسپریس نیوز په یو پروګرام کې د خبرو په مهال د دفاع وزیر ویلي "پاکستان تر دې وړاندې هم افغان کډوالو ته د سرپناه ورکولو اؤ د هغوي د کوربه توب نتیجې زغملي دي".

هغه یو ځل بیا افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو د شتون دعوه وکړه اؤ ويې ویل"مونږ افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو اؤ د هغوي د فعالیتونو نه ښه خبر یو ".

د پاکستان د دفاع وزیر تور لګولی ؤ چې افغانستان نه د ګاونډیتوب، نه د ورور هیواد حق ادا کوي اؤ نه هم د دوحې تړون ته غاړه ږدي.

خو د خواجه اصف دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي‌ د وسله والو د شتون تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان که د خپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو باید افغان حکومت یې ورکړي هغوی به پرې اقدام وکړي.

پاکستان دا خبره هم کړې چې که د دوی خلاف د حملو مخه ونه نیول شي، نو د ترهګرو په خلاف به د سرحد پورې غاړې هم اقدام وکړي.

دا چې په دغسې یوه موقع کې به د امریکا دریځ څه وي، په دې اړه د وي او اې خبریال د جان کربي نه پوښتنه وکړه. کربي که څه هم دا ژمنه تکرار کړله چې د "ترهګرۍ جائزو خطرو" په مقابله کې به امریکا د پاکستان سره همکاري وکړي، مګر دا چې که پاکستان د افغانستان دننه څه اقدام وکړي نو په هغه صورت کې به امریکا ورسره د هوایي قوا په برخه کې همکاري وکړي او که نه، په دې اړه یې د څه واضحه جواب ورکولو نه ډډه وکړله.

د وي او اې افغان سروس نه په مننه