په سوشل مېډیا د پروېز خټک په نوي ګوند ګرم بحثونه، د پارلیمان ګڼو پخوانیو غړو دې ګوند کې د شاملېدو دعوې رد کړي

د پاکستان د دفاع پخواني وزیر پرویز خټک د خپل یو نوي ګوند پاکستان تحریک انصاف پارلمینټیرنیز د جوړولو اعلان کړی و اؤ دعوه یې کړې وه چې دپارلیمان د پخوانیو 57 غړو مرسته ورته ترلاسه ده خو په سوشل مېډیا د پرویز خټک دغه دعوه بې ځایه بلل شوې ده .

پرویز خټک چې د ګل- دوشنبې په ورځ د پارلیمان دپخوانیو غړو کوم نومونه یاد کړي وؤ چې ګنې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند نه دده نوي ګوند ته اوښتي دي هغې کې هم قابو 12 د پارلیمان پخوانیو غړو سپیناوی کړی دی چې اوس هم د عمران خان سره ولاړ دي اؤ د پروېز خټک ګوند ته نه دي اوښتي.

په پرویز خټک اؤ ملګرو یې په ټولنیزو رسنیو کلکې نیوکې روانې دي چې ګنې د استخباراتي شبکو اؤ پوځ په وینا یې نوی ګوند جوړ کړی دی چې مقصد یې صوبې نه دعمران خان دتحریک انصاف ګوند ختمول دي.

خو څېړونکي وایي پرویز خټک که هر څو د تحریک انصاف ګوند پخواني پارلیمان غړي ځانته رامات کړي خو ووټران اوس هم د عمران خان دګوند سره ولاړ دي اؤ پرویز خټک یې ځانته نه شي راماتولی.

د پروېز خټک د نوي سياسي ګوند اعلان پرون په پېښور کې په یو شخصي شادي هال کې په داسې حال کې شوی ؤ چې میډیا میډیا ددغه نوي ګوند غونډې ته نه وه پرېښودل شوې .

هغه سره په نوي ګوند کې دخېبر پښتونخوا پخوانی وزیراعلا محمود خان اؤ دپارلیمان ځینې نور مهم پخواني غړي هم شامل شوي چې پرونۍ غونډه کې دپروېز خټک ترڅنګ لیدل شوي.

وروسته دګوند په خپره شوې اعلامیه کې پروېز خټک دعوه کړې وه چې 57 دپارلیمان پخواني غړي ورته دتحریک انصاف ګوند نه را اوښتي اؤ نور هم راوي.

خو ددغه اعلامیې دخپریدو له دوه ساعته نه وؤ تېر چې دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ یو شمیر پخوانیو غړو په سوشل میډیا دسپیناوي بیانونه اؤ ویډیوګانې خپرې کړې چې دوي اوس هم دعمران خان سره ولاړ دي اؤ دپروېز خټک نوي ګوند کې نه دي شامل شوي.

دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې دپرویز خټک په مشرۍ دنوي ګوند جوړښت ته خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي "خره هم هغه دي صرف کتې یې ورله بدلې کړې،دا هم هغه ډله ده د چا له وجې چې پښتونخوا نه صرف 900 اربو نه زياته قرضدارې شوه بلکې په آیيني او انتظامي توګه هم تباه شوې ده- پښتنو چې نور پرې دهوکه نه شئ"

دعمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند دعوه کړې ده چې دصوبایي اسمبلۍ دوه پخواني غړي ملک واجد اؤ ارباب وسیم پرون د دوؤ ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارل شوي وؤ خو وایي هغوي دواړه هم دپرویز خټک دګوند غونډې ته بوتلل شوي دي.

خبریال اصف نثار غیاثي په ټویټر پوښتنه کړې ده د پي ټي ایي پارلیمنټیرینز جوړښت ناکام شوی دی؟

هغه وايي "دغه ګوند دعوه دپارلیمان د 57پخوانیو غړو دملاتړ کړې ده،خو نومونه یې د 27 مخې ته راوړي دي اؤ په هغې کې هم 12 غړو په څو ساعتو کې دننه تردید وکړو "

خبریال سید وقاص شاه هم دپرویز خټک په مشرۍ دنوي ګوند په جوړیدو په ټولنیزه رسنۍ ټویټر پوښتنې راولاړې کړي دي.

هغه لیکلي "زیات زور د پي‌ ټي ایي دمشرانو (داسمبلۍ دغړو) په راماتولو لګولی شي ولې اصل سوال خو د ووټرانو د راماتولو دی ،ایا هغوي(ووټران) تر اوسه مات کړل شوي دي"

هغه دا پوښتنه هم کړې ده چې ایا پي ټي ای به الیکشن کې برخې اخستو ته نه پرېښودل کیږي اؤ یا ترڅو چې دا کار نه وي شوی نو ایا الیکشن به نه کیږی؟

خبریال محمد فهیم وایي صالح محمد، شاه فیصل، ملک واجد اؤ ارباب نیسم ګرفتار دي خو هغوي هم دپرویز خټک غونډې ته رسیدلي دي.

په ټویټر نوموړي لیکلي چې ګوند بدلول دهر چا حق دی خو د دارو لخوا دومره سپکاوی کول هم هسې دخندا خبره ده.

پرویز خټک چې دتحریک انصاف ګوند دکومو پخوانیو پارلیماني غړو خپل ګوند کې دشاملیدو دعوه کړې وه هغې کې تر اوسه وزیر زداه،اعظم خان،عزیز الله ګران ،مصور خان،افتخار مشواڼي،ضیاء الله بنګش،نوابزاده فریدصلاج الدین ، مشتاق غني اؤ ځینو نورو په ټویټر خپلو وضاحتي ویډیوګانو کې ویلي چې هغوي دعمران خان تر شا ولاړ دي اؤ دپرویز خټک ګوند کې نه دي شامل شوي.

دعمران خان په تېر حکومت کې پرویز خټک ددفاع وزیر اؤ تر هغې وړاندې دخېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا پاتې شوی خو په دې وروستیو کې چې دنهم مې دپېښو نه وروسته ګڼ شمیر مشران دتحریک انصاف ګوند نه جلا شول نو پي ټي ایي په پرویز خټک تور لګولی ؤ چې هغه دګوند نه دخلکو اړولو هڅه کوي اؤ په دغه تور یې بیا پرویز خټک له ګونده ویستلی ؤ.