واشنګټن ـــ د 2021م کال په اګست میاشت کې چې د تېر افغان حکومت تر سقوط وروسته د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه په بیړه له افغانستانه ووتل، ډېرې وسلې یې پاته شوې او د طالبانو لاس ته ورغلې چې اوس له دې هیواده بهر لیدل شوې دي.
یو اسرایلي کمانډر د نوم نه ښکاره کولو په شرط تېره میاشت نیوزویک مجلې ته ویلي، چې په افغانستان کې نیول شوې د امریکې یوه اندازه سپکې وسلې د غزې په پټۍ کې د فلسطینیانو لاس ته ورغلې دي.
په تېرو میاشتو کې په رسنیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې په افغانستان کې د امریکا د پاته شویو وسلو یوه اندازه ګاونډي پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته هم په قاچاقي ډول وړل شوې ده.
د رپوټونو له مخې طالبان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاته شویو وسلو له غیرقانوني تجارته ګټه تر لاسه کوي او ځینې څیړونکي وایي چې طالبان اوس د وسلو د تور بازار کنټرول په لاس کې لري.
خو طالبانو دا دعوې په کلکه رد کړې دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر 10مه د وسلو د قاچاق په اړه یو رپوټ ته په جواب کې پر ټویټر د امریکايي ځواکونو د پاته شویو وسلو په قاچاق کې د طالبانو لاس لرل رد کړل. مجاهد لیکلي وو:
"حقیقت دا دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د اسلامي امارت تر بشپړ کنټرول وروسته ټول سامان او [پوځي] ګاډي په ډیپوګانو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نه شته چې یوه وسله هم قاچاق یا خرڅه کړي".
دا دروغ دي.
پر دې باوجود چې طالبانو د امریکايي وسلو په ذخیرو باندې خپل کنټرول زیات کړی، خو رپوټونه وايي د طالبانو غړي په مخامخ ډول د وسلو په تور بازار کې د امریکايي وسلو په خرڅلاو کې لاس لري.
امریکايي ځواکونه چې د 2021م کال په اګست کې تر دوو لسیزو جګړې وروسته له افغانستانه ووتل ورسره افغان امنیتي ځواکونو هم سقوط وکړ دې کار پر هېواد واکمن شویو طالبانو ته موقع په لاس ورکړه چې زیاته اندازه سپکې وسلې او نور پوځي وسایل تر لاسه کړي.
د امریکا د دفاع وزارت د 2022م کال په اګست کې اټکل کړی وو چې "د تېر افغان حکومت د ړنګېدو په وخت په دې هیواد کې د 7.12 ارب ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې موجودې وې، چې زیاته برخه یې طالبانو ته په لاس ورغله. په دغو کې پوځي الوتکې، موټر، وسلې او نور پوځي سامانونه شامل وو".
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د 2021م کال په نومبر کې په کندهار کې د وسلو له ډیلرانو سره خبرې کړې وې او لیکلي یې وو چې هغوی په ښکاره امریکايي وسلې خرڅولې، وایي په دغو وسلو کې ځینې د طالبانو جنګیالیو ته په لاس ورغلې وې.
په کندهار کې دغو د وسلو خرڅوونکو ویلي، طالبانو خپلو ځینو وسلوالو ته اجازه ورکړې چې کولای شي هغه سپکې وسلې وپلوري چې د تېر افغان حکومت له امنیتي ځواکونو یې د پوځي مرکزونو د نیولو پر مهال تر لاسه کړې دي. وایي ډېرې نورې ضبط شوې وسلې د طالبانو کمانډرانو ته وسپارل شوې.
د 2021م کال په ستمبر کې اې ایف پي خبري ایجنسۍ د کندهار د یوه وسله پلورونکي مرتضی له خولې لیکلي وو:
"موږ دا ټول شیان له طالبانو هغه وخت اخیستي چې دوی د افغان پوځ مرکزونه نیولي وو. اوس موږ دلته بازار ته د پلورلو لپاره راوړي دي".
نیویارک ټایمز ددغو ډیلرانو له خولې ویلي، ډېرې پلورل شوې امریکايي وسلې ډیلرانو پاکستان ته هم قاچاق کړې دي. په کندهار کې مېشت د طالبانو یو پخواني قومندان ویلي چې ده د وسلو یو پاکستانی ډیلر د وسلو یو سوداګر ته وروستی وو چې په تمانچو، توپکو، د شپې لیدونکو عینکو او نورو امریکايي وسلو پسې ګرځېده.
رپوټونه وایي چې دغسې وسلې او پوځي سامانونه له طالبانو سره تړلو هغو وسلوالو لاس ته هم ورغلې دي چې د پاکستان د حکومتي او پوځي ځواکونو په خلاف جنګېږي.
د ازاد یورپ رېډیو د روان کال په مارچ کې په یو رپوټ کې وویل، چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسلوالې ډلې ایم-16 مشینګن ټوپک، ایم-4 ټوپکونه، د شپې لیدونکې عینکې او د مخابراتو پوځي وسایل تر لاسه کړي دي.
د روانې میاشتې په پیل کې په جنېوا کې یوې څېړنیزې ادارې «د سپکو وسلو سروې» او د افغانستان د سولې څار په نوم په امریکا کې کارکوونکې ادارې یو ګډ رپوټ چاپ کړ چې پکې یې ویلي وو، د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسلو اخیستل او پلورل روان دي.
افغان پیس واچ یا د افغانستان د سولې څار ادارې د 2022م کال په وروستیو کې په هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې څېړنه کړې وه او په دې اړه یې د وسلو له قاچاقبرو، وسلوالو طالبانو، د طالبانو له ځایي چارواکو او د تېر افغان حکومت له کارکوونکو سره خبرې کړې وې.