د عمران خان خلاف د غېرشرعي نکاح قضيه د اورېدنې وړ ګرځول شوې

د اسلام اباد يو عدالت د عمران خان د غېرشرعي نکاح خلاف قضیه د اورېدنې وړ ګرځولې ده. د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د اسلام اباد د سېشن عدالت عمران خان او بشرا بي بي په 20مه جولای عدالت ته طلب کړي دي.

د عمران خان د نکاح په حواله د اسلام اباد سېشن عدالت ته د محمد حنيف په نوم تن خواست کړی وو، چې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت خلاف وه.

په ياده قضیه کې د اپرېل په میاشت کې د عمران خان او بشرا بي بی نکاح تړونکي مفتي محمد سعيد عدالت ته په جمع کړي حلفيه بیان کې ويلي وو، "که د شرعي او قانوني نظره وکتل شي نو د عمران خان د کال 2018م د لومړۍ جنورۍ نېټې والا نکاح غېرشرعي او غېر قانوني وه".

هغه وخت د عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي لخوا دغه بيان ته سمدستي کوم غبرګون مخې ته نه وو راغلی خو د 2018م کال د ستمبر په میاشت کې بشرا بي بي د پاکستاني ټي وي [هم نيوز] سره په مرکه کې ويلي وو چې "هغه کله د کوره وتله نو لومړی یې عدت پوره کړی وو او ښايي اووه میاشتې وروسته یې واده کړی وو".

عدت څه وي؟

مولانا ډاکټر قاسم محمود وايي، "يو سړی چې زنانه له طلاق ورکړي يا یې خاوند مړ شي، نو دغه ښځې له د طلاق يا د خاوند مړ کېدو نه پس شريعت دغه ښځې له يو حد مقرر کړی دی چې درې ماهواريانې يا درې ځله یې حېض وشي د هغې وروسته به بيا بل ځای نکاح کوي. دغو درېو ماهواريانو ته په شريعت کې عدت وايي او شريعت ښځې د دې پابند کړي دي چې عدت به تېروي او بیا به بل ځای نکاح کوي".

په عدت کې نکاح ولې نه شي کېدی؟، مولانا قاسم محمود وايي "يو خو دا د دين اسلام حکم منل دي، خو بل لور ته نکاح د ښځې او سړي خواهشات پوره کېدل نه دي بلکې د دې نه يو مستحکم خاندان او وروسته نسب چلول هم مقصود دي".

هغه زیاته کړه "عدت ځکه ضروري دی چې د مخکني مېړه سره د ښځې څومره وخت تېر شوی يا یې کوم تعلق وو، په درېو ماهواريانو کې به هغه هر څه پاک شي او ښځه بيا د بل نکاح جوګه شي".

د عمران خان ودونه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکيني وزيراعظم لومړی واده په 1995م کال له یوې بریتانوۍ مېرمنې جمایما خان سره کړی وو، چې د هغې نه یې دوه زامن دي. دویم واده یې په جنورۍ 2015م کال له یوې پښتنې جرنلسټې ریحام خان سره کړی وو، خو کال یې نه وو پوره چې سره بېل شوي وو.