پېښور کې په پولیسو د ترهګرو برید کې دوه عسکر وژل شوي، دوه ژوبل

دخېبر پښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې ترهګرو په پولیسو برید کړی چې دپولیس چارواکو له مخې په دې برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د څلېریشتو ساعتو دننه پېښور کې په امنیتي ځواکونو دترهګرو دا دویم برید دی چې پولیسو اؤ دایف سي ځواکونو ته پکې درنه مرګ ژوبله ښتی ده.

دپېښور پولیسو د بیان له مخې دا پېښه تېره شپه د ریګي پولیس تاڼې په انټري چپک پواینټ سبحان شیر چوک کې شوې ده.

په ټویټر دپېښور ضلعي پولیسو پخپله رسمي پاڼه لیکلي په چیک پواینټ پولیس عسکر نورالحق،فیرزو،واجد اؤ سیار ډیوټۍ ته ولاړ ؤ چې نامعلومو کسانو پرې ناتاره ډزې کړې دي.

پولیسو پخپل بیان کې ویلي په دې برید کې د فرمان اؤ واجد په نومونو دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور عسکر سیار اؤ فیروز زخميان شوي دي.

پولیسو منلې ده چې په ژوبلو کې یو هم د یو عسکر حالت مرګونی دی.

په تېرو څلېرو ساعتو کې پېښور کې په امنیتي ځواکونو دا دویم برید دی چې پولیسو اؤ دایف سي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې دپېښور‌ په حیات اباد سیمه کې دایف سي عسکرو په ګاډي ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې د ځانمرګي حمله کوونکی او یو بل تن وژل شوي او اووه نور کسان زخمیان شوي وؤ.

ریګي سیمه کې په پولیسو دترسره شوي تازه برید ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو تېره ورځ حیات اباد کې دشوي ځانمرګي برید پړه نوې جوړې شوې وسله والې ډلې تحریک جهاد پاکستان منلې وه.

په دي وروستیو وختونو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په پوځ، اېف سي او پوليس دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې امنیتي ځواکونو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا پوليس وویل چې د سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

د صوبې پولیسو د روان کال د لومړو شپو مياشتو په جاري رپورټ کې ویلي، پولیس به په صوبه کې د امن په وړاندې هیڅ ډول خنډ ونه زغمي.

په پولیس رپورټ کې زیاته کړل شوې، سي ټي ډي پولیس 434 داسې ترهګر نيولي چې د 26 په سرونو قيمتونه مقرر وو.
په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګي بريد شوی د 80 نه زیات کسان پکې وژل شوي زياتره یې پوليس وو.

يوه اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي پوليس مشر شوکت عباس په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، پېښور کې د عالمانو، سيکانو او عيسايانو سره د يو شيعه مسلمان د وژنې په هدفي پېښو کې داعش ډله ککړه وه، د يادې ډلې يو غړی وژل شوی او يو نيول شوی دی.

د صوبې د پوليس مشر [آی جي] اختر حیات خان په يوه غونډه کې ګډون کوونکو پوليسو ته لارښوونه کړې چې د قانون نافذونکو ادارو سره نزدې اړيکه ساتي، او په صوبه کې د ناامنۍ جوړونکو ضد سخته کارروايي وکړي.