واشنګټن - د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري وایي چې پاکستان اوکراین ته وسلې یا ګوله بارود نه ورکوي او اسلام آباد غواړي چې د اوکراین شخړه په پرامن طریقې سره حل شي.
بلاول بوټو زرداري دا خبرې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د اوکراین خارجه وزیر دمیټرو کولیبا سره په یو مشترک خبري کنفرنس کې وکړې.
په دې کنفرنس کې چې کله د پاکستان خارجه وزیر څخه، اوکراین ته د مبینه وسلو ورکولو د اطلاعاتو په باب پوښتنه وشوه، نو ښاغلي بوټو زرداري هغه خبرونه بې بنیاد وبلل.
بلاول بوټو زرداري وویل، کله چې د روس او اوکراین جګړه پیل شوه، پاکستان د خپل اصولي موقف په پام کې نیولو سره د اوکراین سره هېڅ قسمه دفاعي معاهده لاسلیک نه کړه.
د اوکراین خارجه وزیر ډمیټرو کولیبا هم د خپل پاکستاني هم منصب خبرې تصدیقې کړلې او ویې ویل چې د اوکراین او پاکستان ترمنځ د وسلو فراهم کولو هېڅ کومه بین الحکومتي معاهده موجوده نده.
د دې باوجود، د اوکراین خارجه وزیر وویل چې هغه غواړي پاکستان د اوکراین ملاتړ وکړي.
کولیبا وویل، هغه پوهیږي چې پاکستان د اوکراین د علاقائي سالمیت حمایت کوي.
هغه زیاته کړه، دا پاکستان پورې اړه لري چې د دغسې یو ملک د ملاتړ دپاره کوم چې د یو طاقتوره ګاونډي په خلاف د خپلې خودمختارۍ او علاقائي سالمیت دپاره جنګ کوي، څه قسمه لاره انتخابوي.
د دغه مشترکه پرېس کنفرنس په موقع، د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري وویل، د پاکستان او اوکراین د تعلقاتو یو اوږد تاریخ دی.
د هغه وینا وه چې په دې تعلقاتو کې تجارت، سرمایه کاري، زرعي، دفاعي او ثقافتي تبادلې شاملې دي.
هغه وویل چې د خپل اوکرایني هم منصب سره یې په ملاقات کې، په دوه اړخیزو تعلقاتو او په سیمه ییزو معاملو بحثونه ترسره شول.
ښاغلي زیاته کړه چې پاکستان غواړي د اوکراین سره خپلو تعلقاتو ته لا زیات وسعت ورکړي او په هغو کې تجارتي او اقتصادي تعلقات وړومبۍ ترجیح ده.
د پاکستان خارجه وزیر د اوکراین په اوسني حالاتو باندې د تشویش اظهار وکړو او د خلکو په وژل کېدو او په وړاندې کې د پراته مشکلاتو په اړه یې افسوس وښود.
بلاول بوټو زرداري دا هم یاده کړه چې پاکستان د خپلو معاشي مشکلاتو باوجود، د انساني همدردۍ ترمخه اوکراین ته انساني امداد فراهم کړی دی.
د اوکراین خارجه وزیر په داسې حال کې د پاکستان په دوره تللی دی چې پاکستان باندې دا الزامونه لګېدلي چې ګني د کوم درېیمګړي ملک په ذریعه اوکراین ته وسلې ورکوي.
مګر د پاکستان خارجه دفتر، دغه رپوټونه بې بنیاده ګرځولي او هغه یې رد کړي دي.
(د وي او اې اردو سروس نه په مننې سره)