سپريم کورټ د جسټس قاضي فايز عيسا ضد د بيا کتنې خواست هم خارج کړی

د پاکستان سپريم کورټ د نومول شوي چيف جسټس قاضي فايز عيسا ضد د پاکستان تحريک انصاف په حکومت کې د جمع شوي رېفرنس فېصلې ته د بيا کتنې خواست [کيوريټو ريويو] خارج کړی دی.

اوسني حکومت د مارچ په میاشت کې د جسټس فايز عيسا ضد د کيوريټو ريويو بيرته اخستو حکم کړی وو.

د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه چيف جسټس عمر عطا بنديال پرون د جمعې په ورځ تفصيلي فېصله جاري کړې او ويلي یې دي د پاکستان په قانون کې د کیوريټو ريويو يا عدالتي فېصلې ته د بيا کتنې هیڅ ګنجايش نشته ځکه د جسټس فايز عيسا ضد د کيوريټو ريويو خواست د بیرته اخستو د خواست په بنياد خارجولی شي.

د 2019م د کال د مې په میاشت کې د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د جسټس فايزعيسا ضد صدارتي رېفرنس جمع کړی او تور پرې لګول شوی وو چې هغه په لندن کې د مېرمن او ماشومانو په نوم پټ جايداد ساتلی وو.

خو نوموړي جج دغه تورونه رد کړي او ياد رېفرنس یې په عدالت کې چېلنج کړی وو.

په 2020 کې سپريم کورټ ياد صدارتي رېفرنس رد کړی خو د لسو ججانو په ډله کې اووه ججانو اېف بي ار ته د جايدادونو د پلټنو ويلي وو.

د تحریک انصاف حکومت د نوموړي ضد په دوېم ځل د کيوريټو ريويو خواست کړی او اوسني حکومت تېر کال د ياد خواست بيرته اخستو دپاره بل خواست کړی وو.

په 2021 کې جسټس فايز عيسا دغه قضيه ګټلې او سږ کال د مارچ په مياشت کې وزیراعظم شهباز شريف دغه رېفرنس بې بنياده ګرځولی او په سمدستي توګه د بيرته اخستو امر یې کړی وو.

تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان منلې وه، د جسټس قاضي فايز عيسا پرضد رېفرنس جمع کول یې غلطي کړې وه.

د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د جسټس فايز عيسا خلاف صدر عارف علوي سپريم جوډيشل کونسل ته رېفرنس لېږلی وو.

هم په دغه کال جسټس فايز عيسا ياد صدارتي رېفرنس چېنلج کړی وو. او د 2022م د اپرېل په میاشت کې بیا سپريم جوډيشل کونسل د جسټس عيسا ضد د نورې کارروايۍ ودرولو فېصله اورولې وه.

د جون په میاشت کې د پاکستان صدر عارف علوي د سپريم کورټ د جج جسټس قاضي فايز عيسا د چيف جسټس جوړېدو منظوري ورکړې وه، نوموړی به د 17 ستمبر 2023 څخه د اوسني چيف جسټس عمر عطا بنديال له ريټايرډ کېدو وروسته چيف جسټس وي.