طالبان وایي په لومړي ځل یې په افغانستان کې د انارو تیار شوي جوس امریکا ته صادر کړي دي

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي،د لومړي ځل لپاره دافغانستان نه انارو له اوبو څخه جوړ شوي جوس امریکا ته ولیږلی شول.

پخپل یو لنډ ټویټ کې دشنبې په ورځ دطالبانو دحکومت ویاند لیکلي دانارو داجوس پامیر کوله کمپنۍ جوړ کړي اؤ دافغانستان دهرات ولایت څخه امریکا ته لیږل شوي دي.

هرات د افغانستان په لوېديځ کې له صنعتي ولايتونو څخه دى، چې دمطبوعاتي رپورټونو له مخې شاوخوا 400 صنعتي شرکتونه یا کارخانې پکې فعاليت کوي.

دافغانستان دصعنت اؤ سوداګرۍ د وزارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد وایي چې امریکا ته لیږل شوې دانارو د جوس دې لمړۍ چوپه کې 45ټنه جوس شامل دي.

دافغانستان طلوع ټي وي د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد له خولې خپل رپورټ کې ویلي ددغه کورني توکي صادرات د هېواد د اقتصاد په وده کې یو ارزښتمن ګام دی.

اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته ویلي د پامیر کولا 45 ټنه د انارو جوس، په دوؤ کانټینرونو کې امریکا ته لېږل شوي.

هغه ویلي په همدې ترتیب د څښاکو صادرات قزاقستان او جرمني ته هم لیږل کیږي او په دې برخه کې پراختیايي پروګرامونه دوام لري "چې وکړای شو خپل صادرات نورو هېوادونو ته هم پراخه کړو"

طلوع نیوز پخپل رپورټ کې د انارو د جوسو د جوړونکې کمپنۍ د بازارموندنې دڅانګې دمشر له خولې ویلي، دغه شرکت منځنۍ اسیا، متحده عربي اماراتو او ایران ته هم صادرات لري.

دهرات د ګورنر یا والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس پخپل یو بیان کې ویلي چې هرات نه امریکا ته د جوسو دا لمړۍ چوبه د کراچۍ بندرګاه دلارې لیږل شوې ده.

هغه ویلي امریکا ته دافغان توکو صادرات به دافغانستان په پرمختیا کې مهم رول ولوبوي.

په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر افغان فعالینو دافغانستان دننه دتیارو کړل شوؤ جوسو امریکا ته صادرول یو ډاډمن ګام بللی اؤ ویلي یې دي چې دې سره به دافغانستان اقتصاد پیاوړی اؤ دهیواد دننه به دې جګړه ځپلي هیواد کې خلکو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي.

دهرات نه امریکا ته دا جوس په داسې حال کې لیږل شوي چې تېره میاشت دطالبانو حکومت په افغانستان کې د زرګونو سینګار خونو یا بیوټي پارلرو دتړلو امر کړی چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې دطالبانو دې اقدم سره دافغانستان دننه دلکونو مېرمنو د بې روزګاره کیدو ویرې پیدا شوې دي.

د افغانستان د ښځینه سينګارځایونو د ټولنې مشرې میرمن نادیه سلطاني خبریالانو ته ویلي، په ټول افغانستان کې تر 12 زرو پورې د ښځو سينګارتونونه فعالیت کوي.

په اګست کال2021 کې چې طالبان یو ځل بیا دافغانستان په اقتدار قابض شول نو په دفترونو کې دښځو په کار بندیز ولګولو، نجونه یې د زده کړو نه منعې کړې ، په رسنیو یې یو شمیر بندیزونه پرځای کړل، په سندرو اؤ موسیقۍ یې هم پابندۍ ولګولې .

څیړونکي وایي دافراطي طالبانو د سختو پالیسیو له امله یو شمیر مسلکي کدرونه دافغانستان نه وتلي اؤ ددغه هیواد اقتصاد دومره ځپل شوی چې اوس پکې عامه خواریکښه طبقه په مشکله د دوؤ وختونو ډوډۍ پیدا کولی شي.