واشنګټن – د بشري حقونو د څار یوې ډلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو حقونه باید د هغې ارزونې لومړیتوب وي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا په خپلواکه توګه ترسره کېږي.
دغه ارزونه د افغانستان د ناورین په وړاندې د نړیوال غبرګون لپاره کېږي.
د بشري حقونو څار ډلې یا هیومن رایتس واچ ویلي، دوی خپلې سپارښتنې په ملګروملتونو کې ددغې ارزونې پر مخ وړونکي ناظم فېرېدون سېنېلیوګ ته استولي.
دوی زیاتوي، له نوموړي یې غوښتي چې د افغانانو د بشری حقونو تیري دې راونغاړي او د طالبانو په ګډون ټول هغه دې مسول وبلل شي چې د بشري حقونو په دغو تېریو کې ښکېل دي.
د بشري حقونو څار ډله کې د ښځو د حقونو د برخې مشرې هیدر بار ویلي، "په افغانستان کې د ښځو د حقونو اوسنی حالت په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي ناورین دی."
هغه زیاتوي، "د افغانستان ناورین ډېر لوی دی او د طالبانو ناوړه چلند په ژورېدو دي هغه چې لا مخکې هم د بشري حقونو ناوړه بحران ګڼل کېده."
مېرمن بار نیوکې کړي چې نړیوال غبرګون دوامداره نه دی، بې اغېزې دی او د بشري حقونو په برخه کې کافي تمرکز نه لري او وايي، چې د ملګروملتونو لخوا ترسره کېدونکې ارزونه دې "ناوړه حالاتو" ته ډېر اغیزناکه ځواب ورکولای شي.
د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوتېریش د ځانګړي ناظم په توګه د سېنېلېګو ټاکنه په اپرېل کې اعلان کړې وه او د ترکي حکومت له دغه پخواني لوړ پوړي ډپلوماټ څخه یې غوښتي و چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره دې د اړوندو سیاسي، بشري او پراختیايي ادارو ترمنځ د همغږۍ له لیارې سپارښتنې وکړي.
دغه اقدام د امنیت شورا د مارچ د میاشتې له قانوني مسودې څخه سرچینه واخېسته په کوم کې چې له ملګروملتونو څخه وغوښتل شول چې د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې دې خپله ارزونه وړاندې کړي.
طالبانو وروسته له هاغې په کابل کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په واک باندې قبضه وکړه کله چې امریکا او د ناټو متحدین یې په افغانستان کې له شل کلنې جګړې وروسته ووتل.
سخت دریځو طالبانو له هغې راوروسته له اسلام څخه د خپل نظر لاندې شریعت خلکو ته وړاندې کړی.
وسلوالو طالبانو په افغان انجونو باندې له شپږم ټولګي پورته ښونځي تړلي او له اکثرو کارونو او عامو ځایونو ته له ورتګ څخه یې منعه کړي دي چې په هغو کې پارکونه، جېمونه او عام حمامونه هم شامل دي.
طالبانو همدارنګه ښځې بهرنیو انجیوګانو سره له کار کولو هم منع کړي دي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې تر ۲۸ میلیونو زیات خلک خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
ددغه بندیز له امله د خوړو نړیوالې ادارې یا ډبلیو اف پي په اته میلیونو هغو افغانانو مرسته بنده کړې ده چې د خوراکي توکو مرستې ورسره کېدلې.
سخت دریځو طالبانو د نهې یا سې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ښځو سینګارتونونه هم وتړل د کوم له امله چې په دغه هېواد کې تر ۶۰۰۰۰ ښځو بې روزګاره شوې.
سېنګارتونونه د بې کاره شویو مېرمنو لپاره د روزي ګټلو یواځینۍ مهمې سرچینې پاتې وې.