رانا ثناء الله:پښتونخوا کې ترهګري بیا سر راپورته کوي خو امنیتي ځواکونه یې نوغي ویستو ته چمتو دي

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي خېبر پښتونخوا کې یو وارې بیا ترهګري سر راپورته کوي خو دنوغي ویستو لپاره یې امنیتي ځواکونه په مېړانې سره په عملیاتو بوخت دي.

دپاکستان دجیوز نیوز ټي وي په یو پروګرام کې دخبرو په مهال رانا ثناء الله ویلي داسې نه شي ویل ریاست دترهګرۍ د ناسور دجرړو ویستلو هڅې کوي اؤ په دې لړ کې یې هیڅ کسر نه دی پرېښودی.

دا په داسې حال کې ده چې دملګرو ملتونو دامنیت شورا په یو تازه رپورټ کې ویل شوي په افغانستان کې دطالبانو لخوا په اقتدار راپدیخوا وسله واله ډلې تحریک طالبان پاکستان زړورتیا موندلې اؤ په پاکستان کې یې خپل بریدونه چټک کړي دي.

څېړونکي وایي د مخکې په نسبت اوس پاکستان کې ترهګرې ډلې زیاتې پیاوړې شوې اؤ منظم شوې دي اؤ د ریاست پرضد یې دخپلې جګړې تګلاره بدله کړې ده.

دکورنیو چارو وزیر وویل په ترهګریزو بریدونو کې روزانه زمونږ دامنیتي ځواکونو افسران اؤ ځوانان وژل کیږي خو دهغه وینا وه چې چې بیا هم داسې نه شي ویل کیدای چې ګنې دامنیت وضعه له قابو وتلې ده.

رانا ثناء الله وویل په خېبر پښتونخوا کې ترهګري یو ځل بیا سر راپورته کوي خو امنیتي ځواکونه هم دترهګرو دنوغي ویستو لپاره په مېړانه اؤ نیک نیتۍ سره هره ورځ دترهګرو پرضد عملیات کوي اؤ نه پریږدي چې ترهګر دخلکو امنیت تالا ترغۍ کړي.

دکورنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې پروسکال دنومبر په میاشت کې دتحریک طالبان اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ د اوربند له تړون ماتېدو راپدیخوا په خېبر پښتونخوا بلوچستان ایالتونو کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر پاکستاني پوځیان، دایف سي اؤ پولیسو عسکر وژل شوي دي.

دپاکستان په امنیتي ځواکونو دکیدونکو دې زیاتره بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پغاړه اخلي.

دامنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي په پاکستان کې اوس دمخکې په پرتله ترهګرې ډلې په زیات قوت سره راپورته شوي دي اؤ خپله جنګي تګلاره یې هم بدله کړې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په دې وروستیو کې د وسله والو ګڼ شمیر وړې، وړې ډلې په ټي ټي پي‌ کې شاملې شوي یا د ټي ټي پي سره په همغږۍ خپل فعالیتونه کوي .

خبریال ناصر داوړ وایي د ترهګرو وروستیو بریدونو ته که وکتل شي نو واضحه کیږي چې هغوي اوس د ریاست پرضد خپله جنګي تګلاره بدله کړې ده اؤ مخکې چې به یې په بازارونو یا ولسي مقاماتو کې چاودنې یا ځانمرګي بریدونه کول اوس نیغ په نیغه امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

هغه وایي ، اوس دپاکستان حکومت خپله هم دا خبره مني چې پاکستان کې په ترهګرۍ بوختو وسله والو ډلو ته جدیدې عصري وسلې په لاس ورغلي دي، اؤ په دغو وسلو هغوي ډیر په اسانۍ سره خپل اهداف په نخښه کوي.

دپولیسو اؤ څېړنیزو ادارو رپورټونه ښایي چې د یو کال په موده کې دخېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډیره اسماعیل خان،56 په پېښور،55 په باجوړ اؤ49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي.