پاکستان کې د ټي ټي پي د سیوا شوؤ بریدونو تر شا څه علتونه دي؟

په افغانستان واکمنو طالبانو دملګرو ملتونو دامنیت شورا د څارنې دکمیټې هغه رپورټ رد کړی دی چې پکې ویل شوي،طالبان اوس هم دالقاعده سره اړیکې لري.

طالبان وایي افغانستان کې اوس القاعده هیڅ وجود نه لري اړ دملګرو ملتونو دامنیت شورا دکمیټې روپورټ کې هیڅ حقیقت نه شته.

دسه شنبې-نهې په ورځ دملګرو ملتونو دامنیت شورا رپورټ کې ویل شوي وؤ چې افغانستان په نړیواله کچه دترهګرو لپاره خورا ارزښت لري اؤ دغلته نزدې 20 ترهګرې ډلې په فعالیتونو بوختې دي.

ددې رپورټ د جوړونکو له جملې څخه یو غړي دې لوري ته هم څرګنده اشاره کړې وه چې ددغو ترهګرو ډلو مقصد نورو سیمو کې ته خپل اثر رسوخ غځول اؤ هتله افراطي فکر ته وده ورکول دي.

د رپورټ له مخې افغانستان کې دطالبانو لخوا په اقتدار دقبضې کولو نه وروسته تحریک طالبان پاکستان زړورتیا موندلې ده اؤ دافغاستان سره په پوله پرتو قبایلي ضلعو کې دخپل ځان دمنظم کولو هڅه کوي.

څېړونکي وایي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دکمیټې دا رپورټ دپاکستان له لوري لګول شوؤ هغو تورونو ته تقویت بخښلی دی چې وایي دټي ټي پي وسله وال دپاکستان پرضد بریدونو لپاره دافغانستان د زمکې نه استفاده کوي.

وي او ای اردو پخپل رپورټ کې د دفاعي چارو د څېړونکي بریګیډییر(ر) سید نظیر احمد له خولې ویلي طالبان چې افغانستان کې اقتدار ته ورسیدل نو په وړومبي کال دپاکستان دننه دترهګرۍ پېښو کې 57 فیصدي اؤ په ورپسې کال کې 79 فیصدي اضافه شوې ده.

روانه میاشت بلوچستان کې دترهګرۍ پېښو کې د12 امنیتي عسکرو په وژل کیدو دپاکستاني پوځ مشرتابه افغانستان کې د ټي ټي پي د مبینه خوندي ځالو په شتون اندېښنې ښکاره کړې وې.

د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار په یو بیان کې خبرداری ورکړی ؤ چې داسې بریدونه دمنلو وړ نه دي اؤ دمخنیوي لپاره به یې کوټلي ځوابي کارروایي کولی شي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دطالبانو حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دکوم بل هیواد پرضد وکاروي.

دټي ټي پي له لوري د رسنیو سره د شریکو کړل شوؤ تازه شمیرو له مخې دغه وسله والې ډلې د روان کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې دملک دننه دترسره شوؤ300 نه د زیاتو بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده.

څېړونکي وایي په کال 2014م کې چې پوځ د ټي ټي پي پرضد دضرب عضب په نوم کوم عملیات کړي وؤ هغې کې ټي ټي‌ پي له پښو پریوتې وه خو وروسته بیا د مفتي نور ولي مسید په مشرۍ دې وسله والې ډلې(ټي ټي پي ) ځان بیا منظم کړو.

دخېبر پښتونخوا دکورنیو چارو دمحکمې پخوانی سکتر اؤ څېړونکی سید اخترعلي شاه وي او ای ته وایي افغانستان کې دامریکې اؤ دهغې دایتلافیانو د موجودیت په مهال ټي ټي پي دافغان طالبانو سره اوږده په اوږه جنګیدله.

هغه وایي کله چې ټي ټي پي افغانستان کې جنګیدله نو دپاکستان نه یې پام اوښتی ؤ خو اوس چې بهرني ځواکونه دافغانستان نه وتلي دي نو ټي ټي پي یو وارې بیا خپل ټول پام پاکستان ته ګرځولی دی.

هغه ویلي د ټي ټي پي وسله وال د ډلو په شکل کې دپاکستان دننه بریدونه کوي اؤ ددې مخه نیول دامنیتي ځواکونو لپاره یو ستر چیلنج دی.

دملګرو ملتونو دامنیت شورا دکمیټې رپورټ کې هم ویل شوي چې د ټي ټي پي وسله وال د پولې ترڅنګ سیمو کې د بریدونو ترڅنګ ښاري سیمو کې هم اسان اهداف په نخښه کوي.

طالبانو په دې نزدې وختونو کې زیاتره دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو بریدونه کړي دي اؤ هغوي ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

څېړونکی سید اخترعلي شاه وایي پولیس په کومه چاوڼۍ کې دننه نه وي نو ځکه هغوي د بریدونو لپاره اسان هدف وي.

دامنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي په پاکستان کې اوس دمخکې په پرتله ترهګرې ډلې په زیات قوت سره راپورته شوي دي اؤ خپله جنګي تګلاره یې هم بدله کړې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په دې وروستیو کې د وسله والو ګڼ شمیر وړې، وړې ډلې په ټي ټي پي‌ کې شاملې شوي یا د ټي ټي پي سره په همغږۍ خپل فعالیتونه کوي .

خبریال ناصر داوړ وایي د ترهګرو وروستیو بریدونو ته که وکتل شي نو واضحه کیږي چې هغوي اوس د ریاست پرضد خپله جنګي تګلاره بدله کړې ده اؤ مخکې چې به یې په بازارونو یا ولسي مقاماتو کې چاودنې یا ځانمرګي بریدونه کول اوس نیغ په نیغه امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

هغه وایي ، اوس دپاکستان حکومت خپله هم دا خبره مني چې پاکستان کې په ترهګرۍ بوختو وسله والو ډلو ته جدیدې عصري وسلې په لاس ورغلي دي، اؤ په دغو وسلو هغوي ډیر په اسانۍ سره خپل اهداف په نخښه کوي.

دپولیسو اؤ څېړنیزو ادارو رپورټونه ښایي چې د یو کال په موده کې دخېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډیره اسماعیل خان،56 په پېښور،55 په باجوړ اؤ49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي.

(ددې رپورټ زیاتره مواد د وي او ای د اردو د رپورټ نه اخستل شوي دي)