د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه 22 فیصدي پرځای ساتلې ده، وایي راتلونکو میاشتو کې به ګراني راکمه شي

د پاکستان سټيټ بینک خپله مانیټري پالیسي اعلان کړې ده چې له مخې یې ملک کې د راتلونکو دوؤ میاشتو لپاره د سود موجوده 22 فیصدي کچه پرځای ساتل شوې ده.

د سټيټ بینک له لوري د ګل/دوشنبې په ورځ دجاري کړل شوې مانیټري پالیسۍ له مخې راتلونکو میاشتو کې به ګراني په کرار،کرار راټیټه شي‌ اؤ د کال په وروستیو شپږو میاشتو کې به بیا ګراني په چټک توګه راکمه شي.

بینک وایي د ګرانۍ د کچې 5 نه 7 فیصدو ته د راوستلو هدف پخپل ځای دی اؤ هیله ده چې دمالي کال 2025م په پای کې به ګراني د 5 نه 7 فیصدو ته راکوزه شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په کوم ډول چې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر کميږي نو نه ښکاري چې راتلونکې موده کې به د ګرانۍ کچه کمه شي.

بینک ویلي ،په مئ کې افراط زر 38 فیصدي اؤ جون کې 29.4 فیصدي پاتې شوي دي.

بینک وایي دمالي‌کال 2022-23 اوسط افراط زر 29.2 فیصدي پاتې شوي دي.

دختمیدونکي کال لپاره اسټيټ بینک د 27 فیصدي نه تر 29 فیصدي پورې د افراط زر پاتې کیدو وړاندوینه کړې ده.

دمانیټري پالیسۍ اعلامیه کې هیله ښودل شوې چې په روان مالي کال کې د افراط زر کچه د20 نه تر 22 فیصدي پاتې کیدای شي.

اعلامیه وایي چې دمانیټري پالیسۍ کمیټې د آی ایم سره د "سټینډ بایي" ارجمنټ په تړون تسله ښکاره کړې اؤ د استحکام صورتحال یې ډاډمن ګرځولی دی.

مانیټري پالیسۍ ښایي چې دملک داقتصادي ترقۍ دنمو کچه به دوو نه نیولې تر دریو‌ فیصدو وي اؤ د معاشي نمو انحصار په کورنیو اؤ بهرنیو عواملو دی.

اسټيټ بینک دپالیسۍ له مخې په درامداتو لګیدلي ټول بندیزونه ختم کړل شوي اؤ درامداتو لپاره د مارجن شرط هم ختم کړل شوی دی.

پالیسي وایي چې دا مهال درامدات ازادي دي اؤ اوس څه رقم ګام اخستل د کسټمر یا ګاهک اؤ بینک په خوښه دي.

دپالیسۍ له مخې اوس بینکونه خپلې کریډټ پالیسۍ اؤ زیان یا رسک ته په کتلو فیصلو کولو کې ازاد دي،کاهګان له یو بینک بل بینک ته تللی شي.

د سټيټ بینک ګورنر دمانیټري پالیسۍ داعلانولو په مهال ویلي په جولایي کې پاکستان ته پیسې راغلي اؤ د 4.2 اربو ډالرو په راتلو سره دبهرنیو اسعارو ذخیرې 8.7 اربو ډالرو ته لوړې شوې دي.

ګورنر ویلي، د1.8 اربه ډالرو بهرنۍ قرضې د جولایي په میاشت کې ستنې کړل شوې دي اؤ څه قرضې رول اوور کړل شوي .

د سټيټ بینک له مخې د بهرنیو اسعارو ذخیرې به دسمبر کې ښې اؤ په جون کې بیا نورې هم ښې شي.

دا په داسې حال کې ده چې اقتصاد پوهان وايي، د آی اېم اېف د پروګرام سره پاکستان ته موقعه په لاس ورغلې چې دخپل اقتصاد ښه کولو دپاره اصلاحات وکړي ګنې ګراني به نوره سېوا کیږي.

اقتصاد پوهه شهريار بټ د ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي د بجلۍ او ګېسونو په نرخونو کې خواوشا 40 فيصدي اضافه شوې ده. په کوم ډول چې د بجلۍ او ګېسونو په نرخونو کې اضافه راغلې ده د دې اغېزې هم مخې ته راغلي دي.

د نوموړي په خبره څنګه چې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر کم شوی د هغې اثر هم په مجموعي ګرانۍ شته. که د آی اېم اېف سره د لوظنامې څخه ګټه واخستل شي، اصلاحات وشي نو بيا په ګرانۍ کې کمی راتلی شي.