د پاکستان دولتي رسنۍ ای پي پي وایي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ته د امنیتي چارواکو لخوا ویل شوي چې پاکستان کې په کیدونکو ترهګریزو بریدونو کې افغان وګړي لاس لري.
وزیراعظم شهباز شریف په افغانستان د واکمنو طالبانو په حکومت غږ کړی دی چې د کوم بل هیواد پرضد د خپلې خاورې د کارول کیدو مخنیوي لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړي.
خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د قایمه کمیټۍ چیرمین اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ بیا وایي، پاکستان کې چې کوم ورانی شوی دا د افغان کډوالو له وجې نه دی شوی بلکې دا د پاکستان د ریاست د هغو پالیسیو نتیجه ده د کومو پالیسیو لاندې چې به دوی د جګړو ټیکې اخستې .
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د نهې په ورځ د پېښور په سفر تللي اؤ هلته یې د باجوړ د اوړمې ورځې په ځانمرګي برید کې د ژوبل شوؤ کسانو پوښتنه کړې ده.
دولتي خبري شبکې ای پي پي پخپل رپورټ کې ویلي دپېښور د سفر په مهال وزیراعظم اؤ دپوځ سرلښکر ته دصوبې د امنیت د مجموعي وضعیت، باجوړ کې د شوي ځانمرګي برید، روانو بیلابیلو پلټنو کې د پرمختګونو، د ترهګرۍ د پلان جوړوونکو، د ترهګرو اؤ د هغوي د سهولت کارانو ترمنځ د تماسونو اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي په اړوند احوال تیر کړل شوی دی.
وزیراعظم شهباز شریف ویلي د ترهګرو بزدلانه حملې دترهګرۍ ختمولو په اړوند د دوي عزم یا هوډ نه شي کمزورې کولی.
هغه ویلي د قام په مرسته به امنیتي ځواکونه اؤ قانون پځای کوونکې ادارې دا خبره باوري کوي چې د بزدلانه حملو ذمه واران تر زر تر زره دانصاف محکمې ته راکش کړي.
د دولتي خبري شبکې له مخې ، ددې سفر په مهال وزیراعظم اؤ پوځي مشر ته د پښتونخوا د امنیتي وضعې اؤ باجوړ کې اوړمه ورځ د شوي ځانمرګي برید په اړوند تېر کړل شوي احوال کې ویل شوي چې د ترهګرۍ کیدونکو بریدونو کې افغان وګړي لاس لري.
د اتوار په ورځ قبایلي ضلعه باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دچارواکو په وینا لږ تر لږه 54 پنځوس کسان وژل شوي اؤ تر 150ؤ زیات شوي وؤ.
د ای پي پي په رپورټ کې ویل شوي چې وزیراعظم پاکستان کې په کیدونکو ځانمرګي بریدونو کې دافغان وګړو په ککړتیا،دپولې پورې غاړه(افغانستان کې) دترهګرۍ دبریدونو په پلانونو جوړیدو اؤ پاکستان کې په په ترهګریزو بریدونو داندېشنې څرګندونه وکړه.
ښاغلي شهباز شریف دافغانستان په لنډمهاله حکومت غږ وکړو چې دخپلې خاورې دکوم بل هیواد پرضد دکاریدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم وخت په وخت تورونه لګولي چې پاکستان کې دکیدونکو ترهګریزو بریدونه په افغانستان کې جوړیږي خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت دپاکستان دا تورونه رد کړي دي اؤ پاکستاني چارواکو ته یې ویلي که دخپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو باید دوي ته یې ورکړي.
تېره میاشت چې ددفاع وزیر خواجه اصف دملک دننه دترهګرۍ دکیدونکو پېښو پړه په افغانانو ور واړوله نو هغې ته خپل غبرګون کې دپاکستان دقامي اسمبلۍ دبهرنیو چارو د قایمه کمیټې مشر محسن داوړ ویلي، وؤ د افغانستان د ورانولو کومه ټیکه چې پاکستان اخستې وه اوس د هغې ملبه پخپله په پاکستان راغورځېدلې ده.
ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي وؤ "حقیقت دا دی چې دلته دا ټولې کیسې د هغه پالیسۍ دلاسه خرابې شوې دي د کومې پالیسۍ لاندې چې دوی(پاکستان) د څه د پاسه څلویښتو کالو نه دامریکې په وینا،دهغوي په ډالرو،دسعودي په ریالونو دلته نه جنګ شورو کړو،دلته نه یې خلک بهرتي کول اؤ افغانستان ته بې لیږل اؤ هلته یې میدان جنګ جوړ کړو"
ښاغلی داوړ وایي، د ناین الیون نه وروسته هم دلته دوي(پاکستان) شل کاله ترهګر وساتل،په هغوی یې مصرفونه کول،خوندي ځالې یې ورکړې وې اؤ افغانستان یې پرې ورانولو .
دمحسن داوړ په خبره ،کله چې افغانستان په دویم ځل طالبانو ونیولو په هغه وخت کې دلته پاکستان کې ډولونه غږیدل اؤ خلکو خوشحالۍ کولې ،هغه وایي "مونږ په هغه وخت هم دوي ته ویلي وؤ چې دا کیسه به درباندې راګرځي"