واشنګټن – امریکا چې وسلوال طالبان د افغانستان د قانوني واکمنو په توګه نه پېژني او د دغې ډلې په مشرانو یې بندیزونه ساتلي خو د یو شمېر پخوانیو افغان متحدینو هغه غوښتنې هم ردوي چې امریکا دې د طالبانو د رژیم په نسکورېدو کې مرسته وکړي.
د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د طالبانو په پرزولو کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ملاتړ کړی و، تېره اونۍ ادعا کړې چې که امریکا یې ملاتړ وکړي نو دی دومره ځواکونه راټولولی شي چې د طالبانو رژیم پرې بیا نسکور کړي.
لږ تر لږه دوه پخوانیو جنرالانو سمیع سادات او خوشحال سادات په امریکا کې ډېرې میاشتې په دې تېرې کړې چې د طالبانو پرضد د یوې ممکنه جګړې لپاره د امریکا د پخوانیو پوځیانو، وکیلانو او نورو ډلو ملاتړ راخپل کړي.
خو د امریکا د حکومت غبرګون نا څرګند دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي ویلي، "امریکا نه غواړي چې افغانستان ته دې تاوتریخوالی بېرته راشي، او مونږ د طالبانو په وړاندې د وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوو."
خو د ملاتړ له رد کېدلو سره افغان ډلو ته یوه سپارښتنه شوې چې: دغه ویاند امریکا غږ ته وویل،
"مونږ په ټولو خواوو باندې غږ کوو چې له زغم څخه کار واخلي او خبرې وکړي. دا یواځینۍ لاره ده چې افغانستان پرې له خپلو زیاتو ننګونو سره مقابله کولای شي."
امریکايي چارواکي وايي، دوی له دې خبر دي چي پخواني افغان چارواکي له امریکا څخه لیدنه کوي او د طالبانو په وړاندې د وسلوال مقاومت لپاره کمپاین کوي، خو دوی یې مخه نشي نیولی ځکه د امریکا په اساسي قانون کې د هېواد دننه د بیان د ازادۍ ضمانت شوی.
امریکا له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې وتلې او پخوانیو پوځي متحدینو ته یې په دغه هېواد کې هېڅ ډول ملاتړ نه دی پریښی او هغه یې مایوسه کړي چې د طالبانو مخالفت یې کړی.
د طالب ضد یوې ډلې مشر احمد مسعود Aspen Security Forum ته له یو ناڅرګند ځای څخه د ویډیوي خبرو له لیارې تېره اونۍ ویلي،
"مونږ سره چل وشو، مونږ یواځې پرېښودل شو. مونږ تش لاس یو."
طالبانو دوه کاله مخکې د قدرت له نیولو وروسته د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه اکثره بې له کوم مقاومت څخه تر خپل کنټرول لاندې راوستي خو کله کله پکې د داعش لخوا بریدونه ترسره کېږي.
طالبانو او داعش دواړو د یو او بل په وړاندې مذهبي جګړه اعلان کړې.
د امریکا حکومت د طالبانو او داعش مشران ترهګر بولي. که څه هم طالبانو په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې په تړون کې د ترهګرۍ ضد ژمنې کړي.
د Center for Naval Analyses په نامه د پوځي څېړنو د یو ازاد بنسټ مشر جانتن شروډن وايي، "طالبانو د داعش په وړاندې په ځینو وختونو کې خپل ځان د یو فعاله او اغیزناکه لوبغاړي په توګه ښودلی."
خو طالبانو د القاعده، ټي ټي پي او داسې نورو ډلو په وړاندې چې امریکا، لویدیځو متحدینو او همدارنګه چین، روس او د سیمې هېوادونو ته ستونزې جوړوي کوم جدي اقدام نه دي کړي.
داعش تېره اونۍ داسې پاڼې په خلکو ویشلې وې په کومو کې چې د طالبانو ضد خلکو نه غوښتل شوي وو چې د طالبانو پرضد جګړه کې دې له دوی سره یوځای شي.
د طالبانو ضد نېږدې ټول رهبران له افغانستان څخه د باندې دي، چې په اصل کې دا ورته ناممکنه ده چې له داعش سره چې په نړیواله توګه غندل شوې ترهګره ډله ده یوځای شي.
شروډن وویل، د امریکا دا پالیسي چې د طالبانو پرضد ډلو ملاتړ نه کوي د دې لپاره ده چې داسې مرستې به شخړه زیاته او ورسره به د ترهګرو فعالیت نور هم پراخ شي.
له طالبانو سره خبرې:
وروسته له هاغې چې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې د میاشتو لپاره ولاړې وې، امریکايي ډپلوماټانو له طالب چارواکو سره په روانه اونۍ مخامخ خبرې بېرته پيل کړې.
دغه خبرې په یو شمېر ډېرو جنجالي مسلو شوي چې په هغو کې د ښځو په کار او تعلیم باندې د طالبانو بندیزونه هم شامل دي کوم چې په ټوله نړۍ کې غندل شوي دي.
دواړو خواوو د پرمختګ خبر ورکړی او هیله یې ښودلې چې له یو او بل سره د خبرو سیاست ته به دوام ورکوي.
د عبیدالله بهیر په نامه یو افغان څېړونکی چې د نیویارک په نیو سکول کې استاد دی وايي، "طالبان به یواځې په دې سم نشي چې تاسو یې پرېږدئ."
خو بهیر وویل، له طالبانو سره د امریکا ښکېلتیا باید یواځې د بشري حقونو د خراب حالت په اړه نه وي بلکه دا تمې هم ورسره کېږي چې په افغانستان کې د اساسي قانون لاندې یو نوی نظم رامنځ ته شي او د طالبانو د نه لیدل شوي مشر هېبت الله اخندزاده بې حده واک او صلاحیت باید مهار شي.