دجمعیت علماء په تابیا پېښور کې راجوړې شوې" سترې قبایلي جرګې " پخپله اعلامیه کې پښتونخوا کې دترهګرۍ په سیوا شوؤ پېښو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ دې پېښو کې دککړو کسانو پرضد یې دعملي ګامونو اخستو غوښتنه کړې ده.
د تېر اتوار په ورځ باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام ګوند په غونډه کې دترسره شوي ځانمرګي برید ذمه واري که هر څو داعش اؤ پښتونخوا کې د وروستیو زیاترو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده خو د جمیت علماء اسلام لخوا د رابلل شوې دې جرګې په اعلامیه کې د داعش اؤ ټي ټي پي په ګډون د هیڅ یوې ترهګرې ډلې نوم نه دی اخستل شوی اؤ نه یې غندنه شوې ده.
د جرګې اعلامیه کې یوازې دومره ویل شوي چې" دا ستره قبایلي جرګه باجوړ کې د ورکرز کنونشن په مهال رامنځته شوې پېښه کې دقیمتي انساني ځانونو په ضیاع غم،خفګان اؤ ژوره اندېښنه ښایي اؤ د شهیدانو کورنیو سره ژوره خواخوږي ښایي"
دخالي په ورځ په پېښور کې دبیلابیلا بیلو سیاسي اؤ قبایلي مشرانو په ګډون دا جرګه وروسته له هغې راجوړه شوې وه چې د تېر اتوار په ورځ باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په غونډه کې په شوي یو ځانمرګي برید کې 54 کسان ووژلی شول اؤ تر 150 زیات نور ژوبل شول.
دجمعیت علماء اسلام په غږ رابلل شوې دې قبایلي امن جرګه کې دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅګزی،دجماعت اسلامي مشر سراج الحق،دعوامي نیشنل ګوند حاجي غلام احمد بلور اؤ میا افتخار حسین،دپیپلز ګوند عمومي سکتر نئیر بخاري اؤ فیصل کریم کنډي اؤ ګڼو نورو سیاسي اؤ قبایلي مشرانو برخه درلوده.
دجرګې په اعلامیه کې ویل شوي ،دا ستره قبایلي جرګه په په پولیس لاین پېښور، دباړې په تحصیل،علي مسجد اؤ نورو بیلابیلو ضلعو کې دترهګرۍ په شوؤ پېښو اندېښنه ښایي اؤ دې کې دککړو کسانو پرضد دعملي اقداماتو غوښتنه کوي.
جرګې خپله اعلامیه کې دامنیت د ټینګښت لپاره د موثره ګامونو اخستو غوښتنه هم کړې ده.
اعلامیه کې ویل شوي ، قبایلي جرګه دا ټولې پېښې دپاکستان د ریاست پرضد ښکاره جاره ترهګري بلي اؤ اندېښنه څرګندوي د یوې نړیوالې منصوبې په اساس دپاکستان په معاشي،سیاسي اؤ داخلي توګه د مفلوج کولو اؤ دملکي بنیادونو د کمزوري کولو په سازش کار پیل شوی دی.
اعلامیه کې زیاته شوې" ریاستي ادارې دې دبېګناه ولس خلاف دکارروایۍ کولو پځای دسیاسي ګوندونو سره ناستې ته اولیت ورکړي چې دا شان په ګډه دملک دښمنه عناصرو ناوړه ارادې شنډې کړل شي"
اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دتېرو څو کلونو راهسې په بیلابیلو نومونو د ترسره شوؤ عملیاتو دنتیجو نه قام مطمین نه دی اؤ په دې عملیاتو کې چې د ولسي اؤ قامي کچه کوم زیانونونه رامنځته شوي دهغې ازاله کول پکار دي.
اعلامیه کې غوښتنه شوې قام باید دهغو نتیجو نه خبر کړل چې په هکله یې د امن ډنډورې غږول شوې دي.
دجرګې اعلامیه کې ویل شوي د انضمام په موقعه چې دقبایلي ولس سره د صحت ،تعلیم ،روزګار اؤ ترقۍ په اړه کومې ژمنې شوې وې هغه باید سرته ورسول شي اؤ دقبایلي ضلعو لپاره دې کلیزې ترقیاتي پنګې جاري کړل شي.
په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې، پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي آی سي اېس اېس] په خپل يو رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې په پوليس او نورو امنیتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] منلې دي.