په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د پاکستان لخوا په افغانستان لګول شوؤ وروستیو تورونو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ وایي د پاکستان په خاوره کې دننه د بریدونو مخنیوی د دوي دنده نه ده، بلکې دپاکستان د امنیتي او استخباراتي ارګانونو دنده ده.
دپاکستان حکومت اؤ پوځ په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دترهګرۍ دچټک شوې بهیر پړه په افغانستان ور اړولې ده اؤ وایي ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ دهلته نه پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو تیره اوونۍ تر دې ګواښ کړی ؤ چې که افغانستان کې دپټوترهګرو لخوا پاکستان کې دکیدونکو بریدونو مخه ونه نیول شوه نو پاکستان بیا کولی شي چې په دغو ترهګرو پسې د ځان په دفاع کې افغانستان ته هم ورتیر شي.
د نهې په ورځ دافغانستان دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي "موږ په پاکستان کې د هیڅ برید طرفدار نه یو او هيچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي"
خو هغه سپینه کړې ده چې د پاکستان په خاوره کې دننه د بریدونو مخنیوی او کنترول د دوي دنده نه ده بلکې په هغه هیواد کې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو دنده ده چې د همدې لپاره د خپل هیواد یوه لویه حصه بودیجه مصرفوي.
ذبیح الله مجاهد وایي ، پاکستانی امنیتي ارګانونه باید خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي او د خپلو خلکواو نړيوالو د ذهنیت بدلولو لپاره افغانستان باندې تورونه ونه لګوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په باجوړ کې په ترسره شوي یو ځانمرګي برید کې دشلګونو کسانو له مرګ ژوبلې وروسته دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ته یو بریفینګ کې ویل شوي چې دپاکستان دننه کېدونکې ترهګرۍ کې دافغانانو لاس دی.
اوړمه ورځ هم پېښور کې راجوړې شوې یوې قبایلي جرګې ته خپله وینا کې دپوځ مشر جنرال عاصم منیر اندېښنه ښودلې وه چې ګنې پاکستان کې ترهګري د افغانستان څخه کیږي .
په افغانستان کې دطالبانو دحکومت ویاند د پاکستاني چارواکو د پرله پسې تورونو په اړه خپل غبرګون کې ویلي،په پاکستان کې د وروستیو خواشينوونکو پېښو وروسته یو ځل بیا پاکستاني چارواکو د خپل هیواد د امنيت د ټینګښت پر ځای د پرې ګوته افغانانو ته نيولې ده.
ویاند ویلي ، د طالبانو حکومت (چې هغوي یې اسلامي امارت بولي) دپاکستان تورونه به بشیر دول ردوي او پاکستاني مسئولینو ته وريادوي چې افغانستان له اوږدو جګړو څخه راوتلی هېواد دی او به بل هیڅ هېواد په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې نا امني نه غواړي.
د ویاند په بیان کې ویل شوي د افغانستان حکومت یو ځل بيا خپل اصولي دریځ تكراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت پرخلاف وکارول شي" خو دا به دې معنا هم نه ده چې افغانستان د سيمې د هر هېواد د امنيتي ناکامۍ مسئول وي"
ذبیح الله مجاهد ویلي "زموږ سيمه له بده مرغه به تبرو شلو کلونو کې د امریکا په مشرۍ د بهرني يرغل او د سيمې د ځينو هېوادونو د غلطو سياستونو قرباني وه چې اغېزې یې تراوسه احساسيږي. پاکستان باید خپل امنيتي وضعيت سره دقیق چلن وکړي او په خپل کور کي يي حل ولټوي"
دطالبانو ویاند ویلي تیر کال کې "په افغانستان کی په بیلابیلو عملیاتو کې تر ۱۸ تنو پاكستاني داعشيان وژل شوي چې زمور په خاوره کې یي چاودنې او بریدونه کول اولسګونه نور ژوندي نیول شوي دي چې ټول اسناد او شواهد یې له موږ سره موجود دي"
هغه وایي ، د دې پر ځای چې موږ پاکستاني لوري ته د پړې ګوته ونیسو د افغانستان حکومت خپل امنيتي تدابير ټینګ کړي چې نتيجه يي هم وينو.
دبیان له مخې ،که څوک په پاکستان کي بریدونه کوي او یا د داعش په نامه د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو ويني بهوي باید به کده ورته حل لار ولټول شي، تورونه لګول د حل لار نه ده.
بیان کې زیاته شوې ده چي په افغانستان او سیمه کي په ديني علماؤ او مدرسو د بريدونو یوه لویه توطیه روانه ده "په دې اړه زموږ کشفي ارګانونو له مخکي معلومات تر لاسه کړي او په افغانستان کې یې د مخنیوي لپاره کارنده عملیات تر سره کړی او هم یي په دې اړه د سیمي له هیوادو سره معلومات شریک کړي خو متاسفانه چي ځينو هیوادو يي په اړه پر وخت اقدامات نه دي کړي"
نوموړي ویلي،دطالبانو حکومت یوځل بیا په تاکید سره وایي چې په پاکستان کې د هیڅ برید طرفدار نه دی او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي.
هغه وایي په تبرو شاوخوا دوو کلونو کی چی افغانستان کې یو مسئول حکومت رامنځ ته شوی په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت د پام وړ بهتره شوی دی. دا چې يوازې پاکستان کې امنيتي پیښې زياتي شوې دي، په كار ده پاکستان یی حل په خپل هېواد کې ولټوي.
تېره میاشت دملګرو ملتونودامنیت شورا کمیتې په خپل رپورټ کې ویلي وو، د کال 2021م په اګست کې د طالبانو په افغانستان کې واکمنېدو، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ته "ډاډ" ورکړی او د افغانستان نه په پاکستان کې حملې کوي.
ملګرو ملتونو په خپل رپورټ کې زياته کړې، " د جون په مياشت کې طالبانو د پاکستان د حکومت د فشار له امله د ټي ټي پي ځینې عناصر په پوله د پرتو سيمو څخه لرې کړي وو"
په رپورټ کې خبرداری ورکړی شوی و چې ټي ټي پي سيمه ايیزه ګواښ جوړيږي که په افغانستان کې یې د عملیاتو دپاره خوندي مرکزونه ولرل.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دا رپورټ رد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ دا د افغانستان د اسلامي امارت پرضد یوه دتعصب ډکه پروپیګنډه ده.