افغانستان ته د مرستو کمېدل د ډله ییزې لوږې خطره مخې ته کوي، هسپتالونه دوایانې نلري

واشنګټن - یو شمېر ماهرین چې وي او اې ورسره خبرې کړي، وایي په راتلونکي ژمي موسم کې به ممکن په افغانستان کې میلینونه کسان خوراک، دارو درمل، او سرپناه ونلري.

د نارويجین ریفیوجي کونسل سېکرېټري جنرل یان ایجلېنډ د اګست په نهمه وي او اې ته په یو ایمېل کې وویل: "په افغانستان کې په دې راتلونکي ژمي کې د میلینونو وږیو ښځو او ماشومانو ژوند ته خطر ورپېښ دی."

د افغانستان په قریب اته دېرش (38) میلینه آبادۍ کې، لږ تر لږه پېنځلس میلینه ډېر سخت خوراکي مرستو ته ضرورت لري. مګر د خوراک عالمي پروګرام (ډبلیو اېف پي) صرف دومره کولی شي چې په اګست میاشت کې پېنځه میلینه کسانو ته امداد ورسوي، او شاید په آینده میاشتو کې د خوراکي موادو دا مرستې هم ختمې شي.

اېجلېنډ وایي، په مالیاتي مرستو کې کمی راتلل، د صحت د برخې بنیادي سروسونو ته هم خطر پېښوي، ځکه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هسپتالونو ته دارو درمل، همدا امداد کوونکي تنظیمونه ورکوي.

ویل کیږي په جون میاشت کې په افغانستان کې څه باندې دوه سوه و شپېته (260) کلینیکونو خپل کار اودرولو چې ورسره دوه میلینه کسان د صحت د برخې له خدمتونو محرومه پاته شول.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که چېرته د ضرورت وړ امداد مهیا نکړی شي، نو په افغانستان کې اووه دېرش لکه کسان به د صحت په برخه کې بنیادي سروسونو ته رسایي د لاسه ورکړي.

ملګرو ملتونو سږکال د افغانستان دپاره بشري مرستو ته د نړېوالو نه د 3.26 بلینه ډالرو مطالبه کړې ده، مګر امداد کوونکو د اګسټ تر اتمې نېټې، صرف شاوخوا ته سوه میلینه ډالر مهیا کړي دي.

په دې کې امریکا 335.7 میلین ډالر ورکړي چې په کال 2023 کې افغانستان دپاره د بل هر ملک د امداد نه زیاتې پیسې دي. مګر بیا هم، امریکا یو کال وړاندې 1.2 بلینه ډالر (1200 ډالر) افغانستان سره مرسته کړې وه، او سږ کال مرسته یې د تېر کال په نسبت خورا کمه ده.

برطانیې، جرمني، او کېنېډا هم افغانستان دپاره پخپلو مرستو کې کمی راوستی دی. د ملګرو ملتونو وینا ده چې دوی هریو، په ترتیب سره، تېر کال 454، 444، او 106 میلین ډالر د افغانستان سره مرستې کړې وې، مګر سږ کال برطانیې صرف 23، جرمنی صرف 34، او کېنېډا صرف 28 میلینه ډالره تر اوسه مرسته ورکړې ده.

سیاست او که زړه توري کېدل؟

دا چې د افغانستان سره د نړېوالو مرستې ولې کمې شوي دي، دا څو وجوهات لري چې سیاست، زړه توري کېدل، او د طالبانو د جابرانه پالیسیو په باب فکرمندۍ شاملې دي، په خصوص د افغانو ښځو/جېنکو د تعلیم او کار په حق باندې د طالبانو سترګې پټول.

په افغانستان کې په امدادي چارو باندې د طالبانو محدودیتونه او په مبینه ډول د نړېوالو امدادونو څخه ځان ته د ګټې اخېستو له کبله، دا مطالبې اوس زیاتې شوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دې د امدادونو شفافیت زیات کړی شي او یا آن، مرستې دې په افغانستان باندې مکمله بندې کړی شي.

طالبان دا دعوه ردوي چې ګني دوی د انساني کومکونو په چارو کې مداخلت کوي. طالبان په غربي امداد کوونکو دا تور لګوي چې ګني انساني مرستو ته سیاسي رنګ ورکوي.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین وایي: "مونږ هېڅ کله د مرستو په پروګرامونو کې مداخلت نه دی کړی، مګر د یو ذمه دار واکمن په حیث مونږ دا مشوره ورکړې چې مرسته دې تر ټولو مستحقو او غریبو خلکو ته ورسولی شي."

طالب مشران چې په نړېواله کچه سیاست کې علیحده پاته شوي، بین الاقوامي پابندۍ ورباندې لګېدلي او ډېری امداد کوونکي ملکونه صرف هغو پروګرامونو او فعالیتونو ته فنډ ورکوي کوم چې هېڅ د طالبانو د اختیار او ضابطو لاندې نشي راځي.

د امریکا د امن په انسټیټوټ (یو اېس آی پي) کې یو مشر څېړونکی ویلیام بېرډ وویل: "په بشري مرستو کې متوقعه کموالی، د مغربي امدادګرانو سیاسي اېجنډه نه څرګندوي، بلکه د انساني بحران سره د مقابلې په خاطر د دوه کاله سخت کوښښ وروستو زړه توره کېدل، او همدا راز په نړېواله کچه د مرستو کولو په سلسله کې کمی راتلل یې وجوهات کېدلی شي."

ملگرو ملتونو سږ کال په ټوله نړۍ کې دري څلوېښت ځله د مختلفو ملکونو دپاره د فوري مرستو دپاره د 55.2 بلینه ډالرو امداد غوښتنې کړي دي، خو امداد کوونکو د اګست میاشتې پورې، صرف څوارلس بلینه ډالر مهیا کړي دي.