بابړه کې د وژل شوؤ 600 نه د زیاتو پښتنو په یاد کې نن" د بابړې ورځ" په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پښتانه سیاستمداران اؤ ټولنیز فعالان وایي د بابړې په پېښه د 75 کالو اوړیدو وروسته نن هم پښتانه د بابړې په څېر په بې رحمۍ سره وژل کیږي.
عوامي نیشنل ګوند وایي په دغو ډزو کې تر 600 زیات پښتانه وژل شوي وؤ چې په هغې کې د اکثره پښتنو مړي دبدنامۍ له ویرې امنیتي ځواکونو د جیندي په سیند لاهو کړي وؤ.
د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان وایي، د بابړې پېښه د پښتنو کربلا ده اؤ پښتانه کله هم دا پېښه نه شي هیرولی.
هغه وایي د پاکستان رياست باچا خان ته د خداېي خدمتګار تحريک ختمولو پېغام د بابړې د پېښې په شکل کې په دردمنه طريقه ورکړو،
د نوموړي په وینا، پښتنانه اوس هم وژل کيږې خو طريقه يي بدله شوې ده.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي ایمل ولي خان وویل"لار هم هغه ده، سوچ هم هغه دې خو طريقه بدله شوې ده، پښتون هغه قوم نه دی، پښتون به انشاالله ددې هر څه مخې ته ودريږې، ولاړ وو، ولاړ دی، مقابله کوي او خپل حق به ګټي"
وتلي پښتون سیاستمدار اؤ دانشور افراسیاب خټک په ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي چې د پاکستان جوړیدو نه پس د واکدارانو وړومبی کار د پښتونخوا د منتخب حکومت په غیرآئینی توګه ړنګول وو او دویم کار یې د بابړې قتل عام و.
هغه وایی" له بده مرغه دغه قتل اوس هم په لویه کچه جاری دی ، د دهشت ګردۍ په ذریعه هره ورځ د بابړې غوندې پښتون وژنه کیږي "
د عوامي نیشنل ګوند وتلي مشر میا افتخار حسین د بابړې پېښه د "کربلا ثاني" په نوم یاده کړې ده اؤ پخپل یو ویډیو پیغام کې یې ویلي چې په دغه ورځ په پښتنو کوم ظلم شوی دی هغه د نه هیریدو دی.
میا افتخار وایي یو خوا تش لاس مظلوم پښتانه ولاړ وؤ او بلخوا پرې ریاستي ځواکونو دهغه وخت د وزیراعلا قیوم خان په وینا ګولۍ چلولې .
نوموړی وایي د بابړې پېښه کې د وژل شوؤ پښتنو اولادونه هم دباچاخان د فکر اؤ کاروان ملګري اؤ دخپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
ټولنیز فعال رضوي افغان په ایکس رسنۍ لیکلي "بابړه د پښتنو د تاریخ هغه کربلا ده چې په یوه ورځ پکې د ۶۰۰ نه زیات پښتانه په ګولیو ویشتل شوي اؤ وژل شوي وؤ ، د ظلم دپاسه ظلم دا ؤ چې په کومو کارتوسو دغه خدایي خدمتګاران د انګريز بقايا جاتو لخوا ویشتل شوي وؤ ، حکومت د دغو کارتوسو پيسې هم بیا د جرمانې په توګه د دغو پښتنو نه واخستې"
دبابړې تاریخي پس منظر:
"په ۱۲م اګست ۱۹۴۸ خدایي خدمتګارو د خپلو مشرانو باچا خان ،ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور اؤ نورو خدایي خدمتګارو د ګرفتارۍ په ضد دبابړې په میدان کې د پرامنه احتجاج کولو پروګرام جوړ کړی ؤ ، کله چې دغه په زرګونو خدایي خدمتګار د بابړې میدان ته ورسیدل نو هلته پرې ملیشه اؤ پولیس ځواکونو نیغ په نیغه ډزې وکړې اؤ په سلګونو پښتانه یې وژل "
د دغې پیښې عینې شاهدان چې اوس ډیر کم پاتې دي وایي په خدایې خدمتګارو چې کومې ګولۍ چلیدلې وې په هغې کې د600 ؤ نه زیات خلک وژل شوي وؤ ، خو شپږ سوه مړي معلوم شول اؤ نور د هغه وخت د حکومت د رسوایۍ نه د بچ کولو په خاطر د جیندي په سیند لاهو کړل شوي وؤ.
د اسفندیار ولي خان یاداښت:
کال 2017م کې چې دبابړې ورځ نمانځل کیده نو په هغه موقعه د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان وي او ای ډیوه ته ویلي چې د بابړې د پيښې په وخت ماشوم ؤ خو دغه ټولې کیسې یې د خپل نیکه باچاخان اؤ خان عبدالولي خان نه اوریدلي دي .
اسفندیار ولي خان وایي "دا یوازې دغه شمیره هم نه وه چې خلکو نوټ کړې وه بلکې د سوؤنو پښتنو مړي خو یې په سیند لاهو کړي وؤ"
د اسفندیار ولې خان وینا وه "د تاریخ د ټولو نه لویه المیه یا حیرانونکې خبره دا وه چې په بابړه کې کوم ژوبل شوي کوم کسان وروستو د علاج دپاره هسپتالونو ته یوړی شول نو د قیوم خان د حکومت په وینا د هغوئ نه د علاج تر څنګ د هاغو کارتوسو پیسې هم واخستل شوې په کومو چې ویشتل شوي وؤ"
د خېبر پښتونخوا د هغه وزير اعلا قيوم خان د بابړې د پېښې په اړه اسمبلۍ ته وېنا کې ويلي وو دفعه 144پرځای کړې شوې وه چې خلکو ته پکې د رايو ځاي کیدو اجازت نه وي ، دوي احتجاج کولو او د قانون ماتولو په سر پرې ډزې وشوې او ووژلی شول.
اسفندیار ولي خان وایي د بابړې د پیښې نه ووروستو چې به د هاغه وخت یو خدایې خدمتګار شاعر عبدالمالک فدا د بابړې په هکله خپل لیکلی نظم باچاخان ته اورولو نو د هغه په سترګو کې به ورته اوښکې راتلې.
اسفندیار ولي خان په دې نظر دی چې دا نن د پاکستان په ایین کې د اتلسم ترمیم په اساس پښتنو د خپلې خاورې نوم ګټلی یا یې دصوبایې خودمختارۍ په لړ کې ځینې نور بریالیتوبونه ګټلي دي دا هم د بابړې د قربانیانو د وینو په برکت دي.
په پاکستان خصوصاً خیبر پښتونخوا صوبه کې د تیرو څو کلونو راهسې دبابړې د پيښې کلیزه په عقیدت اؤ احترام سره نمانځل کیږي
د تیرکال په څیر سږکال هم د ټولې نړۍ څخه پښتنو د سوشل میډیا د لارې د بابړې د پيښې یاد ژوندی ساتلی اؤ په فیس بک اؤ ټویټر یې ددغه پیښې په اړه عکسونه اؤ لیکنې خپرې کړي چې پکې پښتنو سره د شوي دغه تاریخي ظلم غندنه شوې ده
بابړه کې د وژل شوؤ پښتنو په یاد کې نن په پېښور اؤ د پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د دستورو راجوړولو تابیا هم شوې ده چې مرکزي دستوره به یې د پېښور په باچا خان مرکز کې کیږي اؤ پکې به برخه وال دبابړې پېښه کې وژل شوؤ پښتنو ته دعقیدت پیرزوینې وړاندې کوي.