واشنګټن- د هند د واک لاندې کشمير کې چارواکي د نيوکو او پوښتنو سره مخ دي چې ولې په تېرو څو کلونو کې په دومره ګڼ شمېر کې جينکۍ بې درکه شوي او د دې لاملونه يې څه دي؟
د هند مرکزي حکومت لخوا په 26 جولايي د هندي پارلمان د يو غړي د پوښتنې په ځواب ورکړل شوي شمارې ښيي د هند د يونين برخه کشمير کې 9765 ښځې او جينکۍ د کال 2019 او 2021 ترمنځ د کورونو نه بې درکه دي.
د ملکي جرمونو د څار څانګې نيشنل کرايم ريکارډز بيورو په کال 2019 کې د جمو او کشمير د تېرو دریو کلونو شمارې ورکړې وې چې د بې درکه شوو ښځو او جينکو شمېر پکې 3300 ښودل شوی و خو دې ځل دا شمېر درې چنده زيات شوی. د تېرو کلونو شمارې ښيي د بې درکه کېدونکو کشميريانو ښځو او جينکو شمار کال په کال زياتيږي.
د غيبېدونکو ښځو او جينکو بې درکه کېدل د جمو او کشمير پورې محدود نه دي. د کرايمز بيورو اعداد و شمار ښيي د کال 2019-21 ترمنځ په ټول هېواد کې 1.31 ميلين ښځې او جينکې ورکې شوي.
د دې د مخنيوي د پاره مرکزي حکومت يو شمېر ګامونه اخستلي چې ښځې خوندي وي. په جينسي تېريو کې د ککړو خلکو، د جهېز په سر د مرګونو، تښتولو، بشري قاچاق کونکو او د کورني تشدد کونکو خلاف د تفتيش د پاره خصوصي څانګې جوړې شوي.
د ټولو بې درکه کېدونکو پېښو پايله غمجنه نه ده. د اتلس کلنې حېنا چې د حفاظت د پاره يې نوم بدل کړل شوی، مور پلار درې ورځې په غم او غصه کې تېرې کړې وې کله چې يوه ورځ يې لور د سکول نه بيرته ستنه نه شوه خو اخر چې د خپلو خپلوانو کره ښکاره شوه.
خو د ځينې کورنو لټون اکثر غميزه لري لکه څنګه چې د روف امين ناجر په کيس کې ده. د څوارلس کلنې ميلاد ناجر مړی د هغې ورور تېر کال د سري نګر په خوا و شا کې موندلی و. د ناجر مړی يې يوه اونۍ وروستو د جهلم په سيند کې موندلی و.
دغه رنګ د 27 کلنې رخسانه علي سره شوي وو چې په اتلسمه جنورۍ کال 2021 کې بې درکه شوې وه او کورنۍ يې د يوې مياشتې پورې په غم کې وه. اخر چې په لټون لټون کې د هغې مړی هم د جهلم د سيند نه راويستل شوی و.
څنګه چې په جمو کشمير کې دود دستور دی اکثره کورنۍ د جينکو پوسټمارټم نه کوي هم دغه رنګ د دواړو جينکو مړي ونه لټول شول او د وژنې سؤب يې معلوم نه شو.
د عام ادمي ګوند غړو تېره اونۍ په سرينګر کې مظاهره کړې چې د پېښو په اړه غږ پورته کړي او د چارواکو نه د بې درکه کېدونکو ښځو او جينکو د حفاظت د پاره د ګامونو اخستلو غوښتنه وکړي.
د ګوند د ځوانانو مشر حاکم رضوان الهي وي او ای ته ويلي “مونږ ځکه رايو ځای شوي يو چې د جمو او کشمير په ټولو ولسواليو کې د ښځو د بې درکه کېدو په اړه ځوابونه وغواړو. دوی چرته دي؟ چا تښتولي دي؟
د جمو او کشمير اخري وزير اعلا مجبوبه مفتي لور التجا مفتي په دې پېښو خفګان ښودلی او په حکومت يې نيوکې کړي چې ولې د دې ښځو په موندلو کې پاتې راغلی.
هغه وايي “دا ډېر غټ شمېر دی. دا بوږنونکې خبره ده”.
حکومت خو د دې پېښو په اړه هيڅ سپيناوی نه دی کړی چې دا ولې کيږي خو د غير سرکاري ادارې مشره قراتلعين مسودي او ځينې نورې ادارې چې د ښځو د حقونو د پاره کار کوي څه ممکن علتونه په ګوته کوي.
هغه وايي “يو علت خو دا دی چې په تېرو څو کلنو کې کشمير ته د بهر نه ډېر خلک راغلي. ډېرې جينکۍ د غير مقامي کارکونکو سره تښتي خو يو ګڼ شمېر پکې بېخي رپورټ کيږي نه او لا يې کورنۍ خبره پټه ساتي”.
مسودي وايي غربت هم پکې لاس لري ځکه اقتصادي ستونزې ځينې ښځې دې ته اړباسي چې بغير د څه اطلاع کورونه پرېږدي او بل ځای ځانله د ګټې وټې لارې لټوي”.