باجوړ: پوځي علمیاتو کې یو عسکر اؤ څلور ترهګر وژل شوي دي

د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې باجوړ کې یې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې څلور ترهګر وژلي دي اؤ یو یې ژوندی نیولی دی.

پوځ وایي ترهګرو سره نښته کې یو امنیتي عسکر هم وژل شوی دی.

د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پی ار پخپل بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دا عملیات د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې د باجوړ په چارمنګ سیمه کې کړې دي

پوځ وایي، دغلته یې د ترهګرو د شتون خفیه اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ کله چې یې عملیات کول نو په هغه مهال د ترهګرو سره سخته نښته شوې ده چې په کې یو امنیتي عسکر اؤ څلور ترهګر وژل شوي اؤ یو ترهګر ژوندی نیول شوی دی.

د پوځ بیان کې د وژل شوؤ اؤ نیول شوي ترهګر نوره پېژندګلو نه ده ښودل شوې خو ویلي یې دي چې دا ترهګر د بېګناه وګړو په وژنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې هم فعال وؤ.

پوځ ویلي د ترهګرو د نوغي ویستو لپاره سیمه کې د پاکونې عملیات دوام لري اؤ پوځ هوډمن دی چې د ترهګرۍ جرړې به وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په باجوړ کې د امنیت وضعه په چټکتیا سره د خرابتیا په لوري روانه شوې ده اؤ د جولایي په 30مه نیټه باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام ګوند په یوه غونډه کې ترسره شوي یو ځانمرګي برید کې تر54 کسان وژل شوي او قابو 100 نور ژوبل شوي وو.

د روانې اګست میاشتې په 9مه نیټه هم د امنیتي ځواکونو د یو ګاډي مخې ته خودکش حمله شوې وه چې دپولیسو په وینا دې حمله کې د ایف سي پینځه عسکر ژوبل شوي وؤ.

همدا شان وخت په وخت دغه سیمه کې په امنیتي عسکرو د بریدونو ترڅنګ دقامي مشرانو اؤ دیني عالمانو په هدفي توګه د وژل کیدو رپورټونه هم مخې ته راځي چې هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش په غاړه اخلي.

د باجوړ ځوانانو پرېکړه کړې ده چې په څوارلسم اګست دپاکستان د ازادۍ په ملي ورځ به باجوړ کې دسپینو بیرغونو سره د امن لپاره پاڅون کوي.

باجوړ کې د تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي او ځوانانو د تحریک مشر رېحان زېب خان وي او اې ډيوه ته ویلي، " د باجوړ د120 ځوانانو چې تعلق یې د بېلابيلو سياسي، مذهبي ډلو او مدني ټولنې سره دی،په غونډه کې 118 کسانو دا رایې ورکړې ده چې په 14م اګست د سپين بېرغ سره د امن دپاره پاڅون وکړي"

نوموړي وويل، "په کار ده چې د 14م اګست په ورځ د ازادۍ ورځ نمانځل شوی وی خو د باجوړ د ځوانانو رایې ده چې په دغه ورځ د سپين او تور بېرغ سره پاڅون کوي او رياست ته پېغام ورکول غواړي چې دوی نور تنګ شوي دي د دوی په پاکستانيت دې شک نه کیږي خو مسله دې ته راورسېده چې باجوړ کې هره ورځ هدفي وژنې کيږي بدامني ده".