د ښځو نړیوال فوټبال ټورنمنټ کې د سپېن لوبډله سویډن ته په ماتې ورکولو فاینل ته لاړه

د سپېن د ښځو فوټبال لوبډلې په سېمي فاینل کې سویډن ته د یو په مقابله کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او له دې سره به په لومړي ځل د فیفا په ښځینه فوټبال ټورنمنټ کې فاینل لوبه کوي.

د سېمي فاینل لوبه د نهې- سه شنبې په ورځ د نیوزیلېنډ په ایډن پارک میدان کې وشوه، چې د دواړو لوبډلو تر منځ سخته مقابله وه او دواړو د ګول کولو هڅه وکړه، خو لومړۍ نیمایي له ګول پرته پای ته ورسېده.

په دویمه نیمایي کې د لوبې پر 81م منټ د سپېن لوبډلې 19 کلنې لوبغاړې سلما پېرالويلو د سويډن دفاعي کرښه ماته کړه او یو په زړه پورې ګول یې وکړ. سلما په کوارټر فاینل کې هم د لوبې په وروستیو شېبو کې پر هالېنډ لوبډلې ګول کړی او لوبه سپېن ګټلې وه.

سویډن د دې ګول په جواب کې پر 88م منټ ګول وکړ او لوبه په یو- یو ګول برابره شوه خو د سویډن د ګول خوشالۍ ډېر دوام ونه کړ او د لوبې پر 89 منټ‌ د سپېن اولګا کارمونا بل ګول وکړ او د یو په مقابل کې یې په دوو ګلونو لوبه وګټله.

د سپېن د ښځو فوټبال لوبډله به د اتوار- یکشنبې په ورځ په لومړي ځل په فاینل لوبه کې لوبېږي چې د اسټرېلیا په سیډني ښار کې به وي.

د فاینل دویمه لوبډله به د شورو- چارشنبې په ورځ معلومېږي چې د کوربه هېواد اسټرېلیا او انګلېنډ تر منځ وروستۍ سېمي فاینل لوبه ده.

سویډن په دې سېمي فاینل لوبه کې له ماتې خوړلو سره په تېرو درو لسیزو کې په پینځو فوټبال ټورنمنټونو کې څلورمه سېمي فاینل لوبه وبایلله او له دې سره د فیفا له ښځینه ټورنمنټه بهر شو.

د سویډن فوټبال لوبډلې تر اوسه نړیوال کپ نه دی ګټلی، خو ور نیژدې شوې ده چې په 2003م کې په دویم نمبر او درې ځله پر درېیم نمبر راغلې ده. سویډن دوه کاله مخکې د ټوکیو په اولمپیک او د برازیل د 2016م کال په لوبو کې د سپینو زرو میډلونه ګټلي وو.

د سپېن د ښځو فوټبال لوبډلې په ټولیز ډول دا درېیم ځل دی چې په فاینل کې به لوبېږي. دا لوبډله څلور کاله مخکې هم د ناک آوټ پړاو ته تللې وه، خو پر امریکا یې هغه لوبه بایللې وه.

د فیفا د 2023م کال د درجه بندۍ له مخې دا مهال د امریکا د ښځو لوبډله لومړۍ، جرمني دویمه، سویډن درېیمه، انګلېنډ څلورمه، فرانس پینځمه، سپېن شپږمه او ورپسې د کېنېډا، برازیل، نیدرلېنډ، اسټرېلیا، جاپان او نورو هېوادونو لوبډلې دي.

د فیفا په سږني ښځینه فوټبال سیالیو کې د افغان مېرمنو لوبډله شامله نه ده، ځکه چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا لوبډله اسټرېلیا ته تللې او فیفا یې په رسمیت نه پېژني. د امریکې د کانګرس غړو په یو تازه خط کې له فیفا غوښتي چې د افغان ښځینه لوبغاړو فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني او د لوبو موقع ورکړي.