امریکا وایي د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره په ګډه کار کولو ته لېواله ده

د امریکې د خارجه محکمې ویاند وایي، امریکا د پاکستان د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ اؤ د هغه د ډلې سره په ګډه کار کولو ته لېواله ده.

د امریکې دخارجه محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټیل د نهې- سه شنبې په ورځ رسینو ته احوال ورکولو په وخت ویلي "زمونږ په علم کې ده چې د پاکستان قامي اسمبلي ماته کړل شوې ده اؤ انوار الحق کاکړ نوی نګران وزیراعظم دی اؤ په داسې حال کې چې هغه ملک کې د انتخاباتو کولو تیارۍ کوي نو مونږ د هغه اؤ دهغه د ډلې سره په ګډه کار کولو ته منتظر یو"

پاکستان کې دنګران حکومت یوه ذمه واري دا هم ده چې په90 ورځو کې به دننه ملک کې عام انتخابات کوي، په دې اړه د شوې پوښتنې ځواب کې امریکایي ویاند ویلي "بې له کوم شکه مونږ به پاکستان سره د ګډو مفاداتو په اساس شرکت دار اوسو چې هغې کې د پاکستان اقتصادي ثبات، سوکالي، امنیت، روڼ انده اؤ بې پلوه انتخابات کول اؤ د جمهوریت اؤ قانون د واکمنۍ درناوی کول شامل دي".

ددې پوښتنې ځواب کې چې امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان د پاکستان دا دعوه تکرار کړې ده چې افغانستان کې دامریکې نه پاتې شوې وسلې د پاکستان پرضد کارول کیږي‌، د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند وویل امریکا د پاکستان د مشرتابه سره باقاعده تماسونه لري.

"مونږ دپاکستان مشرتابه سره دافغانستان په لړ کې ،دترهګرۍ دمخنیوي په اړوند دمذاکراتو دلارې اؤ د دوه اړخیزه خبرو اترو دلارې د ګډو مفاداتو اؤ سیمې ته دپېښو ګواښونو دمقابلې لپاره په واضحه اؤ ډاګیز انداز کې خبرې اترې کوو"

هغه وویل چې امریکا د تندلاریتوب اؤ ترهګرۍ د ګواښونو مقابلې لپاره پاکستان سره په ګډه کار کولو ته چمتو ده اؤ دترهګرۍ پرضد اؤ د خپلو وګړو دامنیت باوري کولو لپاره دپاکستان دحکومت دهڅو په داسې انداز کې ملاتړ کوي چې دقانون واکمنۍ ته وده ورکړي.

نوموړي د افغانستان په اړوند د پاکستان د اندېښنو متعلق پوښتنې ته ځواب کې وویل ،په دې اړوند نور څه نه شي ویلی البته دامریکې د دفاع محکمه ددې نور سپیناوی کولی شي.

په دې وروستیو کې چې دپاکستان دننه دترهګرۍ بهیر یو ځل بیا چټک شوی اؤ دترهګرو په بریدونو کې په سوؤنو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې دافغانستان زمکه دپاکستان پرضد کارول کیږي اؤ په افغانستان کې دامریکې نه پاتې شوې وسلې دترهګرو لاس ته ورغلي چې اوس یې دپاکستان پرضد استعمالوي .

په افغانستان واکمنو طالبانو دپاکستان دا دواړه تورونه رد کړي دي اؤ وایي نه خو دافغانستان زمکه د کوم بل هیواد په ضد کارول کیدو ته ورکوي او وایي نه هم د امریکې نه پاتې شوې وسلې په عامو مارکیټونو کې پلورل شوي.

دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره میاشت پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دامریکې نه په افغانستان کې پاتې شوې وسلې اؤ مهمات د دوي دحکومت په واک دي اؤ په عامو مارکیټونو کې یې دپلورل کیدو دعوې بې اساسه دي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو رزداري بیا دعوه کړې ده چې د امریکې نه پاتې شوې وسلې حتی د ترهګرو ترڅنګ پاکستان کې عامو ډاکوانو ته هم په لاس ورغلې دي.