پېښور کې بيا په ماحولياتي نمونه کې د پوليو وایرس تصديق شوی دی

د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې يو ځل بيا په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی، پاکستان کې سږ کال په موحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس مثبتې پېښې 15 ته ورسېدې.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام نن مطبوعاتو سره په شریک کړي خبر کې ویلي، د اګست په لومړۍ نېټه د پېښور د «نري خوړ» علاقې څخه د پوليو وايرس معلومولو دپاره نمونې اخستل شوې او د وايرس تاييد پکې شوی دی.

ويل شوي د وايرسو جينياتي تعلق افغانستان کې د موجودو وايرس سره دی.

د صحت مرکزي سيکرټري افتخار علي شلواني پېښور کې د پوليو وايرس په معلومېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي پېښور کې بیا بيا د پوليو وايرس ضد کمپاينونه کيږي خو د پوليو وايرس بيا هم شته.

نوموړي په مياندو پلرونو ټينګار کړی ماشومان دې د پوليو د خطرې سره مخ وګڼي او پوليو ضد څاڅکي دې ورته ورکړي.

شلواني ویلي، پاکستان کې د پوليو د څار دپاره حساس ترینه نظام جوړ کړی شوی او د پوليو مثبتې ماحولياتي نمونې ځکه تاييد کيږي چې دغه نظام په ښه توګه کار کوي.

پېښور کې سږ کال د پوليو اووه مثبتې ماحولياتي نمونې تر لاسه شوي او پينځه پکې يواځې په نري خوړ کې معلومې شوې دي.

پاکستان کې د خېبرپښتونخوا نه علاوه لاهور او کراچۍ کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال په ملک کې د پوليو 15 مثبتې نمونې ترلاسه شوي، دوه ماشومان د پوليو ناروغۍ ښکار شوي ي او دواړه پېښې په بنو کې رپورټ شوي دي.

ویل شوي سږ کال افغانستان کې د پوليو پينځه پېښې او 33 مثبتې نمونې ترلاسه شوي دي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ ویلي، د پوليو د مخنيوي دپاره په ملک کې يو شمېر کمپاينې شوي او د افغانستان سره په پوله هم د ويکسينېشن عمل روان دی.

په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي، دوی ته اوس هم د پوليو ضد کمپاین کې غټه مسله د ځینو مياندو پلارانو لخوا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار دی خو دوی د خلکو قانع کولو او خوندي کمپاينو چلولو پوره هڅه کوي.