د پاکستان د مرکزي نګران حکومت 16 کسيزه کابينې سوګند پورته کړی دی. په کابينه کې درې سلاکاران او شپږ مرستيالان هم شامل کړی شوي دي. په 14م اګست انوار الحق کاکړ د نګران وزيراعظم په حېث سوګند پورته کړی وو.
د نګران وزيراعظم د سوګند پورته کېدو وروسته د کابينې په حواله پاکستانيو رسنيو کې تاوده بحثونه روان وو.
د کابینې د ځینو غړو پېژندګلو:
د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جېلاني
جليل عباس جېلاني د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د لوړې کچې افسر پاتې شوی هغه د بهرنيو چارو سيکرټري او په امريکا کې د پاکستان سفير هم پاتې شوی دی.
د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي
بلوچستان صوبه کې د بګټي قبيلې سره تعلق لرونکی سرفراز بګټي چې دا وخت د سېنېټ په څوکۍ دی، هغه وړاندې په بلوچستان کې د کورنيو او قبايلي چارو وزیر پاتې شوی دی.
د خزانې وزيره شمشاد اختر
ډاکټر شمشاد اختر د کال 2006 نه تر 2009 پورې د پاکستان د مرکزي بېنک سټېټ بېنک ګورنره پاتې شوې، او د پاکستان د مرکزي بېنک لومړۍ ښځينه مشره جوړه شوې وه.
ډاکټر شمشاد اختر په اسيايي پرمختيايي بېنک کې د سويلي منځنۍ اسيا مشره پاتې شوې او د پاکستان د ونډو بازار کې هم د ډايريکټرانو د بورډ مشره پاتې شوې ده.
د دفاع وزیر لفټننټ جنرل [ر] سيد انور علي حېدر
د پاکستان د پوځ پخوانی لفټننټ جنرل سيد انور علي حېدر د دفاع نګران وزير جوړ کړی شوی. هغه د عمران خان په حکومت کې د نوو کورونو د سکيم يا منصوبې مشر پاتې شوی وو.
د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي
مرتضا سولنګي پاکستان کې خبريال او څيړونکی دی هغه د پاکستان د سرکاري رېډيو [رېډيو پاکستان] مشر پاتې شوی، ځايي او بهرنيو نړیوالو ادارو سره یې کار کړی دی.
نوموړي په وايس اف امریکا کې هم کار کړی دی.
د مذهبي امورو وزير انيق احمد
انيق احمد د کراچۍ پوهنتون نه زده کړې کړي په جيو ټي وي به یې يو مذهبي پروګرام هم کولو او زيات مشهور هم د دغه پروګرام څخه وو.
د مواصلاتو وزير شاهد اشرف تارړ
نوموړی پاکستان کې د 22 ګرېډه افسرۍ څخه ريټايرډ دی هغه د نوکرۍ په وخت کې په بېلابيلو مهمو څوکو او وزارتونو کې د لوړې کچې افسر پاتې شوی دی.
د ټېکسټايل وزير ګوهر اعجاز
ګوهر اعجاز پاکستان کې د ټېکسټايل ملونو د اتحاديې مشر پاتې شوی او پاکستان کې ورته د ټېکسټايل په شعبه کې د پاکستان حکومت مډالونه هم ورکړي دي.
د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزير عمر سېف
عمر سېف پاکستانی کمپيوټر ساينسدان دی هغه د انفارمېشن ټېکنالوجۍ د پوهنتون مشر او پنجاب کې انفارمېشن ټېکنالوجۍ بورډ مشر پاتې شوی، نوم یې د امریکا د ټېکنالوجۍ پوهنتون [اېم آی ټي] په 35 ځوان ايجاد کوونکو کې راغلی وو.
د صحت وزیر نديم جان
نديم جان خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پرواګرم مشر پاتې شوی، هغه د ملګرو ملتونو، يو اېس اېډ، د صحت نړيوالې ادارې، او بل ګېټس فاونډېشن سره هم کار کړی دی.
د بشري حقونو وزير خليل جارج
د نوموړي تعلق د کوټې سره دی د 2013 نه د 2018 پورې د پاکستان مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړی او د مذهبي چارو سيکرټري پاتې شوی دی.
د کلتور وزير جمال شاه
یاد پښتون هنرمند، انځور ګر جمال شاه د کلتور وزیر جوړ کړی شوی دی، نوموړی چې د هنرکدې په نوم اداره چلوي، د پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس مشر هم پاتې شوی دی.
ويل کيږي کابينه به نوره غځولی شي او نور کسان به ورکې شاملولی شي.
[خبر د وي او اې اردو په مننه]