امریکا ویلي، د پاکستان د مخکيني وزيراعظم عمران خان په ګډون هر بندي بشري حق لري. د امریکې د بهرنيو چارو مرستیال ویاند وېدنت پټېل دغه خبره د عمران خان په حواله د يوې پوښتنې په ځواب کې په خبري کانفرنس کې کړې ده.
د نوموړي نه پوښتنه شوې، امریکا کومه اندېښنه لري چې د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان په بند کې وژل کېدی شي؟
په ځواب کې نوموړي ویلي، "پاکستان کې مو زمونږ همکارانو ته دا ډاګيز پېغام دی که هر څوک په بند کې دي هغه ته د نړيوال قانون لاندې ټول بشري حقونه ترلاسه کېدل په کار دي. داسې په امريکا کې هم دي. او د عمران خان قضيه په پاکستان کې ده پاکستان یې تفصيل ویلی شي".
په پينځم اګست د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور د توشه خانې په قضیه کې عمران خان ته د درېو کالو بند سزا اورولې او نوموړی دا وخت د اټک په زندان کې بندي دی.
د سزاوار کېدو وروسته د پاکستان د انتخاباتو کمېشن عمران خان د پېنځو کلونو دپاره نااهله کړی وو. د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د الېکشن کمېشن د فېصلې د لاندې به عمران خان په سیاست کې برخه نشي اخیستلی.
عمران خان چې تېر کال د بې باورۍ د تحريک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی پاکستان کې پرې ګڼې مقدمې جوړې شوي دي.
د عمران خان په حواله وړاندې هم د امریکايي چارواکو نه وخت په وخت پوښتنې شوي خو امریکا تل دريځ خپل کړی امريکا په پاکستان کې يا نړۍ په بل کوم هېواد کې د يو ګوند يا فرد ملاتړ نه کوي.
د بهرنيو چارو د وزارت وياند نه پاکستان کې د جمهوريت په حواله پوښتنه شوې چې امريکا د پاکستان د جمهوريت څخه مطمينه ده؟ هغه په ځواب کې ويلي، "امريکا د پاکستان د نګران حکومت سره کار کولو ته تیاره ده".
د شورو/ چهارشنبې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ته د واک په ترلاسه کولو مبارکي ورکړې، او وزیر اعظم کاکړ یې په ځواب کې ويلي وو پاکستان امریکې سره خپلې شراکت دارۍ ته خورا ارزښت ورکوي.
د د امریکې خارجه وزیر اینټني بلینکن ویلي وو په پاکستان کې د بې پلوه او رڼو ټاکنو لپاره تیارۍ روانې دي او "مونږ به د ایین،د رایې څرګندولو د ازادۍ او اقتصادي سوکالۍ ګډ عزم پرمخ وړو".
د بلینکن د مبارکۍ پیغام ته ځواب کې نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي وو، د ده نګران حکومت به د زړه د اخلاصه د رڼو او پاکو ټاکنو لپاره کار کوي.
پاکستان کې د انتخاباتو په حواله ویدنټ پټېل ویلي، "پاکستان کې نګران حکومت جوړ شوی مونږ په ګڼو برخو کې پاکستان سره کار کولو ته په تمه يو په ځانګړي ډول چې پاکستان کې د راتلونکو عامو انتخاباتو تیاريانې روانې دي".