فېليپین وایي امریکا، جاپان او اسټرېلیا د چین د جنوبي سیند په لانجمنو اوبو کې د مشترکو مشقونو خیال لري

واشنګټن - د فېلیپين امنیتي چارواکي وايي چې امریکا، جاپان او اسټرېلیا پلان لري چې دا هفته د فېلیپین لویدیځ ته د چین په جنوبي دریاب کې د سمندري ځواکونو مشترک مشقونه پیل کړي او په دې توګه په خطه کې د قانون د بالادستۍ دپاره خپله ژمنه څرګنده کړي. دا مشقونه پس له هغه ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې چین د یادو لانجمنو اوبو په برخه کې یو ځلي بیا جارحانه رویه وښودله.

د اګسټ په پېنځمه، د چین د ساحلي ګارډ جهازونو په لانجمنو اوبو کې د فېليپيني جهازونو په خلاف ګوله باري وکړه. د چین په جنوبي دریاب کې بین الاقوامي لانجه، په خطه کې د چین او امریکا ترمنځ د اختلاف اهم ټکی ګڼل کیږي.

د فېلیپين دوه امنیتي چارواکو د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې ته ویلي چې د امریکا، جاپان، او اسټرېلیا د سمندري ځواکونو د دې هفتې په مشترک مشق کې به درې طیاره بردار جهازونه د قوت ښکاره کولو په مقصد، یوځای په اوبو کې حرکت وکړي او مشقونه به ترسره کړي. همدا راز ویل شوي چې د هغو درېیو سمندري جهازونو کمانډران به د مشترک مشقونو وروستو، په سرښار مانیلا کې د فېلیپيني چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.

دغو دواړو امنیتي چارواکو د نوم نه خپرېدلو په شرط دا خبرې کړي دي، ځکه د پلان شوو مشقونو په اړه د ښکاره خبرې کولو اجازت ورسره نه و.

دغو چارواکو زیاته کړه، امریکا پلان لري چې د یو اس اس امریکا په نوم خپله یوه طیاره برداره کشتۍ هغه مشق ته ولیږي، او د جاپان له اړخه به د هغه ملک یوه تر ټولو ستره جنګي کشتۍ، چې هیلي کاپټرې هم ورنه پرواز کولی شي، په مشق کې برخه واخلي. د اسټرېلیا نه به اېچ اېم اې اس کانبېرا نومې کشتۍ په دې مشق کې برخه واخلي، کوم چې دا هم د هیلي کاپټرو د پروازونو صلاحیت لري. د چارواکو په وینا، دا مشترک مشقونه څو میاشتې وړاندې پلان شوي و.

د دې هفتې په مشترکو مشقونو کې د فېليپيني ځواکونو د برخې نه اخستلو وجه، د پوځ لاجسټیکي محدودیتونه ښودلی شوي، خو ویل شوي چې په آینده کې به دغه قسمه مشقونو کې برخه واخلي.

روانې میاشتې په سر کې د چین له اړخه په لانجمنو اوبو کې چې څه عمل وشو او د فېلیپين سره یې سخته کشیدګي راغله، نو امریکا، جاپان او اسټرېلیا لومړني ملکونه و چې د فېلیپین ملاتړ یې وکړ.

په هغې پېښې کې، د فېلیپيني چارواکو په قول، د چین د ساحلي ګارډ شپږ کشتیو او دوه ملېشه بېړیو د دوو سیویلین کشتیو مخه ونیوله. هغه سېویلین کشتیانې د فېلیپين سمندري ځواکونو اجاره کړې وې او د فېلیپين ځواکونو ته چې په سېکنډ ټامس شووال کې دېره دي، سامان یې انتقالولو.

د چین ساحلي ځواکونو دا تصدیق کړې چې هغوی په فېلیپيني کشتیو باندې د اوبو توپونه یا واټر کننز استعمال کړل، ځکه "د اجازت نه بغیر" یې خپله لاره د شووال په طرف کږه کړې وه.