واشنګټن – د امریکا د ۲۰۲۴ کال په عمومي ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو یا ریپبلېکن کاندیدانو ترمنځ د شورو یا چهارشنبې د شپې په مناظره کې په بېلابېلو مسلو خبرې وشوې.
خو ځینې سختې تبصرې د ریپبلېکنز ګوند په مخکښ کاندید او پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ باندې وشوې چاچې په دغې مناظره کې ګډون نه و کړی.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دورې او له هغې وروسته د ځینو کړنو له امله په څلورو جرمونو باندې محکوم شوی او د نیوجرسي پخواني ګورنر کریس کریسټي پرې ټکونه وکړل.
کریسټي وویل، "یو څوک باید د داسې عمل د نورمال کېدو مخه ونیسي." هغه وویل، "ډانلډ ټرمپ وايي، دا سمه ده چې د اساسي قانون مخه ونیول شي" او کوښښ یې کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې د هغه د ولسمشرۍ له پای ته رسېدو وروسته هم په قدرت کې پاتې شي."
هغه وویل، "دا رویه د امریکا د ولسمشر له دفتر څخه ټیټه ده."
د ارکانساس پخواني ګورنر اسا هچینسن د ټرمپ په اړه وویل، چې هغه "په اخلاقي توګه د بیا ولسمشر کېدو لپاره مناسب نه دی."
د ټرمپ پخواني مرستیال مایک پېنس وویل، "د امریکا خلک اړتیا لري چې په دې پوه شي چې ولسمشر له ما څخه وغوښتل چې هغه له اساسي قانون څخه پورته وګڼم." او هغه دا رد کړه چې د کانګرس هغه سند ته وګوري په کوم کې چې ډیموکراټ جو بایډن د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې هغه ته د ماتې په اړه وړاندې شوی و.
د جنوبي کېرولاینا پخوانۍ ګورنرۍ نیکې هیلې وویل، "مونږ د ریپبلېکنز د کاندید په توګه له ډانلډ ټرمپ سره عمومي انتخابات نشو ګټلی."
خو د ولسمشرۍ لپاره د ریپلېکنز نورو سیالانو بیا که له یوې خوا د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د مایک پېنس د رول ستاینه وکړه چې د ټرمپ هغه غوښتنه یې نه ده منلې چې د بایدن د بریا په اړه دې د کانګرس د سرټېفېکېشن مخه ونیسي خو له بلې خوا یې د ټرمپ محاکمه کول د بایډن د عدلیې وزارت لخوا د سیاسي وسلې په توګه وبلل.
د فلورېډا ګورنر ران ډیسنټېس په ډاګه کړه چې، "دا ټاکنې د جنورۍ د شپږمې په اړه نه دي. مونږ باید د خپلې راتلونکې په اړه پام وکړو او مخکې وګورو."
د ولسمشرۍ لپاره د ریپبلېکنز ترمنځ په مناظره کې له اتو ولاړو کاندیدانو څخه یواځې دوو کاندیدانو کریسټي او هچینسن وویل، کچېرې ټرمپ محکوم وي او د ریپبلېکنز ترمنځ د ولسمشرۍ لپاره نوماندي هم وګټي نو دوی به یې ملاتړ و نه کړي.
ټرمپ مناظرې کې حاضر نه شو او د هغه په حساب له خپلو ټولو سیالانو څخه ډېر مخکې دی او دی اړتیا نه لری چې په همدې سټیج ښکاره شي او په دغې دوه ساعته مخامخ مناظره کې په هغه ټکونه وکړي.
ټرمپ اوس له ۹۱ تورونو سره مخ دی چې په څلورو یې محکوم شوی چې دا لومړي ځل دی چې په دې کچه د امریکا یو ولسمشر ورسره مخامخ کېږي.
هغه وايي، دی به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جیورجیا په اټلانټا کې چې پکې په څلورو جرمونو محکوم شوی ځان تسلیم کړي.
په دغه ځای کې ټرمپ د محکمې لخوا په دې جرم محکوم کړای شوی و چې د ۲۰۲۰ کال د بیا ټاکل کېدو په انتخاباتو کې یې مداخله کړې وه او کوښښ یې کاوه چې خپله ماته بدله کړي.
ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره له خپل نېږدې ریپبلېکنز سیال د فلورېډا له ګورنر ران ډیسنچز څخه ۴۰ فیصده پاینټه مخکې دی په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکو ترمنځ نورو سیالانو یې په عمومي ټاکنو کې تر لسو فیصدو کمې رایې اخېستې وې.
ټرمپ د مناظرې پر ځای له محافظه کار سیاسي مبصر ټکر کارلسن سره له مخکې هغه ثبت شوې مرکه خپره کړه او په ورته وخت کې د هغه ریپبلېکن سیالانو هڅه وکړه چې د ګوند رایه ورکونکو ته وښيي چې دوی به یې اصلي سیالان وي.
د ټرمپ له غیرحاضرۍ سره په فاکس نیوز چینل باندې د دغې مناظرې کتونکي ښايي په میلیونونو کم شوي وي.
خو بایډن چې غواړي بیا ټاکنو ته ودرېږي ښايي له ټرمپ او یا کوم بل ریپبلېکن کاندید سره د ۲۰۲۴ کال د نومبر ټاکنو ته ودرېږي خبریالانو ته ویلي، "زه به کوښښ وکړم چې ووینم دومره زیات ترلاسه کړم چې کولای یې شم. هو."
کله چې له بایډن څخه وپوښتل شول چې څه تمې لري نو بایډن موسکی شو او و یې خندل.
هغه وویل، "زه هیڅ تمې نه لرم."
اتو واړو کاندیدانو په دغې مناظره کې د حکومتي لګښتونو د کمولو غوښتنه وکړه او پېنس وویل، چې د پوهنې فدرالي وزارت باید له منځه ولاړ شي.
دوی بایډن په دې تورن کړ چې د حکومتي لګښتونو په زیاتوالي سره یې د مشتریانو لپاره بیې پورته کړي او تېر کال له نورمال حالت څخه ګراني زیاته وه چې نهو فیصدو ته رسېدله.
دوی ټولو ویل، چې دوی په امریکا کې د ماشوم د ضایع کېدو یا سقط په حقونو باندې د محدودیتونو پلوي دي خو په جزیاتو کې جلا نظرونه لري د بیلګې په توګه دا چې د حاملګۍ په کومه اونۍ کې باید سقط بند کړای شي.
تېر کال سپریم کورت په امریکا کې د تېرو پنځوسو کلونو راهیسې روان قانون بدل کړ او دا یې ۵۰ ایالتونو ته پرېښوده چې ایا سقط ته اجازه ورکوي او که بندوي یې.
یو شمېر ریپبلېکن کاندیدانو د ټرمپ پرضد په زغرده نیوکې کولې، خو کریسټي چې یو وخت د ټرمپ مهم متحد وو او په یوې کمې درجه هچینسن بیا په دې کې په استثنايي ډول مخالفت کاوه.
نورو لکه ډي سنچیز او هیلې بیا ډېر په احتیاط سره ګام پورته کوو او هیله یې درلوده د ګوند بنسټ چې ټرمپ ته وفاداره دی دې ته وهڅوي چې دوی د پخواني ولسمشر ښي وز "Make America Great Again" اجندا مخې ته وړلی شي بې له دې چې کوم حقوقي جنجالونه ولري.
بلخوا پېنس و چې څلور کاله د ټرمپ په حکومت کې د هغه ملاتړی وو او د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو له سرټېفېکېټ څخه یې د ټرمپ د هیلو پر خلاف دفاع کړې.
خو هغه لا تر اوسه هم د ریپلېکنز رایه ورکونکو ترمنځ په هر ډول شمېرنو کې دومره مخکې نه دی.
د پېنس، کریسټي، ډیسنټېز، هیلې او هچینسن سربېره د مناظرې په ستیج باندې په ولاړو نورو کاندیدانو کې د ټکنالوجۍ د برخې پانګوال ویوېک رمسوامي، د جنوبي کېرولاینا سنېټر ټېم سکاټ او د نارت ډکوډا ګورنر ډوګ برګم وو.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ Truth Social د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، چې د ټاکنو په اړه د هغه د ښکاره مخکي والي او د ولسمشرۍ په لومړۍ دور کې د هغه لاسته راوړنو ته په کتلو به " زه مناظرې نه کوم."
د راپورونو له مخې، چې ټرمپ هغو د هغو دوو مناظرو یادونه کوله چې د پرایمري ټاکنو لپاره په راتلونکې میاشت کې کېږي چې یوه به یې په راتلونکې میاشت کې مخامخ په کلیفورنیا کې وي.
خو ټرمپ دا امکان خلاص پرېښودهه چې دی غواړي له ریپبلېکنز سیالانو سره وروسته د کمپاین په سیزن کې په سټیج باندې مخامخ شي.
ټرمپ همدارنګه ویلي، چې دی به د ریپلېکن د ملي کمېټې لخوا د وفادارۍ هغه ژمنه هم لاسلیک نه کړي چې په پرایمري کې له ټولو ناکامو کاندیدانو څخه غوښتل کېږي چې بلاخره باید د دغه ګوند د کاندید ملاتړ وکړي او دا د مېلواکي په مناظره کې د ګډون له شرایطو څخه و.
کریسټي د جمعې په ورځ په اېکس یا پخواني ټویټر باندې لیکلي، "سرپرایز سرپرایز، ههغه کس چې په څلورو جرمونو باندې محکوم شوی او د خپلو کړنو دفاع نشي کولای، وېرېږي او زمونږ د مناظرې له سټیج څخه پټېږي."
دغه مناظره به ښايي په ټرمپ باندې کوم تاثیر و نه لري. هغه کېدای شي تر اوسه مخکې وي پرته له دې چې وکتل شي څه پېښ شوي.
د نورو لپاره به دا د ویرل کېدو یوه موقع وي، که هغه ښه وي او که بده. دا به له شک پرته د هغوی د رایو شمېر بدل کړي
رماسوامي چې نوی سیاست ته راغلی یو وخت ادعا کړې وه چې"دی به له باندې نه یو څوک ونیسي" چې "داسې یو دید جوړ کړي چې یو امریکا کېدل څه معنی لری."
پېنس په ځواب کې ویلي وو، "اوس د دې وخت نه دی چې د دندې پر ځای کې روزنه وشي."
په امېرېکن پوهنتون کې د جورډان تاما په نامه یوه پروفیسره وايي، "مونږ د تېرو انتخاباتو پر مهال په مناظرو کې لیدلي دي چې کاندیدان ځینې وخت په مناظره کې داسې یو شیبه لري چې هغوی له سیالۍ وباسي ځکه بد ښکاره شی. مونږ همدارنګه داسې شیبې هم لیدلي چېرې چې کاندیدانو داسې څه ویلي چې د خلکو زیات پام ورته اوښتی او هغوی ته ډېره مثبته ګټه کړې."
ډیسنټېز هغه کاندید دی چې ښايي زیات څه لاس کې ولري.
یو وخت یې ځان په ګوند کې د ټرمپ اصلي سیال بللی و خو دغه دوه ځلې پاتې شوی ګورنر په رایو کې بیا وغورځېده.
په ځینو سروې ګانو کې رماسوامي بیا له ډیسنټېز څخه هم مخکې ښکاري.
د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مشر شان سپایسر د نهې یا سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته ویلي و چې، "زه فکر کوم چې ډیسنټېز به زیات څه له لاسه ورکولو ته ولري. وېوېک راماسوامي ښايي زیات څه ترلاسه کړي. زیات خلک ورته اوس ورځي."
د مېرې واشنګټن له پوهنتون څخه د پولېټېکل ساینس پروفیسر سټیفن فارنزورت د ډیسنټېز په اړه وویل،
"په یاد مو وي، په ۴۹ ایالتونو کې دا خلک د فلورېډا ګورنر نه پېژني. دوی ښايی لږ په خبرونو کې کله کله لیدلی وي خو ټولې رسنۍ په پخواني ولسمشر باندې تمرکز لري. نو په پایله کې به ران ډیسنټز هېواد ته ځآن پېژني او یو څه چې هغه ورته اړتیا لري لومړی ښه تاثر باید پرېږدي. که هغه داسې و نه کړي نو هغه به و نه توانېږي چې د سیالیو بڼه کې کوم ستر بدلون راولي.