روانه میاشت طالبانو په کابل د کنټرول تر لاسه کولو دویمه کلیزه ونمانځله. دوه کاله وړاندې کله چې امریکايي پوځ له افغانستانه و ووت نو طالبانو په یو مخه ټول هیواد ونیو کومې چې ګرده نړۍ حیرانه کړه.
د امریکايي پوځ د وتلو اخیرۍ مرحله د تشدده او ګډودۍ نه ډکه وه. د 122,000 نه زیات خلک د الوتکو په لار د هیواد نه بهر خوندي ځایونو ته اوویستلی شو. خو د اګست په 26مه د حامد کرزي نړیوال ډګر په لویه دروازه کې د ځانمرګي برید په نتیجه کې د 13 امریکايي عسکرو په ګډون 180 کسان ووژل شول.
د انخلا په عملیاتو تنقید کوونکي وايي دلته ډېرې ملامتیاوې دي.
د کنیکټیکټ ډیموکرټک ګوند سنېټر رچرډ بلومنتل وايي، حکومت داسې څرګندوله چې هر څه سم دي او که څه هم د خلکو ژوندونه په خطر کې وو خو د خطر د سرې کرښې حد معلوم نه وو.
نوموړي دا خبره د امریکايي پوځ د انخلا یوه میاشت وروسته په سینیټ کې د وینا په وخت کړې وه. ده زیاته کړه مونږ تیار نه وو.
د امریکا یو څو چارواکو چې د انخلا په ورځو کې يې د وي او اې سره او په تازه کې بیا هم خبرې کړي، ملامتیا په خارجه وزارت ور اچولې.
دوی وایي په کابل کې د امریکا سفارت د طالبانو پرمختګونه بیا بیا له پامه غورزولي کوم چې د لومې په شان ښکارېدل او سفارت ته يې دا پیغام ورکاوه چې د انخلا انتظام کوونکي عسکر خبر کړي.
د لانګ وار جرنل لیکي د جمهوریت دفاع کوونکې بنسټیزه ادارې د یو اندازې ترمخه د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه کال 2021 کې طالبانو د افغانستان 75 ضلعې نیولې وې خو د یو اندازې ترمخه د جولای تر 12مې پورې د افغانستان په 400 ضلعو کې 210 طالبانو ونیولې.
که یو خوا په اسانۍ د افغانستان سیمې د طالبانو لاس ته روانې وې نو بلخوا د پوځي حلقو دننه د انخلا د تیاریو لپاره خبرې د ځنډ ښکار شوې.
یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د امریکا خارجه وزارت دغه خبرې بیا بیا ځنډولې ځکه چې خارجه وزیر اینټني بلینکن په رخصتۍ وو.
دوو چارواکو وي او اې ته ویلي خارجه وزارت لومړۍ د انخلا په عمل کې د هغو افغانانو چې د امریکايي پوځ سره يي کار کړی وو او امریکا ته د تګ لپاره يې خصوصي ویزو ته کاغذونه جمع کړي وو، د ویستلو په حق کې نه وو.
وایي خارجه وزارت غوښتل چې پوځ دې خپل پام د امریکایانو او سفارتکارو را پورته کولو ته واړوي.
وي او اې د خارجه وزارت نه وپوښتل چې د انخلا عمل په لومړي پړاو کې څومره افغانان چې د خصوصي ویزو لپاره يې هڅې کولې امریکا په خپل پلان کې شامل کړي وو خو ددغې پوښتنې کوم ځواب دوی ور نه کړو.
د انخلا وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځ رپورټ کې ویل شوي د اګست په 10مه د انخلا په اړه د ادارې دننه خبرو اترو په وخت د صدر بایډن حکومت ته د افغانستان په خرابو حالاتو باندې تفصیل وړاندې کړی شو او ورته وړاندوینه وشوه چې کابل په راتلونکو دېرشو ورځو کې بېخي یواځې کیدونکی دی، خو دغه ورځ هم د انخلا امر ونه شو.
د انخلا د پلان نه باخبره یو امریکايي چارواکي وي او اې ته وویل، خارجه وزارت د بېخي خراب حالت لپاره د پلان په جوړولو کې پښه نیولی وو او د انخلا د ضروري عمل لپاره هم په یو دوه کې حیران وو.
د طالبانو لاس ته د کابل د پریوتو نه یوه ورځ وړاندې د اګست په 14مه خارجه وزارت پوځ ته امر وکړو چې د انخلا پروسه شورو کړي.
روان کال د امریکا خارجه وزارت نه جاري شوي د افغانستان نه د انخلا عمل ته د بیا کتینې په رپوټ کې ویل شوي، "هغه وخت کوم د بیړنۍ وضعې کافي احساس په فکر کې نه وو".
په ظاهره د خارجه وزارت په امر د انخلا انتظام کوونکو عسکرو د دفاع وزارت لاندې د انخلا پروسه تر سره کوله او چارواکو ویلي د دغه دواړو وزارتونو تر منځ په یوه خوله د نه کېدلو له سببه د انخلا پروسه کې اړی ګړی پیدا شو.
د انخلا د پروسې څارنه په افغانستان کې د امریکا سفیر راس ویلسن کوله. یو چارواکي وي او اې ته ویلي داسې ښکاريده چې د ویلسن سره د خلکو راویستلو لپاره په ترجیحي اساس څه پالیسي نه وه نو ځکه انتظار لا پسې زیات شو چې د انخلا امر وکړي:
"کله کله امریکې ته د خصوصي ویزو لپاره جمع کړل شوي خواستونه خارجه وزارت زر د پروسې تېر کړي او په ځینو وختو کې داسې نه وي".
یو بل چارواکی وايي د انخلا په اوله ورځ ځینې وخت د سي 17 الوتکه بغیر د کوم بهر تلونکي د کابل هوايي ډګر نه پورته شوې ده.
د کابل د سقوط نه وروسته دویم سفیر او نور د انخلا انتظام کوونکو عسکرو ته ورسېدل خو د انخلا کار لا هم په قلاره وو، د انخلا د پروسې ذمه واره پوځي مشران ایډمرل پیټر ویسلي او بریګیډیر جنرل فیرل سولیون مایوسه وو.
د یو چارواکي له قوله ښاغلي ویسلي پوځيانو ته امر وکړو چې جهازونه څومره ممکن وي له خلکو ډک کړئ او په مخه ځئ او د دوی پوره پروسه به له افغانستانه بهر چرته محفوظه ځای کې ترسره کړي.
وایي په بل اړخ د خارجه وزارت چارواکو غوښتل چې بهر تلونکي کسان پوره تر پروسې تېر کړي او بیا يې جهازونو ته وخېژوي.