پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بېلونو پرضد ولس احتجاجونه پیل کړي، نګران وزیراعظم سبا بېړنۍ غونډه راوبلله

پېښور - په پاکستان کې د بجلۍ د سیوا شوو بېلونو پرضد په ګرد هیواد کې ولسي احتجاجونه پیل شوي اؤ په یو شمیر سیمو کې خلکو د بجلۍ د بېلونو جمع کولو نه انکار کړی دی.

د ولس لخوا د سختو احتجاجونو نه وروسته نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي، سبا د اتوار په ورځ یې په بیړني ډول د زیاتو بېلونو د ستونزې هواري لپاره یوه مهمه غونډه رابللې ده.

وزیراعظم ویلي، دی به له اړوندو چارو اکو سره مشوره وکړي چې څنګه د بجلۍ د زیاتو بېلونو په معامله کې ولس ته د زیات نه زیات رعایت ورکولی شي؟

په پاکستان کې روانه میاشت په خلکو پسې د بجلۍ لوړ بېلونه راغلي دي چې د دې پرضد د تېرو دوؤ ورځو راهسې د ملک په بیلابیلو برخو کې د سختو ولسي احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده اؤ‌ خلک په احتجاجي ډول خپل بېلونه سوځوي.

په سوشل میډیا د ولسي احتجاجونو خپرو شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې ولس د بجلۍ بېلونو کې د اضافې پرضد د حکومت او واپډا خلاف شعارونه ورکوي او د بجلۍ بېلونو ته اورونه ورته کوي.

د دې ترڅنګ داسې دعوې هم په سوشل میډیا مخې ته راغلي چې د پېښور په ګلبهار سیمه کې د سهیل په نوم یو تن د زیاتې ګرانۍ اؤ د بجلۍ د لوړو بېلونو له امله په ځان تیل اړولي اؤ ځان یې سوځولی چې اوس په ژوبل حالت کې د پېښور په یو روغتون کې بستر دی.

هم دا شان دعوه شوې ده چې په اسلام اباد کې یو سپین ږیري سړي د بجلۍ د زیاتو بېلونو پرضد د احتجاج په توګه د کنهه پل نه ځان غورځولی اؤ مړ شوی دی.

د پاکستان په سینیټ کې هم پرون د جمعې په ورځ د بجلۍ د لوړو بېلونو ستونزه راپورته کړل شوې ده اؤ په حکومت ټکونه شوي دي چې ولس یې په زیاته ګرانۍ ځان وژنې ته مجبور کړی دی.

سینیټر مشتاق احمد په سینیټ کې د وینا په مهال ویلي د بجلۍ لوړه بیعه اؤ بیا د بجلۍ بېلونو کې ولس پسې بیلابیل لوړ ټیکسونه اچول د ولس معاشي قتل عام دی.

هغه ویلي یو خوا د بجلۍ نرخ دومره لوړ کړل شوی چې یو غریب مزدور کار اوس نه شي کولی پخپله دیاړۍ کې د بجلۍ بېل ادا کړي اؤ بل په دې بېلونو کې 11 مختلف ټیکسونه په ولس پسې اچول شوي دي چې دا د غریبانو اؤ بې وزله خلکو د لوټلو په معنی عمل دی.

هغه ویلي یوه غریبه کورنۍ چې د میاشتې 200 یونټه بجلي مصرفوي نو د هغې قیمت ورته 2700 روپۍ تمامیږي خو په دغه 200 یونټه بجلۍ بیا د هغه نه ټیکسونه هم اخستل کیږي چې دا سوچه زیاتی دی.

خبریال حامد میر بیا وایي چې د واپدې مامورین ویړیا بجلي کاروي اؤ د هغوي بوج بیا په ګرانۍ ځپلي ولس اچول کیږي.

هغه د بجلۍ د یو بل عکس په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) خپور کړی اؤ ورته یې لیکلي "دا د واپدا د یو ملازم بېل دی چې 1200 یونټه بجلي یې مصرف کړې ده بېل یې یوازې 716 روپۍ "

په سوشل میډیا خپرو شوؤ یو شمیر ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې په بیلابیلو سیمو کې د جوماتونو نه خلکو ته اعلانونه کیږي چې د بجلۍ بېلونه باید جمع نه کړي اؤ که د واپډې مامورین د چا بجلي قطع کوي نو باید په وړاندې یې مزاحمت وکړل شي.

د پېښور په ګلبهار سیمه کې د بجلۍ د لوړو بېلونو پرضد د راجوړ شوي احتجاج یو برخه وال حاجي ثمین وي او ای ډیوه ته وایي په هغه پسې روانه میاشت 63 زره روپۍ د بجلۍ بېل راغلی دی اؤ وایي د میاشتې امدن یې 18000 روپۍ دی.

هغه وایي که خپله ټوله تنخا د بجلۍ بېل کې ورکړي نو هم دغه بېل نه شي ډکولی اؤ مجبوره دی چې د کور لوخي لرګي به خرڅوي اؤ حکومت ته به د بجلۍ بېل ورکوي .

نوموړی وایي ده اؤ دده د چم نورو خلکو پرېکړه کړې ده چې که هر څه کیږي خو نور به د بجلۍ بېل نه جمع کوي اؤ دا ځکه چې د جمع کولو توان یې نه لري.

د دغو ولسي احتجاجونو نه وروسته نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د خالي په ورځ په ایکس رسنۍ لیکلي چې د بجلۍ د لوړو بېلونو په معامله یې سبا په وزیراعظم هاوس کې یوه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

هغه ویلي په دې غونډه کې به د بجلۍ د وزارت اؤ د بجلۍ د ویش د کمپنیو څخه معلومات اخستل کیږي اؤ صارفینو ته به د بجلۍ د بلونو په حواله د زیات نه زیات رعایت ورکولو لپاره مشوره کولی شي.

په پاکستان کې دا مهال د بجلۍ د یو یونټ قیمت نزدې شپیتوؤ روپو ته رسیدلی دی اؤ کله چې یو صارف د 100 یونټو نه زیاته بجلي استعمال کړي نو د بجلۍ په مد کې ورپسې د راتلونکو بیلابیلو ټیکسونو کچه هم لوړه شي.