آی ایم اېف سره له مذاکراتو وروسته د پاکستان د خزانې وزیرې ویلي ولس ته د بجلۍ بېلونو کې رعایت نه شي ورکولی

د پاکستان د خزانې موقتي وزیرې شمشاد اختر ویلي چې د هیواد اقتصادي وضعیت تر اندازې زیات خراب دی اؤ د ګنجایش نه لرلو له امله حکومت ولس ته د بجلۍ لوړو بېلونو کې پیسې نه شي پرېښودلی.

پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې نړیوالې مالیاتي ادارې(آی ایم اېف) هم دپاکستان نګران حکومت ته ځواب ورکړی دی چې په چا پسې څومره د بجلۍ بېلونه راغلي دي هغه به ډکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بجلۍ د لوړو بېلونو پرضد نن د سوداګرانو مرکزي اتحادیې ګرد هیواد کې د کار بندیز اعلان کړی اؤ د هیواد په بیلابیلو برخو کې د زیاتو بلونو خلاف ولسي احتجاجونه دوام لري.

د پاکستان د خزانې مرکزي نګران وزیره شمشاد اختر د بجلۍ د لوړو بېلونو په اړه د سپیناوي لپاره پرون د چهارشنبې په ورځ د سینیټ د خزانې د قایمه کمیټې غونډې ته د سپیناوي لپاره وربلل شوې وه اؤ هغې یادې کمیټې ته ویلي چې په موجوده خراب اقتصادي وضعیت کې حکومت ولس ته د بجلۍ بېلونو کې ریلیف یا اساني نه شي ورکولی.

د ډان ورځپاڼې د رپورت له مخې د خزانې وزیرې د سینیټ کمیټې ته ویلي چې که د آی ایم ایف په پروګرام عمل ونه کړل شو نو حالات به نور هم کړکیچن شي .

پاکستاني رسنۍ وایي د پاکستان د موقتي کابینې د پرېکړې له مخې ولس ته د بجلۍ لوړو بلونو کې د رعایت ورکولو په موخه د خزانې وزیرې تېره ورځ د آی ایم ایف چارواکو سره انلاین مذاکرات کړي دي اؤ له هغوي یې دبجلۍ په لوړو بلونو د ولسي احتجاج له امله په توانایۍ لګیدلو ټیکسونو کې د رعایت غوښتنه کړې ده.

د ایکسپریس ټربیون د رپورټ له مخې د پاکستان په خواست د آی ایم ایف چارواکو په واضحه ډول ویلي چې په چا پسې څومره دبجلۍ بل جوړ شوی هغه به ورکوي.

رپورټ وایي د آی ایم اېف چارواکو د پاکستان حکومت نه په لیکلې بڼه ځواب غوښتی چې که د بجلۍ په بېلونو کې ولس ته رعایت ورکړل شي نو په هغه صورت کې به حکومت آی ایم اېف سره د شوي تړون په اساس د ټیکسونو ټاکلی هدف له کومې لارې پوره کوي؟

پخپله آی ایم اېف لا په دې اړه په رسمي ډول کومه اعلامیه نه ده جاري کړې.

د سینیټ دخزانې د قایمه کمیټې غونډه کې له ګډون وروسته دخزانې موقتي وزیرې شمشاد اختر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې حالات تر اندازې زیات خراب دي اؤ حکومت د دې جوګه نه دی چې ولس ته د بجلۍ بلونو کې اساني ورکړي.

هغې ویلي د سرکاري ادارو نقصان د نه زغمل کیدو حد ته رسیدلی دی ځکه نو اوس به دنجکارۍ عمل چټک کول وي اؤ دنجکارۍ اسان اهداف باید زر تر زره ترلاسه کړل شي.

هغې ویلي پاکستان چې د ټیکسونو له لارې کومې پیسې راټولوي هغې کې 70 فیصده د پورونو په خلاصولو مصرفیږي.

د خزانې نګران وزیرې ویلي د آی ایم اېف تړون موقتي حکومت ته په وراثت کې پاتې شوی اؤ په دې بیا له سره خبرې نه شي کیدای ځکه چې د آی ایم اېف د پروګرام سره نور پورونه هم تړل شوي دي.

څېړونکي وایي پاکستان آی ایم اېف نه د پور اخستو په بدل کې دغه نړیوالې مالیاتي ادارې سره ژمنه کړې ده چې د بجلۍ نرخونه اؤ ټیکسونه به نه کموي اؤ که چېرې اوس دبجلۍ نرخونه غورځوي یا خلکو ته ټیکسونه بخښي نو دا به آی ایم ایف سره د شوي تړون نه سرغړونه ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د تېرې اوونۍ راهسې د بجلۍ د لوړو بلونو پرضد ولسي احتجاجونه دوامداره دي اؤ نن د زیارت په ورځ دپاکستان د تاجرانو دمرکزي اتحادیې په غږ په ګرد هیواد کې کار بندیز روان دی.

د ال پاکستان انجمن تاجران صدر اجمل بلوچ د کار بندیز داعلان په مهال ویلي چې د بجلۍ په بېلونو کې کاروباریانو پسې تر ټولو زیات ټیکسونه لیږل شوي دي اؤ د تاجرانو رورولي به ددې پرضد د زیارت په ورځ خپل کاروباري فعالیتونه په ټپه ودروي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند هم په دویم ستمبر ګرد هیواد کې د بجلۍ د لوړو بېلونو پرضد د احتجاجونو ترڅنګ د ګاډو د هړتال اعلان کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو دعوې شوې دي چې پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بېلونو له امله په څو ښارونو کې بې وزله خلکو ځانونه هم وژلي دي خو ددغو دعوؤ تصدیق د ازادو سرچینو څخه نه دی شوی چې ایا د ځان وژنې علت یې د بجلۍ لوړ بېلونه دي که نور څه ؟

په احتجاجونو بوخت وګړي د حکومت اؤ واپډا پرضد شعارونه ورکوي اؤ وایي چې د دوي د معاش نه زیات ورپسې د بجلۍ بېلونه ورلیږل شوي دي چې د ادا کولو توان یې نه لري.

د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې د واپډا په تنصیباتو د قهریدلو مظاهره چیانو لخوا د بریدونو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.