د خیبر پښتونخوا نګران وزیراعلی محمد اعظم خان ویلي، چې د اې جي این قاضي فارمولې له مخې د هایډل یا پن بجلي د خالص ګټې په بنیاد په مرکزي حکومت باندې د صوبې 1,200 اربه روپۍ پور پاته دی.
په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند مخکینیو دوو حکومتونو هم په وار وار له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د بجلۍ د خالصې ګټې بقایه جات یې ورکړي خو مرکز تر اوسه دغه پیسې نه دي ور ادا کړې.
د مطبوعاتو د رپوټونو له مخې وزیراعلی دا خبرې د شورو- چارشنبې په ورځ د نګران کابینې په نهمه غونډه کې کړې دي او ویلي یې دي چې حکومت یې له دوو مهمو چېلنجونو سره مخ دی چې هغه امنیت او مالي بحران دی:
"زموږ صوبه د خپلو مالیاتو یا امدنۍ لپاره تر ډېره پر فیډرل حکومت باندې تکیه کوي، چې تر 90 فیصده زیات له مختلفو فیډرل محصولاتو څخه راځي".
د خيبر پښتونخوا تېر صوبایي حکومت ویلي وو له مرکزي حکومته د بجلۍ د خالصې ګټې او نورو بقاياجاتو د ترلاسه کولو مسله به سپریم کورټ ته وړي.
د هغه وخت د خزانې وزير تېمور سليم جګړه په تېره اکتوبر میاشت کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، وفاق په تېرو شپږو مياشتو کې د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې.
جګړه ویلي وو چې وفاقي حکومت د قبايلي ضلعو د پرمختيا لپاره اعلان شوې پيسې هم نه دي ورکړې.
د پښتونخوا نګران وزیراعلی ویلي چې له پښتونخوا سره د پخوانۍ فاټا تر یو ځای کېدو وروسته د صوبې ابادي زیاته شوې ده، وایي له دې سره باید د پښتونخوا این ایف سي ایوارډ برخه هم زیاته کړل شي.
وزیراعلی محمد اعظم خان ویلي چې د پښتونخوا صوبې این ایف سي برخه چې اوس 14.6 فیصده ده باید 19 فیصده ته زیاته کړل شي.
وزیراعلی ویلي کله چې پخوانۍ فاټا له صوبې سره ګډېده مرکزي حکومت ژمنه کړې وه چې نویو قبایلي ضلعو ته به په این ایف سي کې درې فیصده برخه ورکوي او د دغو ضلعو د بیړنۍ پرمختیا لپاره به پښتونخوا ته هر کال 100 اربه روپۍ ورکوي.
خو وایي په تېرو پینځو کلونو کې مرکزي حکومت تر اوسه یواځې 103 اربه روپۍ ورکړې دي چې وایي دا یواځې د یو کال تر پیسو یو څه زیاتې دي او د پینځو کلونو ټولې 500 اربه روپۍ کېږي خو نورې یې لا نه دي ورکړې.
وزیراعلی اعظم خان ویلي چې ده مخکې هم له تېر مرکزي حکومت سره په دې اړه خبرې کړې دي او اوس یې بیا د صوبې د خزانې وزیر ته امر کړی دی چې د پاکستان له نګران مرکزي حکومت سره د دغو ټولو معاملو په اړه خبرې وکړي.