ابراهام کوپر: په پنجاب کې د عیسایانو پرضد له تشدد وروسته ویلي، په عبادت ځایونو باندې بریدونه ډېر دردونکي دي
د نړیوالې مذهبي ازادۍ د پاره د امریکا د کمیشن مشر ابراهم کوپر د پنجاب په جړنواله ښارګوټي کې د عیسایانو په ضد د تشدد په اړه ډیوه سره په خبرو کې ویلي د عبادت په ځای برید یوه ډیره دردونکې پېښه ده او له بده مرغه داسې د امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې شوي دي.
دی وايي کله چې تاسو د توهین په ضد ډیر سخت قوانین لرئ او د انتهاپسندو لخوا د هغې غلط استعمال کیږي نو دا قسمه پېښې به مخې ته راځي.
د ده په وينا داسې قوانینو جوړولو ته ضرورت دی چې د مذهبي لږکیو غړو په ضد دا ډول تورونه لگونکو نه د ډېرو شواهدو غوښتنه په کار ده چې چارواکي پوره وخت ولري او هر یو تور وڅیړي.
مخکې لدې چې د لاریون ګډونوال قانون په خپل لاس کې واخلي بايد قانون د دوی مخه ونيسي.