د پاکستان د بلوچستان صوبې ساحلي ښار ګوادر کې د پاکستان د سمندري ځواک يو هيلي کاپټر غورځېدلی، دوه افسران او يو عسکر پکې وژل شوي دي.
د پاکستان سمندري ځواک پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، هيلي کاپټر په تربيتي پرواز وو، د پېښې ښکار شوی دی.
ویل شوي هيلي کاپټر په ممکنه توګه د فني خرابۍ له سبب غورځېدلی دی.
سمندري ځواک ویلي، د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.
د سیاسي ګوندونو مشرانو د هیلي کاپټر په پېښه غورځېدو او پوځي چارواکو په وژنه د افسوس څرګندونه کړې ده.
پاکستان کې وخت په وخت د پاکستان د هوايي ځواک د الوتکو غورځېدو پېښې کيږي، د دغو پېښو زياتره تربيتي تربيتي الوتکې ښکار کیږي.
تېر کال هم د اګست په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې د پاکستان د پوځ يو هيلي کاپټر غورځېدلی، د لفټننټ جنرال سرفراز علي په ګډون پکې سواره شپږ واړه پوځي افسران مړه شوي وو.
ياده پېښه د لسبېلې د وندر په موسا ګوټ سيمه کې شوې وه، هغه وخت پوځ ویلي وو، په ابتدايي تحقيقاتو کې مالومه شوې چې هيلي کاپټر د خراب موسم ښکار شوی وو.